دموکراسی، سکولریزم، حکومت، ملی وحدت، ولسمشر او ملی اردو

الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

د اوسنو یهودی او صلیبی اشغلګرو تر ټولو لویه استعماری او شیطانی فتنه دا ده چه د شیطانی میډیا د اجیرانو په مټ له سپینه تور او له توره سپین جوړوی او د دوی په خوښه یی په هر چا منی یعنی میډیا یی د هغو لیکوالانو لیکنو ته چه حقایق پکی نغښتی او د دوی ناولتیا په داګه کوی چانس نه ورکوی او خپله ناولتیا درباندی جبرا لولی او جبرا اوروی ښه مثال یی د سپټمبر یوولسمه یا د ( ۹/۱۱ ) فاجعه وه [ چه څو زره بیګناه امریکایان او په غچ اخستنه یی څو زره نور غریب امریکایی او اروپایی عسکر او په میلونو بیدفاع او بیګناه مسلمانان پکی ووژل شول او وژل کیږی په میلونو میرمنی کونډی، میندی بوری، بچیان یتمان او هیوادونه په کنډوالو بدل شول، ناوړه، فاسدی او غلامی اداری یی ورباندی د برچی په زور وتپلی.

سره د دی چه ډير ژر د سپتمبر د نړیوالی فاجعی او فتنی پټ رازونه چه د ( نظم نوین جهانی ) له خوا د ( نړیوال حکومت ) د تاسیسولو د پاره رامنځته او د بوش، بلیر او ټيمونو له خوا په کار واچول شوه مګر شریرو یهودانو او صلیبیان د ډالرو او شیطانی میډیا په زور په ټولو نړیوالو هماغسی ومنله چه دوی څه پلانونه د راتلونکی د پاره لرل، که انلاین د سپتمبر یوولسمه کلیک کړی د هغه لوی فاجعی ټول هغه محتویات او اسناد به کماحقه درته په ډاګه شی چه نورو څيړنو او پلټنو ته به پکی اړه نه وی ( د زوراورو اوبه مخ پورته هم ځی ).

د هغو څو زرو بی ګناه امریکایانو د تلفاتو او بیلونو ډالرو خساراتو په غچ اخستنه یی د نورو زرونو غریبو امریکایی او اروپایی عسکرو ژوند هم واخست او په میلونو مسلمانان یی ورباندی په شهادت ورسول او هیوادونه یی ورله په کنډوالو بدل او نور ډیر بشری ناورینونه یی رامنځته کړل. په کلیو، بانډو او ښارونو کی یی انسانان له یوی مخی قتل عام کړل د دی په ځای چه بوش، بلیراو مرموز ټیمونه یی نړیوالی محاکمو ته راښکلل شی اوعاملین یی د هغه امریکا یی وژل شوو او مظلوم بشریت ته په ډاګه شی ډالرو او مرمیو د ټولو له حافظی دغه ټول جنایات وویستل او د هغه فاجعی تور یی په مسلمانانو پوری، له څيړنو او پلټنو غیره یی القاعدی او امارت ته ګوتڅنډنه وکړه او د مسلمانانو په ضد یی نړیوال صلیبی جنګ په داسی کبر او غرور اعلان کړو چه [ زما سره او یا زما دشمنان یاست ].

د سپتمبر فاجعه د نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره یوه مقدمه او نړیوال حکومت تاسیسول یی عمده هدف وو افغانستان او عراق ( منځنی ختیز ) بریدونه یی د هغه اصلی هدف مقابله کی مقاومت وو چه باید له مخی لیری شی د یهودانو او صلبیانو نظم نوین جهانی ( ) د دغه نړیوال حکومت تاسیسولو یا ( د زمکی د خدایی تر لاسه کول ) د ډالرو، مرمیو او شیطانی میډیا په مټ ځینی اصطلاحات د مظلوم بشریت د ذهنیت بدلولو د پاره په جلا او ناروا تعبیرونو وکارول او په نړیوالو یی جبرا ومنل او عملی یی کړل حتی لوی هیوادونو لکه چین، روسیی، اروپایی هیوادو، ملګرو ملتو او نورو تراوسه د دی جرات ونه کړی شو چه لږ تر لږه دا ووایی چه د سپتمبر فاجعه د امریکا، اسرایلو او انګریزانو کار وو، نه یی ورله عاملین ( بوش، بلیراو ټیمونه ) ورله نړیوالی محکمی ته راکش کړل.

هغه اصطلاحات په لاندی ډول دی:
­

۱ــ دموکراسی

دموکراسی یعنی دجالی دین او نظام چه د الهی نظام په مخالف اړخ کی قرار لری یعنی روا او ناروا یی د دجالی او الهی جنتو او دوزخو په شان د الهی نظام سرچپه او مخالف اړخ کی قرار لری، دموکراسی لوی بحث دی کتابونه او کتابخانی پری ډکی شوی دلته یی په ساده او عمده ډول تشریح کوو.

