افغانستان

کابل: د حزب اسلامي يو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): په پلازمينه کابل کې د نامعلومو کسانو له لوري د حزب اسلامی یو تن پخوانی قومندان وژل شوی دی.

د قومندان علم ګل ابراهيمي په نامه د حزب اسلامي دا قومندان تيره ورځ د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په کمپنۍ سيمه کې د بې غږه تومانچې په واسطه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د اجراييه رياست مطبوعاتي سلاکار حبيب الرحمن ابراهيمي رسنيو ته ويلي دي چې نوموړی کابل ښار کې د خپل کور مخې ته د بې غږه تومانچې په واسطه وژل شوی دی او بريد ګر له سيمې نه په تېښته بريالي شوي دي.

علم ګل ابراهيمي د ميدان وردګ ولايت د سيدا اباد ولسوالۍ اوسېدونکی و او د روسانو په وړاندې له جهاد نه مخکې د هرات ولايت د توپچي قومندان و.

د یادونې وړ ده چې په کابل ښار کې وخت ناوخت په ځينو مهمو امنيتي او خوندي سيمو کې ځينې خلک وژل کيږي.

تر اوسه د علم ګل ابراهيمی د وژنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x