نړۍ

د مصر دولت پلوي علماء سينما ته ځي، د سيسي کودتا په علماوو څه وکړل؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د  مصر پلازمېنې قاهره کې پنځه شيوخ د «ضیف» ناندريز فلم د کتلو لپاره سينما ته تللي، چې په مصري رسنيو کې يې پراخې ناندرۍ راپارولي دي. دغه فلم د اسلامي نظرياتو په اړه جنجالي ليکوال ابراهيم عيسی ليکلی دی.

د مصر د ټولنيزو رسنيو فعالانو په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي، سينما ته يې د ديني علماوو ورتګ د اسلام خلاف بللي او اندېښنه يې  ښکاره  کړې، چې د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ حکومت په علماوو داسې کانې وکړې.

د سيسي د حکومت تر ټولو ستر ملاتړي شيخ خالد الجندي په مشرۍ پنځه علماء هر يو رمضان عبدالمعز، اشرف الفيل، رمضان عبدالرازق او رمضان عفيف د مصر «ډي ايم سي» ټلويزون په پرده ښکاري او د ضيف په نوم فلم کتلو لپاره سينما ته ورتګ «روشنګري او کلتوري» پرمختګ بولي او دعوی يې کړې، چې ياد فلم د حجاب په اړه و.

څارونکي سينما ته د دغو پنځو علماوو وررتګ د ديني اساساتو سپکاوی بولي او زياتوي، چې دغو پنځو علماوو خلک سينما ته ورتلو ته هڅولي، چېرته چې د مبتذلې موسيقي سربېره رقص، عرياني او د جنسي حرکتونو نندارې کېږي.

ډي ايم سي ټلويزون، چې د حکومتي فکر پلوی دی، د سينما مخته يې د يادو پنځو علماوو مرکې خپرې کړې او دغو پنځو واړو علماوو سينما ته ورتګ د «ملي ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو» له مخې ګټور بللی، په داسې حال کې، چې د فلم وروستۍ برخه کې د فلم ستورې ځينې نجونې دې ته قايلوي، چې حجاب ورغورځوي.

شيخ خالد الجندي، د مصري حکومت د ديني چارو د شورا  غړی دی، د سينما مخته يې ډي ايم سي ټلويزون ته وويل: «زه سينما ته راغلی يم، ډېر خوښ يم، هنر او ډرامه د ديني خطاب د تجديد له اسبابو څخه دی او که په سينما کې د ملي توليداتو او سينما ګډ ټکي وي، دا د ديني تجديد يو ډول توکي دي  او موږ سينما ته د دې لپاره راغلي يو، تر څو خلکو ته روښانه کړو، چې کوم فلم او ډرامه د هېواد او دين په ګټه وي، موږ ورسره يو.»

د رمضان عبدالمعز په نوم يوه بل دولتي ملا د سينما مخته ډي ايم سي ټلويزون ته وويل:  «الحکمة ضالة المؤمن» حكمت د مومن سړي ورکه د ه او مسلمان بايد پراخ نظر او پراخ معلومات لرونکی وي، د مخالف نظر واوري او د هېڅ  شي ستاينې او يا هم پرې نيوکه ونه کړي، تر څو يې په خپلو سترګو نه وي ليدلي.

دی وايي، د دې لپاره سينما ته ورغلي، چې هر څه په خپلو سترګو وګوري.

د اشرف الفيل په نوم بل عالم وويل، چې شيخ خالد الجندي دی، قانع کړ، تر څو په رسنيو کې د پېښېدونکو اسلام خلاف کارونو باندې ځان پوه کړي او د رسنيو له لارې پرې فقهي نيوکې وکړي؛ «ځکه چې په مطبوعاتو کې څه راځي، بايد ځواب يې هم مطبوعاتي وي.»

ستره فتنه

د الازهر پوهنتون استاد دکتور ياسر محمد سينما ته د علماوو ورتګ ړنده فتنه بللې، چې د انسان په دين لګيږي او زياته کړې يې ده، چې دغو پنځو علماوو خپل دين د بل چا دنيا لپاره پلورلی او پر مسلمانانو يې غږ کړی، چې د دغو بې لارو ملايانو په کارونو او ويناوو تېر نه وځي «موږ تاسې ته خبرداری درکوو، چې دغه ملايان د جهنم په دروازې ولاړ دي او خلک هم وربولي.»