دموکراتان او سکولریستان قلابی دموکراسی [ د خلکو حکومت، د خلکو له خوا د خلکو دپاره ] تعریفوی کشکی په همدغه تعریف کی هم دوی رښتونی وی، یعنی په رښتیا هم کشکی دموکراسی [د خلکو حکومت د خلکو له خوا د خلکو د خدمت د پاره ] وی، برخلاف اصلی دموکراسی کی (( حکومت د استثمارګرو له خوا د بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره )) دی ، مظلوم بشریت تیرباسی. په هغو هیوادو کی چه دوی یی د خپلو هیوادو دعوی لری د هماغو خپلو هیوادو مظلوم اکثریت قانونی استثماروی او بارنی هیوادونه د ( زر، زور او زیور ) په مټ استثماروی، د نړیوال حکومت تاسیسول یا نړیواله شاهنشاهی هدف د همدی د پاره دی چه ټول نړیوال مظلوم بشریت قانونی استثمار کړی، ګټه یی ډيره او مرمی یی کمی مصرف شی.

حکومت باید د خلکو به د خلکو خدمت کوی نه دا چه خلک به د حکومتی چارواکو خدمت کوی او د هغوی له خوا به استثمار او غلامی به کوی، بیکاری، فقر او بی سوادی به وی. رښتونی حکومت یعنی د الهی نظام د الهی اصولو په واسطه د الهی عدالت قایمول دی چه په واسطه امن، سوله او هوساینه تضمین او رامنځته کیږی. برخلاف که د اصولو جوړول انسانانو ته وسپارل شی، هغوی به د خپل فطری حرص له امله هغه اصول په خپله ګټه د نورو د استثمارولو د پاره جوړ او وکاروی، د قوانینو له امله به بی عدالتی رامنځته او مظلوم بشریت به پرله پسی قانونی استثماروی استثمارول او غلامول به عام او قانونی بڼه غوره کړی او انسانان دومره پوهه له کومه کړی چه دالهی اصولو په شان اصول جوړ کړی چه د استثمارولو او غلامولو مخه ونیسی.

د دموکراسی علمبرداران په هغو هیوادو کی چه دوی یی دعوی لری خپل عوام د خود ساخته استثماری قوانینو په زور یعنی مظلوم اولس قانونی استثماروی یعنی خلک یی د قانونی مجبور کړی چه د خپلو مټو په مټ د جوړی شوی سرمایی زیاته برخه حکومتی حریصو مقاماتو ته قانونی او معینه وخت کی مفت وسپاری د ځنډ او انکار په صورت کی ورته قانونی جریمی حتی زندانو ته لیږل کیږی او پاتی مالیه به د ملا ماتونکی جرم او سود سره پری کوی.

۲ـــ سکولریزم

دا اصطلاح د هغه حکومتی جوړښت د پاره جوړه شوی چه ادیان باید حکومت کی ونډه ونه لری، له ادیانو یی اصلی هدف اسلام یا الهی نظام دی، عیسویت او یهودیت خو له اوله هم له توحیدی معیارو سربیره منحیث نظام څه ځکه نه لرل چه د خلکو شمیر او راکړه ورکړه کمه وه د نو حکومتی اصولو او حکومتی جوړښت، زور او فشار او یا نظام ته اړه نه وه چه د یوه او بل د استثمارولو مخه یی نیولی وی، د اسلام د نزول سره د خلکو نفوس زیات شوی او تفکر یی هم ډیره وده کړی وه یعنی د تولید وسایل مخ په جوړیدو او زیاتیدوو چه له امله یی تولیداتو کمیت زیات او کیفیت هم ښه شوی وو او مخ به زیاتیدو او ښه کیدو وو چه له امله یی د خلکو تر منځ راکړه ورکړه زیاته شوی او مخ په زیاتیدو وه د راکړو ورکړو په تعاملاتو کی یو منظم پیاوړی الهی نظام او الهی اصولو ته اړه وه چه د حریصو انسانانو د بی عدالتیو مخه یی نیولی وی، الله ج د انسانانو سره د نصرت د پاره د اسلام سپیڅی دین د الهی نظام سره ضمیمه زمونږ د دی دوری انسانانو ته ډالۍ یا هدیه کړو چه د الهی عدالت په قایمولو یی د استثمار او غلامۍ مخه ونیوله.

د عدالت قایمولو سره د حریصو یهودانو د استثمارولو بزنس په ټپه ودرید د اسلام سپیڅلی دین او الهی نظام په ضد یی له هر دول حیلو او حربو کاراخست، له کاذب پیغمبرانو نیولی تر قومی فتنو او د قران او حدیث د تحریفو وسی او هڅی یی پرله پسی جاری وساتلی شیعه سنی، خوارجو، قادیانیانو، بهایانو، صوفیانو او داسی نوری فتنی یی وزیږولی مسلمانانو ته یی ډیر تاوانونه واړول مګر د پام وړ ګټه یی یهودانو ته ونه کړه اسلام په یوه یا دوه پیړیو کی ختیز او لویدیز ته ورسید اونړیوال دین شو او دنړیوال الهی نظام قایمولو د پاره یی هلی ځلی چه د سپیڅلی اسلام اساسی او عمده هدف دی جاری ساتلی تر دی چه هسبانیا باندی یی اته سوه کاله تسلط درلود او شرعی نظام یی پری پلی کړی وو.

