غربي هېوادونو کې د سعودي اتباعو د پناه غوښتونکو شمېر حیرانوونکی دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ):  د ملګرو ملتونو د کډوالو او پناه غوښتونکو اداره «UNHCR»وايي، چې غربي هېوادونو کې له سعودي څخه د پناه غوښتونکو شمېر تر حيرانوونکې کچې زيات شوی دی.

د برتانيې ايکانوميسټ مجلې په راپور کې د يو ان ايچ سي ار له قوله ليکلي، چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې غربي هېوادونو کې د سعودي پناه غوښتونکو شمېر کې درې اعشاريه اتلس برابره زياتوالی راغلی دی.

ايکانوميسټ مجلې ليکلي، چې په دې وروستيو کې د کاناډا له لوري د سعودي مرتدې نجلۍ رهف القنون ته له پناه ورکولو وروسته زرګونه سعودي سړي او نجونې له خپل هېواده د تېښتې هڅه کوي او د سعودي دينداره محافظه کاره ټولنه د خپل ژوند په زيان بولي.

مجله زياتوي، غربي هېوادونو ته د سعودي نجونو د تېښتې د  هڅې لامل د چارواکو له لوري د سياسي مخالفينو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند بلل کيږي، خو دا يې هم ويلي، چې د پناه غوښتنې دا هڅې له ولي عهد محمد بن سلمان سره کومه اړيکه نه لري؛ ځکه چې د سعوديانو د پناه غوښتنې دا لړۍ تر دې وړاندې هم روانه وه.

سره له دې، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په مشرۍ روانو حکومتي  هڅو کې د سعودي چاپېريال د ازادۍ پر لور روان دی، سعودي کې د سينما، د ازادې موسيقي محلفونه، د ښځو موټر چلولو اجازې، د قمار ازاد مرکزونه او دې ته ورته ازادۍ ورځ تر بلې زياتېږي او په مقابل کې يې د امر بالمعروف اداره فلج شوې، د دیني علماوو د فعاليتونو مخه نيول شوې او لسګونه ديني علماء په زندانونو کې  پراته دي، خو بيا هم زرګونه نجونه غربي هېوادونه ته د تېښتې هڅه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

سعودي او نورو عربي دژخيمانو د عربو ټاپووزمه (جزيرة العرب)مسلمانانو ته د زندان غوندي کړې ده. دغه ديکتاتوران ددې اورشو ټولي شتمنۍ د خپلو ځانونو او واکونو د بقا او ساتلو لپاره د نړۍ تر ژاندارم(امريکې)جاروي او هيوادونه او خلک يې په وروسته پاتي والي، اختناق او د ژوندانه له ډېرو ساده او لومړنيو آزاديو څخه په بې برخي کي اوسي. په يوه اسلامي هيواد کي چي د اسلام سپېڅلی دين لکه څنګه چي دی يانه پلی کيږي او يا د واکمنو په پلوي او د خلکو پر ضد بده استفاده ځني کيږي او د خلکو په شتمنو يې واکمنان… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

دا د قیامت علامې دي.

جميل
میلمه
جميل

د محترم همت صاحب په پوره تائيد سره چی سعودی درباريان عياش او ظالم دی . زما په اند داسی پيښی پروګرام سويدی دی نوری به هم پيښی سی ، يو خو داچی د سعودی دولت له اسلامه نور هم انحراف وکړی او غربی ډيموکراسی ته ځان نيژدی کړی ، بل داچی دی مرتدی غوندی نوروته به په سپيڅلو ښارو کی کليساوی جوړی کړی . زه پخپله په اوسنی عربو کی دومره مړانه نه وينم چی کومه توره دی وکړای شی ، که د محترم هارون صاحب نظر ته وکتل شی نو دا به د دی بيده عربو لښکر نه… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا غربیان خصوصاً امریکائیان او کاناډایان د دریمی نړۍ د وولسونو سره ډېره ناځوانی کوی، هم ئې ښه مغزونه ترې جذبوی څو د خپلو خلګو لپاره ترې ګټه واخلی او هم ئې د پلیدو افکارو خاوندان ځانته جذبوی څو سیاسی او پروپاګنډی ګټه ترې واخلی.