مصنف او لیکوال: امتیاز ګل

ټرمپ ته پرانستی لیک! / خلیلزاد سوله رغوونکی دی که ماتوونکی؟

دغه لیک د پاکستان هیواد د ستراتيژيکو څیړنو د ادارې مشر امتیاز ګل لخوا ولسمشر ټرمپ ته لیکل شوی او انلاین خپور شوی دی!

ژباړه:

تر ټولو ناوړه څه چې د سولې مرکچي کولای شي دا دي چې د خپل یو مهم رابط پر وړاندې له ډار اچولو کار واخلي. دا هغه څه دي چې ستاسو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جنوري پر اوولسمه له کابله تر خوځېدو وړاندې وکړل.

طالبان چې ډېر زیات محتاط او ډېر محافظه کار دي؛ خو بیا هم په افغانستان کې د وروستۍ سولې لپاره تر ټولو مطلوب لوری دي، خلیلزاد ورته په دې ټکو ګواښ وکړ: «که طالبانو د سولې د خبرو پر ځای جګړه انتخاب کړه، متحده ایالات به د افغان حکومت ملاتړ وکړي».

دغه ګواښ د خلیلزاد له مبهمې کړنلارې سره نه یوازې دا چې افغان طالبان ناراضه کړل، بلکې دا شکونه یې راوپارول چې ګواکې خلیلزاد په غیر ارادي ډول داسې تګلاره تعقیبوي چې لږ تر لږه تر دې دمه یې د روغې بهیر له بُن‌بست سره مخ کړی دی.

ښاغلی ولسمشر! خلیلزاد اصلاً د پاکستان مخالف دی، وروستیو کړنو یې د نړۍ په دې برخه کې داسې اندېښنې راپنځولي چې ښايي د سولې بهیر کې دوه ګوني لوبه کوي او په دې ډول نه یوازې دا چې د سولې ټوله پروسه له خطر سره مخ کوي، بلکې د سولې او روغې په بهیر کې د پاکستان چمتووالی هم له بېخه خرابوي.

سیمه‌ییز ژیوپولیټیک سره تړلې بې اعتمادي او دوه ګونې لوبه ښايي ستاسې ماموریت او عقلاني اراده چې غواړئ دواړو غاړو ته ګټور او د منلو وړ وي، د سولې بهیر خنثی کړي.

په پاکستان کې مهم لوبغاړي شکمن دي چې ښايي خلیلزاد به ستاسې له ملاتړه په ګټه اخیستو او پاکستان سره خپله پخوانۍ تریخوالی له امله پاکستان بې اعتباره کړي او د ټولو سیمه ییزو لوبغاړو ترمنځ بې اعتمادي خوره کړي. دا به یوازې روان بُن‌بست لا اوږد کړي او ستاسو هیله چې له افغانستانه ووځئ چې د مالي لګښت مخه ونیسئ هم له منځه یوسي.

طالبانو د جنوري په اتلسمه پر خپله رسمي وېب پاڼه د خلیلزاد د دې کار له امله چې قطر کې له دوی سره د خبرو پر ځای د خلیج په پلازمینو ګرځي، ناخوښي څرګنده کړه. د خلیلزاد دغه تګلاره خو ښکاره ده چې د ده د ماموریت په زیان ده.

ښاغلی ولسمشر، طالبان تېره میاشت د ابوظبۍ له ملاقاته خواشیني دي؛ ځکه خلیلزاد بې له دې چې دوی خبر کړي، د کابل حکومت پلاوی یې طالبانو سره د نېغ په نېغه احتمالي لیدنې لپاره رابللی و.

د چارواکو په خبره، په سعودي عربستان کې د خلیلزاد د پلان شوې غونډې لغوه کېدل هم ښيي چې خلیلزاد د سیمې د هېوادونو ترمنځ د بېلتون د ځړو کرلو ارادې لري. همداراز دا په دې معنا هم ده چې د پاکستان او عربي هېوادونو ترمنځ د متوازنو اړیکو پر ضد خنډونه رامنځ ته کړي؛ ځکه پاکستان ډېره هڅه کوي چې دغو هېوادونو سره یې اړیکو کې بېلانس وي. د خلیلزاد ماموریت باید د امکان تر بریده د ډېرو هېوادونو همکاري جلب کړي، د دې پر ځای چې د پاکستان او عربي ولسونو ترمنځ د لا واټنونو لامل شي.