حریصو یهودانو او صلبیانو د مسلمانانو هغه پرله پسی بریاوی، تیز پرمختګ او د الهی عدالت قایمولو موثریت چه د دوی د استثمار مخه یی نیولی وه او نیوله نه شو زغملای نوله ډیرو، ناستو ، فکرونو او سوچونو ته ورسیدل چه د الهی نظام په ضد د پلیتی دموکراسی نظام ابتکار وکړی او د دموکراسی په مټ یی د دجالی نظام بنیاد کیښود. له هغه وروسته یی د مسلمانانو د خپلمنځی جنګو او نفاق د پاره هر اړخیوی هڅی پيل کړی چه د مسلمانانو دننه ځينی بی ضمیره او په بیه رانیسی او د مسلمانانو د ویشلو او ځبلو د پاره یی وکاروی، له هغه وروسته یی د دموکراسی له سیوری لاندی متعدد ایزمونه وزیږول، د دغه پلیتی دموکراسی په کارولو یی دمسلمانانو مخه ډب او د وی پرمختګ وکړو.

تر دی چه د مظلوم بشریت د قانونی استمثارولو د پاره یی د نړیوال حکومت د تاسیسولو یا نړیوالی شاهنشاهی ترلاسه کولو په فکرکی شول. دموکراسی یی نړیوال دین او نظام جوړ کړو، جلا جلا ایزمونه لکه کمونیزم، کاپیتالیزم، نشنلیزم، سکولریزم لیبرالیزم او داسی نور د جلا جلا اهدافو د پاره وزیږولو، د دی به څنګ کی د ماسونیزم په نوم نړیوال او دنړیوال پایتخت ( اسراییلو ) د پاره یی د صهیونیزم په نوم ګوندونه جوړ کړو د هغو ګوندونو په ابتکار د نظم نوین جهانی ( مرکزی شوری یا هستی) سرعت او کیفیت لا تیز او ښه کړو، د الهی نظام دمخنیوی د پاره یی د سکولریزم په نوم حکومتی جوړښت ته شهرت ورکړو چه ادیان باید له سیاست جلا او خپلو عبادت خانو پوری وتړل شی.

په دموکراسی کی (ټآکنی) یعنی د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو، د بیان بی بندو باره (ازادی) او دجالی( میډیا) او داسی نور و یی چه په ښکاره خلکو ته ښکلی او دمنلو وړ او د استثماری نظام د پیاوړتیا او لیوالتیا دپاره یی ښه موثریت درلود رامنځته کړو چه په مټ یی ټول ادیان ( په ځانګړی دول اسلام ) له سیاست او حکومت لیری کړل نورو ادیانو خو بی له هغی هم اساسی نظام نه درلود، د سکولریستانو اصلی هدف له حکومت او سیاسته د الهی نظام ( اسلام ) لیری کول وو.

۳ــ حکومت

د دولت اجرایی قوی ته حکومت ویل کیږی مګر په عامه اصطلاح کی خلک د دولت او حکومت ترمنځ په توپیر قایل نه دی خپلواکو هیوادو کی حکومتونه د خلکو له خوا د خلکو د خدمت د پاره کارکوی یعنی دخلکو خدمتګار دی، خلکو ته کار کوی په کفری هیوادو کی خو حکومتونه د شیطانی دموکراسی او کاپیتالیزم په بنیاد مګر له بده مرغه په اسلامی هیوادو کی هم الهی نظام نه ترسترګو کیږی څه اسلامی او څه دموکراتیک په دیرو اسلامی هیوادو کی خو تر لویدیز هیوادو زیات دموکراتیک ځلیږی ، تر دی کچی د د دموکراسی د پاره تبلیغات شوی چه زمونږ ډیر اسلامی علما هم وایی چه اسلامی کی هم دموکراسی شته، خینی وایی چه اسلام او دموکراسی سره توپیر نه لری ځينی بیا وایی چه اسلام د دموکراسی سره ټکر نه لری.

نن سبا په اسلامی هیوادو کی چه کمونستی او کاپیتالستی دموکراتیک حکومتونه رامنځته شوی وو نومونه یی د مسلمانانو د خطاایستنی د پاره [ اسلامی جمهوریت او اسلام جمهوریت ] ایښی، لکه د پاکستان اسلامی جمهوریت او د افغانستان اسلامی جمهوریت، او داسی نور، له اسلامی امارت غیره اسلامی شریعت په یو اسلامی هیواد کی هم نشته. نن صبا د اسلامی نړی ټولو هیوادو حکومتونه په نامه اسلامی مګر په دموکراتیکو اصولو چلیږی یعنی د هیواد نوم یی اسلامی او نس یی نقصانی یعنی د دموکراتانو وی. هغسی حکومت چه د اسلامی امارت په شان شریعت پکی پلی شوی اوس نشته، ځينو هیوادو لکه سعودی کی چه د مسلمانانو د خطا ایستنی د پاره ځينی جزایی قوانین یی د شریعت له مخی دی او بس.