دوکتور یاسر محمد وايي، چې د کودتا منفي  اغېز يوازې تر رسنيو، خبريالانو او مثقفو خلکو محدود نه دی، بلکې پر دعوتګرانو، علماوو او مشايخو يې هم بد اغېز کړی او هڅه کوي، چې د دين په نوم خلک د سينما بې لارۍ ته وروبولي.
دغه ازهري عالم وايي، چې وېره، ډار، د مال او څوکۍ مينه علماء بې لارې کړي او  له همدې امله يې ديني علومو ته منسوب خلک  هم مسلمانان بې لارۍ ته وربولي.

دوکتور محمد ټينګار کوي، چې ديني او اخلاقي فساد په ډېرو دوکتورا لرونکو کې خپور شوی او ځينې يې په لوړو مذهبي او سياسي پوسټونو کار هم کوي، چې ډېره ستره فتنه ده.

هر څوک ازهري نه دی

د سياسي چارو څېړونکو عبدالله النجار د شيخ خالد الجندي په مشرۍ دغې پنځه کسیزې ډلې په اړه ويلي، چې له الازهر پوهنتونه هر فارغ او د ازهر د علماوو لباس اغوستونکی ازهري نه بلل کيږي، ډېر خلک دي، چې امامت او خطابت کوي، خو کارونه د ديني ارزښتونو او ازهر له تګلارې خلاف وي.

دی وايي: «د ازهر رښتيني بچيان له دې ډېر ستر دي، چې مشکوک او له شبهو ډک کارونه وکړي.»

دوکتور عبدالله النجار وايي: «ما د دغو علماوو ويډيو وکتله، چې سينما ته تګ يې د هېواد د دين او ملي ګټو لپاره بللی و، زه نه پوهېږم، چې سينما دين او ملت ته څه ګټې لري، خو زه به دومره ووايم، چې دغو پنځو علماوو فحشا ته خلک رابللي او خپل دين يې په څو پيسو پلورلی دی.»

جوماتونه تړل شوي او شيخان په سينما کې دي

د ټولنيزو رسنيو فعالانو سينما ته د ورتلو په اړه د يادو علماوو ورتګ د دين خلاف بللي، د دوی څرګندونې يې د قرانکريم د صريحو اياتونو تحريف بللی دی.

د محفوظ عبدالحليم په نوم يوه فعال ليکلي، چې شيخان په سينما کې دي او جوماتونه تړل شوي او دوی بيا هلته د دين خبرې کوي.

د ټولنیزو رسنيو فعالان وايي، چې د ۲۰۱۳ په جولای مياشت کې د پوځي ديکتاتورعبدالفتاح السيسي له لوري د کودتا له لارې د  واک ترلاسه کولو ديني ټولنې ته هم ډېر زيان اړولی او اوس ديني علماء خلک سينما ته وربولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د عالم فساد د عالم (نړۍ والو) فساد دی. حقيقي، اسلام او خپل حيثيت او مقام ته متعهداو درناوی کوونکي علمای کرام حفظهم الله هم ماشاء الله خورا ډېر دي خو له بده مرغه يو په بل پسې زموږ له منځه وزي او موږ بايد پسي وژاړو، ځکه ځای يې دغسي بې تقوا او بد عالمان نيسي. الهي زما توبه ده، ما له کبر، غرور، د دغسي علماء السوء والسلطان له ازميښت او بدو لارو وساته او بيا دعادرته کوم چي په ټوله اسلامي نړۍ کي د انبيای کرامو عليهم الصلاة والسلام رښتياني وارث عالمان او نور د اسلام په… نور لوستل »

جميل

امين ثم امين

غ.حضرت

دا دعلماوو وظیفه نده چي خلګ د سینما تګ ته وهڅوی بلکه د رښتینو علماوو وظیفه داده چي د خلګو د هر اړخیز ژوندون ( دین او دنیا) د سمون پخاطر د حکومت پر چارو دقیق نظارت ولری او د اجتماعی ظلمونو او نورو ناخوالو د مشاهدې په صورت کی حکومت او خلګو ته سمی مشورې او توصئې وړاندی کی. دا د ټوکرانو علماوو! کولای سوای چي یاد فلم یا نور فلمونه په کور کی د سی ډې پواسطه هم وګوری، دې علماوو ته نه ښائي چي ځانونه د کلتوری او فرهنګی استحمار او استعمار په پلیدو لوبو کی ښکیل… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x