ورزش

کرېکټ بورډ يو شمېر لوبغاړي او چارواکي د سرغړونو په تور مجازات کړي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۷:) د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه او د ډيسپلين کميټې پر يو شمېر له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو او چارواکو د کرېکټ اصولو څخه د سرغړونې په تور مجازات کړي دي.

دغه راز د لوبډلې مدیر (منیجر) خالد سنګين، بنګلدیش ته د نولس کلنو ځوانانو د اسیايي جام سیالیو د سفر پر مهال، د کرکټ بورډ له اصولو څخه د سرغړونې په تور مجازات کړي چې د بیا سرغړونې په صورت کې به دوی له سخت قانوني چلند سره مخ او له دندو ګوښه شي.

د لوبډلې مدیر او لوبغاړو د څېړنو پر مهال پر خپلو تېروتنو او سرغړونو اعتراف کړی دی، په دغو کسانو کې خالد سنګین (د لوبډلې مدیر)، د ۱۹ کلنو لوبډلې څلور لوبغاړي قیس احمد، زکي الله سلطاني، سمیع الله او ریاض حسن شامل دي چې لاندې مجازات ورته په پام کې نیول شوي دي:

۱- خالد سنګین د مدیر په توګه په خپله دنده کې غفلت کړی، پر لوبغاړو یې اصول نه دي عملي کړي او تر دې چې خپله یې هم له اصولو سرغړونه کړې ده، چې له امله یې:

نوموړي ته وروستی اخطار ورکړل شوی دی، د بیا سرغړونې په صورت کې به له دندې ګوښه شي.

د یو کال لپاره د کرکټ بورډ له ټولو رسمي سفرونو محروم دی.

درې میاشتې به یې معاش ګرځول کېږي.

۲- قیس احمد هم د کرکټ له اصولو د سرغړونې له امله مجازات شوی چې لاندې مجازات پرې عملي شول:

نوموړي ته هم وروستی اخطار ورکړل شوی او که چېرې یې د کال په ترڅ کې بیا سرغړونه وکړه نو د لوبو دایمي بندیز به پرې ولګول شي او لوبډله کې به ګډون نه شي کولی.

۲۰۰۰ امریکایي ډالره نغدي جریمه.

۳- زکي الله سلطاني هم له اصولو د سرغړونې له امله مجازات شوی او مجازات یې په لاندې ډول دي:

وروستی اخطار او د سرغړونې په صورت کې به له لوبډلې د همېشه لپاره محروم شي.

۲۰۰۰ امریکایي ډالره نغدي جریمه او یا د شپږو میاشتو لپاره له ټولو رسمي سیالیو منع کېدل.

۴- سمیع الله هم د ۱۹ کلنو د یوه بل لوبغاړي پر وړاندې له اصولو د سرغړونې له امله مجازات شوی:

نوموړي ته هم رسمي سپارښتنه او اخطار ورکړل شوی، څو په راتلونکي کې له ورته عمل ډډه وکړي، که ورته عمل او سرغړونه یې تکرار کړه نو له ډلې به د همېشه لپاره محروم او دغه راز په نغذي جریمه محکوم شي.

۵- ریاض حسن هم په ورته سرغړونې او اصولو ماتولو تورن شوی چې نوموړي ته هم:

سپارښتنه او اخطار ورکړل شوی چې په راتلونکي کې د ورته عمل له تکرار په جدي توګه ډډه وکړي، که چېرې بیا اصول مات کړي نو له لوبو د رسمي بندیز ترڅنګ به په نغدي جریمه هم مجازات شي.

د یادولو ده چې په بنګلديش هېواد کې د ۱۹ کلنو ځوانانو اسيايي جام سيالۍ د تېر ۲۰۱۸م کال په ستمبر مياشت کې ترسره شوې چې اتلولي يې د هند ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله، په دغو سياليو کې افغانستان له سرېلنکا څخه په نيمه پايلوبه کې ماتې خوړلې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close