د حکومت اصلی تشکل او جوړښت دوه برخی لری لمړی برخه یی بدنه یا د هغه هیواد ټول خلک چه حکومت یی د خلکو له خوا جوړ او د خلکو د پاره خدمت کوی او بله برخه یی اساسی قانون چه شریعت هم ورته ویلی شی او دواړو ته خلافت وایی د خلافت توضیح د پاره بلی لیکنی ته اړه ده. په هر صورت دغه ډول رښتونی حکومت ته رښتونی ملی او اسلامی حکومت وایی ملی یی په دی معنی چه د خلکو له خوا ټاکل شوی او د خلکو د پاره خدمت او اسلامی یی په دی معنی چه په اسلامی قوانینو ورځنی چاری مخی ته بیایی دغه ډول رښتونی حکومت (چه چارواکی یی د تقوی په معیارونو تعین شوی) د هغه ټول ملت یاهیواد نمایندګی کوی.

زمونږ په شان یو شمیر اشغال شوی هیوادونه چه غلامی اداری پکی د اشغلګرو له خوا په زور تپل شوی، مګر اشغلګر هڅه لری چه د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستنی د پاره یی غلامی ادارو ته هم د ملی او اسلامی حکومت القاب وکاروی لکه چه وایی د ( د افغانستان اسلامی جمهوریت ) یا ( د پاکستان اسلامی جمهوریت ) په داسی حال کی د پاکستان او افغانستان د حکومتو په ځای غلامی اداری لری حکومتونه خپلواک او غلامی اداری بلواکی وی اونمایشی دموکراتیک اصول لکه ټاکنی، د بیان ازادی او داسی نور او نور لری یعنی له کاپی څخه اصل جوړوی، دا ډول غلامی اداری د اشغلګرو په ادبیاتو کی حکومتونه مګر د غلامو ادارو حیثیت او ماهیت لری.

دا غلامی اداری د ملت نمایندګی نه شی کولای یعنی غلامه اداری د خلکو ته خدمت نه بلکه خلک هغو غلامو ادارو او بادارانو ته یی خدمت کوی د دی په ځای چه دخلکو د سولی او هوساینی پسی وګرځی، خلکو کی د بی عدالتیو په رامنځته کولو خلک استثمار او غلاموی. اشغلګر د خلکو د کارولو د پاره لمړی د غلامی اداری چارواکی په قراردادو ورکولو بیلونران کوی بی ضمیره، بی هویته او بی حیثیته کوی یی زړونه او مغزونه یی ورله په مادی رقابتو او ایزمی اوبو پریمنځي، له هغه وروسته یی مجبوروی چه د مظلوم اولس څخه د کارولو دپاره یی تر اخری کچی فقر او بی سوادیو سره مخ او په هغه او دغه یی هر څه لوټ کړی، بی له دی چه عسکری کی استخدام شی د بقا د پاره نوری لیاری نه لری نو په کمو معاشو یی د عسکری، پولیسو او ملیشو د پاره په کمو معاشو استخداموی.

ځینی یی د بیلونرانو د کورونو، لیارو او دفترو څارنه او ساتنه او لا د هغوی بزنسونه او فابریکو چاری مخو ته وړی او یا د هغوی د کورو پاک کاری او پخلی کوی. په دی ډول زمونږ اولسونه کاروی، استثماروی او غلامی کی یی ساتی، مګر هغو هیوادو کی چه دغه استثمارګر یی د خپلو هیوادو دعوی لری، هلته هم حکومتونه د همدغو اشغلګرو سره یعنی حکومتونه یی خپلواک دی، دموکراتیک خپلواک حکومته یی د بلواکو مستعمرود دموکراتیکو حکومتو سره توپیر لری هلته دموکراسی او دلته دموکراسی نمایی وی اصل او تصویر حیثیت لری.

مونږ په دی اړه بحث نه لرو چه دموکراسی ښه او که بده مګرد اشغلګرو د خپلو هیوادو په خپلواکو حکومتو کی ګډوډی نه بریښی خلک قانونی استثماریږی خلک جبرا او داوطلبانه استثمارګرو ته د هغوی استثماری برخه ورکوی د عوامو د ژوند کچه هم لږ غوندی پورته، متمدنه او خلک یی زمونږ د خلکو پرتله خوشاله او راضی شکاری او هیوادونه یی څه ناڅه پرمختللی او متمدن ښکاری مګر په اشغال شوو هیوادو کی د هماغه دموکراسی، د هماغه دموکراتیکو قوانینو او حکومتی تشکل یادونه کیږی مګر نه تطبیقیږی نه. تصویر د اصل سره توپیر لری. هلته خپلواکی او دلته بلواکی اداری شتون لری دلته قانونی نه د ( زر، زور او تزویر ) په مټ خلک د غلامی اداری په مټ استثماروی. دغه ډول غلامو ادارو ته حکومت ویل حماقت محض، جهالت او د خلکو خطا ایستل دی او دهغو مظلومو اولسون څو ځلی توهین دی.

