ولسمشريزې ټاکنې: رحمت الله نبيل او ابراهيم الکوزی هم نومليکنه وکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم ليکنې بهير نن وروستۍ ورځ ده او تر اوسه پورې ۱۲ تنو نوم ليکنه کړې ده خو ښايي چې نن د ورځې په اوږدو کې دا شمير ډیر شي.

تيره ورځ ناوخته د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل او محمد ابراهيم الکوزي هم په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوماندانو په توګه نوم ليکنه وکړه.

رحمت الله نبيل په ولسمشريزو ټاکنو کې جنرال مراد علي مراد لومړی او مسعوده جلال د دوهمې مرستيالې په توګه ټاکلي دي.

رحمت الله نبيل له نوم ليکنې وروسته رسنیو ته وويل چې د الله په توکل او خلکو په مرسته د ټاکنو د سيالۍ ډګر ته راوتلی دی او که بريالی شي د افغانستان سولې او امنيت ته به کار وکړي او د فساد په وړاندې به مبارزه وکړي.

له رحمت الله نبيل وروسته محمد ابراهيم الکوزي هم د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته لاړ او هلته يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه.

محمد ابراهيم الکوزي فريده غزنوي د لومړۍ مرستيالې او ډاکټر سامع کياني د دوهم مرستيال په توګه اعلان کړي دي.

ابراهيم الکوزي وويل چې د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې به مبارزه کوي او د افغانستان د خلکو له پاره به خدمت کوي.

تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن، ګلبدين حکمتيار او احمد ولي مسعود هم د ولمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې ده نن د نوم ليکنې په وروستۍ ورځ د ډاکټر عبدالله او محمد اشرف غني په شمول څو تنه نور هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره نوم ليکنه وکړي.

په افغانستان کې د ولمسشريزو ټاکنو له پاره هغه څوک نوماند کېدلی شي چې عمريې له څلويښت کلونو څخه کم نه وي، سل زره سټيکر شوې تذکرې ولري، افغان او مسلمان وي او د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته يو ميليون افغانۍ نغدې وسپاري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

پدی بدمرغه هیواد کی ټول یو منی دی نیم منی نسته دی