۴ـــ انتخابات

دا چه دموکراسی د اسلام سره په مخالف قطب کی قرار لری نو انتخابات یی په مخالف قطب کی قرار لری دموکراسی کی د نوماندانو د پاره صرف د دی اړه ده چه د ځآن په شان د خلکو لس زره تذکری ولری یعنی هغه نوماندانو ته اړه ده چه له ټاکنو د مخه ټاکنی تر سره او یو شمیر تذکری په بیه او نورو وسیلو ترلاسه کړی چه د نوماندی دغه شرط یی پوره کړی وی، د ټاکنو کمیسیون ته یو میلون یا زیاتی افغانی ورکړی. یعنی غریب که اهلیت هم لری ځان نه شی نومولی یعنی سرمایداران باید حکومتی پوستونه ترلاسه کړی مهمه نه ده چه څومره مسلکی پوهه او تقوی لری او دی ته ورته ابلهانه شرایط په نظر کی نیول شوی. هر رای ورکونکی د یوی رایو ورکولو حق لری مهمه نه دی چه هغه عالم او که هغه وحشی وی رایوی یی سره مساوی وزن لری او چا چه ډیری روپی ورکړی رایه یی د هغو ده فقر او بی سوادی کی خلک قضاوت نه شی کولی.

اسلام کی د ټاکنو، د ټاکنو د کمیسیون مامورینو، مستخدمینو، د ټاکنو د صندوقو، ځای، وخت، شرایط ، رایو ورکونکو او رایو اخستونکو د پاره منظمی لایحی، اصول او مقررات شتون لری تفصیل به یی بلی لیکنی ته اړه ولری لږ څه به یی په اړه دلته هم ولیکم، یعنی اسلام کی د معیاری یا مجتهدو علماوو شوری د نوماندانو، رای ورکونکو، ټاکنو، او د ټاکنو د کمیسیون، ځای وخت او ټولو شرایطو د پاره لایحی او ضوابط لری، نوماندان اړه نه لری چه له ټاکنو دمخه یو شمیر تذکری ( هره روا او ناروا حیلو او وسیلو چه وی ) ترلاسه او یا یو میلون افغانی یا ډالر چاته ورکړی.د ټولو چارو د پاره یی معیاری لایحی او د اجتهادی علماوو له خوا نوماندان له نومولو د مخه ارزول کیږی.

په اشغال شوی هیواد کی دموکراتیکی نوماندان له مجرمینو، غاصبینو، قاچاقبرو، مفسدینو، غلامانو، جاسوسانو او پلورل شوو څخه چه د اشغلګرو سره پخی اړیکی ولری نومول کیږی، ټاکنی په دموکراتیکو اصولو، دموکراتیکو ناظرینو او دموکراتیکو بودیجو مخی ته وړل کیږی، په غلو باندی چه د مافیاوی کړیو سره پخی اړیکی لری او د هغوی له خوا مقرر شوی د رایو د صندوقو څارنه او ساتنه کوی، حیرانتیا او په دی مظلوم اولس توهین دی.

زمونږ هیواد اشغال شوی هیواد کی ( چه ټاکنی پکی هیڅ مفهوم نه لری ) ټاکنی پکی مظلوم اولس ته بل سرباری توهین دی. له بلی خوا طالب مجاهدین د هیواد اویا سلنه خاوره لاندی کړی او سپین بیرغونه پکی رپیږی موازی او د عدل حکومت لری الهی نظام پکی چلیږی د هغو سیمو خلک ته د رایو صندقو ته نه ځی او نه یی پریښودل کیږی، شل سلنه خاوره باندی نسبی تسلط لری خلک یی له ویری د رایو ورکولو صندوقو ته جرات نه لری چه ولاړ شی، پاتی لس سلنه خاوره چه د تانکو او الوتکو د تسلط لاندی هغوی هم ویشل شوی او تر نیمایی ډیر یی نه په اشغال خوشاله او هم له غلامی اداری کرکه لری او ځينی یی د بیشمیره نورو ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی نه غواړی چه غلامانو د رایو صندوقو ته د رایو ورکولو د پاره ولاړ شی مګر هغوی ځي چه خپلی رایوی په لوړو بیو په چا وپلوری. ‎‎‎

نو اصلی او ټول رایوی ورکونکی به تر پنځه سلنه یا تر نیم میلون هم ښکته وی، دغه وخت دی چه غلامه اداره د هیوادوالو او نړیوالو له ډاره او شرم د رایو ورکونکو شمیر تر ۷ یا ۸ میلونو ته رسوی او رای ورکونکی تر ۱/۲ میلون هم نه رسیږی. نو جعل کارو ته د جعلی رایو ډکو صندوقو د راوړلو او بدلولو ښه چانس او مناسب وخت دی چه سل کسه ورپسی نه وی هغوی د میلونو رایو په خپلولو ګټونکی اعلان شی د سلو کسانو باډی ګاردانو وکیل د میلونو هیوادوالو د نمایندګی دعوی لری د رایوو تش اصلی صندقونه د رایو په ډک جعلی صندوقو بدلوی اشغلګر ورسره لاس اړونه لری د ټاکنو په اخره کی پنځه لکه رایوی اوو میلونو ته ورسیږی، کوم غلامان چه نظر کی نیول شوی هغه ریس او یا وکیل جوړیږی، نیکټایی ورته په غاړه او مرمی ضد ګاړو کی د فساد او غصبولو کړنی شروع کړی، د څو سوو رایوو وکیل د هیواد د ۴۰ میلونو خلکو نمایندګی کوی؟

۵ــــ ملی وحدت

د یو هیواد حکومت باید ترحکومت جوړیدو دمخه ملی وحدت ولری چه له امله یی یو ریس ټاکنه دا په ډاګه کوی چه هغه هیواد د ملی وحدت په نتیجه کی دوه نه یو جمهور ریس لری که دوه جمهور ریسان پکی ټاکل کیږی هغه بیا د یوه هیواد په ځآی دوه جلا هیوادونه دی ملی وحدت ورته نه ویل کیږی که هغه حکومت کی جلا جلا بیرغونه، جلا جلا اصول او جلا جلا ریسان شتون ولری هغوی ته ملوک الطوایفی وایی. مونږ اشغال شوی هوا مو د اشغلګرو په الوتکو او زمکه مو د هغوی په ټاڼکو پوښل شوی، ( د غلامی اداری چارواکی پکی خیالی خپلواکی لمانځی ) د حیرانتیا خبره دا چه مونږ پکی ټاکنی کوو بلواک هیواد ته ځپلواک هیواد نه ویل کیږی ټاکنی باید خپلواکو هیوادو کی ترسره شی غلامو هیوادو که غلامانو ته دستور، قومانده او پرله پسی فرمانونه صادریږی هغه کوی او هغه وایی چه ورته ویل شوی وی.

ټاکنی د دجالی دموکراسی یو استعماری فارمول چه له امله یی د ټول مظلوم بشریت سیاسی قدرت ترلاسه کړی او ترلاسه کوی. په هرصورت ټولو هیوادو کی چه شفافی ټاکنی ترسره شی اخره کی یو ګټونکی او بل بایلونکی وی بایلونکی ګټونکی ته د هغه د بریا مبارکی وایی ( امریکا ) کی ټرمپ ګټونکی او هیلری کلینټن بایلونکی شوه سره د دی چه هیلری کلینټن دعوی لرله چه روسانو د ترمپ سره په ټاکنو کی لاس اړونه لرلی ده مګر د دی په ځای چه هیلری کلنتن او ترمپ دواړه ګټونکی اعلان شی هیلری کلینټن ورته مبارکی وویله او ترمپ یوآځنی ګټونکی وپیژندل شو. درغلیی د دموکراسی په فطرت کی نغښتل شو یعنی که درغلی پکی نه وی هغه به دموکراتیکی ټاکنی نه وی. له بده مرغه زمونږ د غلامانو د دموکراتیکو ټاکنو په نتیجه کی زمونږ د غلامانو د توهینولو او غلام ښودلو د پاره ع او غ دواړه لکه دوه میرمنی د ارګ په پالنګ کینول شوی. بیا هم ورته د ملی وحشت په ځای د ملی وحدت حکومت نوم واخلو؟

غلامان لکه د لیونیانو په شان د شاهدی ورکولو حق نه لری، هغه کوی او هغه وایی چه ورته ویل کیږی، که نه بیا خو باید ورته خپلواک وویل شی په اشغال شوو هیوادو کی ټاکنی د هیوادوالو او نړیوالو د خطاایستنی د پاره دی، اشغلګر هڅی لری چه ځانونه د اشغلګرو په ځآی د مرستندویه هیوادو په نوم وپیژنی وایی ( مونږ د موجوده حکومت سره د لاس اړونی تړون لرو) لکه روسانو چه ویل مونږ د امین په ټړون افغانستان ته راغلی یو، خو اولنی دنده یی د هماغه چا سره چه تړون یی ورسره لاسلیک کړی وو چه له امینه به ملاتړکوی هغه د ټولی کورنۍ سره ووژلو. اشغلګر تل د غلام په یو بل ډارولو ټول غلامان په اطاعت او پوره وفاداری کی ساتی. مګر دغه ( پس لګد ) یا ( چا پپو خپله پپو ) هم رامنځته کوی لکه روسانو چه د خلق او پرچم په ویشلو افغانستان خپلواکی تر لاسه کړه او ټولی نوری مستعمری یی هم له لاسه ورکړی ان تر دی چه نوم او نښان یی هم بدل شو.

‎۶ــــ ولسمشر

ولسمشر یعنی چه ولس ټاکلی وی د ولس د معنوی پلار حیثیت لری، اخری تصمیم نیونکی او اخری پریکړی د هغه په غاړه دی، د یوی کورنۍ ریس، د یو کلی او قوم ریس ورته دندی لری، که په یوه کورنی کی پلار او مور مساوی واک او ځواک ولری او د یوی ستونزی په اړه دواړه یو دریز نه لری او هر یو په خپل دریز کلک ودریږی د هغه کورنی به څه حال وی؟ د همدی امله الله ج فرمایی چه میړه په میرمن او یا پلار پر مور مشری او ډيره واکداری لری، مشوری به سره لری مګر اخری تصمیم به د ستونزو دمخنیوی او د هغه کورنی د ښه پرمختګ د پاره میړه یا پلار نیسی، همدارنګه که دوه یا ډير خدایان وو او ټولو جلا جلا دریزونه لرل زمونږ او د کایناتو به څه حال وو؟ نوهغه هیواد کی چه دوه ریسان ولری، هغه هیواد به د څه برخه لیک سره مخ کیږی؟

مګر دا هم مه هیروی چه خپلواک او بلواک هیوادونه سره توپیر لری په بلواکو او مستعمره هیوادو کی هغه ریسان هم غلامان وی نو که شمیر یی تر زرو هم ډیر وی مهمه نه ده، تصمیم نیول د بادارانو کاردی زمونږ هیواد همدا اوس تر سلو زیات غلام ریسان لری د امریکا په مشری ۵۰هیوادو اشغال کړی او بیا امریکا له ۵۰ ایالتو جوړ شوی که دواړه سره یوځآی کړی چه هر ایالت یی د نورو هیوادو په کچه پیاوړتیا لری نو له ټولو ۱۰۰ریسان جوړیږی، غلامان نه د رایو ورکولو اونه د رایو اخستلو حق لری د شاهدی ورکولو حق هم نه لری.

په مستعمرو کی ټاکنی د خلکو د خطاایستنی د پاره دی، پخوا به اشغلګرو قدرتو د مستعمره هیواد ټولی چاری په خپله سنبالولی او د هغه مستعمره هیواد خلک به یی د نورو خشره کارو او یا د عسکری خدمت د پاره کارول مګر انګریزانو استعماری دا نوی ابتکار [ چه یو هیواد به یی مستعمره مګر په ښکاره خپلواک وی] د هند د لوی وچی په ویشلو کی تر لاسه کړو چه اوس تر هر چیری کار اخلی، خرڅ یی کم او ګټه یی ډیره ده یعنی د نورو مهمو استعماری خصلتو او فارمولو په شان ډیر مهم او نوی استعماری اصل او فارمول ومنل شو او کارول کیږی نور هم له دی فارمول او استعماری اصل څخه کار اخلی.

د پورته استعماری اصل سره د استعماری بل پخوانی اصل او فارمول ( چه د مستعمرو طبقاتی کول دی ) ګډوی یعنی د مستعمری د غلامی اداری د ګوتو په شمار لوړپوړی بیلونران او نور مظلوم اولس د فقر او بی سوادی له سری کرښی ښکته او ښکته یی ساتی، داچه د هغه مستعمری ولس بی عقله او هم وږی دی جبرا د غلامی اداری خشره کارویو ته لکه عسکری، د کورو، دفترو او لیارو څارل او ساتل،جاسوسی، پخلی او پاک کاری هم په هماغه غریب ولس په لږو معاشو په خوشالی ترسره کوی. په دومره معاشو چه دهغو کارونو دپاره ژوندی وی، بزنسونه او فابریکی یی چلوی، د بیعقلیو له امله دغه بی ننګیو ته تن ږدی، د معادلی بله برخه یعنی د غلامی اداری بچیان، لمسیان، کړوسیان او راتلونکی نسلونه به ښی زده کړی ترلاسه او په هغو افراطی سرمایو به تل تر تله پاچاهی کوی او هغه مستعمره به تل مستعمره وی.

د اشغلګرو بل نوی اصل دا چه د خلکو د خطا ایستنی د پاره اشغال ته د مرستندویه هیوادو نوم ورکوی، د مستعمری په غلامانو د اوږدو کلونو د پاره د غلامۍ تړونونه لاسلیک کوی لکه کرزی چه نیمه شپه او غنی د خپلی دندی په لمړی ورځ ورسره لاسلیک کړو، د هغه مستعمری په اړه وایی چه دا زمونږ ایتلافی هیواد دی یو بل سره په ستونزو کی لاس اړونه لرو، اومه مواد یی باید د بادارانو هیوادو او د بادارانو پاخه تولیدات لکه ماشینونه، وسلی، تجارتی او نوره تکنالوژی مستعمری هیواد ته وارد او صادر کړی، د هغه هیواد د زمکی لاندی او باندی زیرمی د هماغو غلامانو په مټ لوټ او هم د نشه توکو د تولید د پاره وکاروی، زامن لوڼه به یی د عیاشیو له امله د هماغو بادارانو هیوادو کی سرمایه ګذاری او د مستعمری مظلوم به لا نور مظلوم او کچکول په غاړه وی.

د اوسنی استعمار بله مجربه استعماری نسخه دا چه غلامان خپلو کی له نزدی والی څخه د مخنیوی دپاره د ازاد بازار په اقتصادی منفی رقابتو، کرکو او دشمنیو ته ننباسی او تر اخره یی په هماغو دشمنیو کی فعاله، سرګردانه او ویشل شوی ساتی. پرون روسانو خپل غلامان دخلق او پرچم ګوندو په ویشلو او د شمنیو کی جلا ساتلی وو په دی خیال چه زمونږ هیواد به هم د شوروی اتحاد په ( سیتانو ) کی ننباسی. خو استعماری دا خصلت یو ډول سطرنج او قیمار دی که سم ونه کارول شی پس لګد یا بی خلطی فیر هم کوی یعنی روسانو ته دخلق او پرچم ویشل د مجاهدینو تر مقاومت زیات تاوان وکړو یعنی د روسانو په ماتولو کی د مجاهدینو تر مقاومت د خلق او پرچم ترمنځ دشمنیو ډير رول ولوبولو، امریکا له ورته استعماری فارمول څخه په کار اخستنه به امریکا هم د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ کړی

امریکایی اشغال له شوروی اشغال بدتره خپله فاسده، ناوړه او غلامه اداره له اوله له غوښه او چاړه اخونیانو، کمونستانو، نشنلستانو جوړه کړه او زیات باور یی د کرزی او غنی په شان سکولریستانو وکړو، یعنی د غلامی اداری مشران یی کړل، بیا یی دا خس او خاشاک ډلی په مادی رقابتو کی بیلونران او تر اخری کچو دشمنیو او کرکو ته ټیل وهل، که امریکایان نه وی طالبانو ته یی د محوه کولو دپاره اړه نشته هره ډله د اشغلګرو په هیوادو او سفارتو کی مداحی او چاپلوسی کوی، که امریکایان نه وی د دوستم او تهاڼي په شان ( چه په نجیب یی کودتا ګانی کولی) په غنی او کرزی به هم کودتا ګانی کیدلی عطا نور هم دا خبره وکړه چه که امریکایان نه وی ارګ ته په څو ساعتو کی سقوط ورکوم.

هغه منزل چه روسانو په یوه لسیزه کی وهلی امریکایانو په څه کم دوه لسیزو کی ووهلو د کرزی په لمړی دوره کی دومره ستونزی نه وی دوی د طالبانو د محوه کولو او یا مهارولو هیلی لرلی، مګر د کرزی په دوهمه دوره کی ناهیلی او د غنی په دوره کی د نوو عسکرو په لیږلو او وحشت زیاتولو لا نور ناهیلی او دی نتیجی ته ورسیدل چه د طالبانو سره که خبری کول سکروټی هم وی ویی منلی خو په دی شرط چه له اخری او علنی ماتی دمخه طالبان ورسره کومه د اوړو پوزه ومنی او دوی د ډير شرم په ځای د لږ شرم سره خپلو هیوادو ته ستانه شی که پدی کی هم ناهیلی پاتی شول اخری ابشن یی د روسانو له وتلو وروسته په شان د خپلمنځی جنګو رامنځته کول دی، اوس په هغه مرحله کی دی چه که طالبان یعنی په اتلس کلو جن له کرزی وروسته چه امریکایانو خپله ناکامی احساس کړه که طالبان ورته روغی جوړه کی د وړو پوزه په مخ کینږدی د اشغلګرو اخری ابشن لکه د روسانو له وتلو وروسته خپل منځی جنګونه به رامنځټه کړی.

د همدی د پاره یی مخکی له مخکی ارګ کی د معمول خلاف دوه دشمنان په یوه پالنګ په عین پیاوړتیا مخ په مخ د یو بل وینو ته تږی کینول که د امریکایانو نه وی ارګ به په کنډواله او دوی به په وینو کی لت پت پراته وی. بیسواده قاتل او وحشی دوستم یی تر اخری کچی عقده مند کړو، نزدی وو چه د نجیب په شان په غنی هم کودتا وکړی، عطا، ګلبدین، سیاف، ربانی او داسی نور لوی او واړه لیوان یی هم د خپل منځي جنګو د پاره اماده کړی هر یوه ته ویل کیږی چه ته قهرمان او مونږ دی ملګری یو تاسی ته به هم د ریاست چانس درکوو خو د مناسب وخت په انتظار یو، له اربکی او داعشی ملیشی یی په بلیک واټر کی مدغم کړی د شمال قومانده به دوستم او ملګرو او دجنوب قومانده به ګلبدین او ملګرو سره وی.

لمړی پلان ی د طالبانو سره جنګول ، که طالبانو بیا هم بریا ترلاسه کړه نو اخری ابشن به یی خپلمنځی جنګونه له ارګه پیل او بلاخره به یی په سمتی، ګوندی او ژبنی خونړی جنګو بدل کړی د اشغلګرو په نه شتون کی به جهادی روحیه په قومی کرکو بدله چه له مخی به یی طالبانو کی هم دغه تفرقی سرایت وکړی، مګر څرنګه چه طالبان د لمړی خپل منځی جنګو د مهارولو پوره تجربه لری دا ځل خو به یی انشالله تر مخکی ځل ښه او ژر مهار کړی په دی واسطه به مونږ یو ځل بیا د اسلامی امارت د قیادت لاندی د خپلواکی او الهی نظام له لویو نعمتو برخه مند شو.

ومن الله التوفیق

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
علی شاه،غازی یار
میلمه
علی شاه،غازی یار

بیانزی صاحب اسلام علیکم،
د ستا لیکنه می ولوسته،هیڅ سر می په خلاص نه شو،بابو لالا د لیکلی ،زما وخت د ضایع کړ،
هیله ده چه خپه نه شی ،راتلونکی کی زیار باسه

مجاهد
میلمه
مجاهد

غازی یار صاحب ، ښکلی نوم دی خوښ کړی . د بیانزی صاحب لیکنه خو ډيره ښکلی وه مونږ هم ولوستله ، هو اوږده په دی وه چه جلا جلا موضعات یا اصطلاحات یی پکی تشریح کړی وو او ښکلی رڼا یی پری اچولی وه یهودان هڅی لری چه د خپلو غلامانو او مریدانو په واسطه په استعماری یهودی میدیا کی اصطلاحات په داسی ډول د عوامو په ذهنیتو کی په زوره ننباسی چه له هغه وروسته سپین ته تور او تور ته سپین وایی . ښه مثال یی د تروریزم یا د سپتمبر یوولسمه چه یی په خلکو په… نور لوستل »