دا هم ویل کېږي چې خلیلزاد د خپل اصلي ماموریت پر خلاف روان دی. طالبان شک کوي چې ښايي دا د اصلي سولې پر ضد دسیسې وي.

که متحده ایالات په ټوله کې په دې کې پاتې راشي چې اوسني پېچلي وضعیت ته په دې حساس پړاو کې عملي ځواب وړاندې کړي، طالبان –چې د پاکستان په ګډون له یوې اوونۍ راهیسې ناراضه دي- ښايي د سولې له هڅو په شا شي او یو ځل بیا بُن‌بست رامنځ ته کړي، هغه به بیا ناممکن وي چې له راتلونکي نومبر وړاندې بیا مات شي؛ ځکه بیا به تاسې د دویم دور ټاکنو ګټلو لومړیتوبونو ته پام اړوئ.

د اوسني حساس پړاو اړتیا ډېرې باریکې او رښتینې دیپلوماسۍ ته ده چې د داسې چارواکو له خوا رهبري شي چې د هېڅ لوري او طرف پر ضد هېڅ ډول شخصي عقده او کینه ونه پالي.

ښاغلی ولسمشر، یوازې تاسو د روغې جوړې په ماموریت کې د دې ښويېدو مخه نیولی شئ. اجازه مه ورکوئ، چې دا ستر فرصت ستاسو په شاوخوا کې د څو تنو د لنډو تنګو ژیو پولیټیکي موخو له امله له لاسه ورکړل شي.

ستاسو نیت واضح دی؛ خو څوک مو چې د ستونزې د «حلوونکي» په توګه ټاکلی، ښايي د هغه نیت روڼ نه وي.

دی اوس د یوه «سولې ماتوونکی» په توګه راڅرګند شوی، نه د سولې رغوونکي په حیث. نو تاسې ته په کار ده چې دا تګلاره بدله کړئ، که غواړئ چې په افغانستان کې سوله وژغورئ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

افغانانو! د پاسنی لیک کټ مټ د ایی ایس ای دی.ټول افغانان په دا پوهیږی چه سوله ته څوک لغته ورکوی.خلیلزاد که پاکستان

لونګ
میلمه
لونګ

پاکستانی ډیر منافقه او شرر اندازه دي. لکه چی می په ابتدا کی ویلی وو اوس هم وایم: هری جلسی کی چی پنجابیان حضور ولری د هغی جلسی نتیجه به ناکامی وي. په والله قسم چی پاکستان نغواړی چی زمونږ ملک کی سوله راشی. هغوی خپلی منافع د مونګ د وطن په بربادی کی وینی. هغوی غواړی چی خپل نیابتی جنګ د طالبانو په وسیله دلته پر مخ بوځی. هغوی پدی پوه دی چی کی د وطن سوله راشی بیا به ډیر زر د پښتون انقلاب پاکستان هم تجزیه کړی.

جميل
میلمه
جميل

زما په اند خليزاد به نورلدی ماموريته و ايستل شی او ټرمپ به دی هم ناکام اعلان کړی . خليلزاد ډير احمق دی ، ټرمپ ئی ليږی د سولی لپاره خو دا احمق په سوله کی جنګ لټوی . ټرمپ بايد پدی پوه شی چی دا احمق نه يوازی دا چی خپل رئيس ته وفاداره ندی ، خپل هيواد امريکا ته هم خاين دی . د خليلزاد دوه مخی او د سولی لپاره خيانت بايد چی د طالب استازو له خوا د يو سر خلاصی ليک په بڼه د ټرمپ او امريکايی ولس تر غوږو ور وسول شی او د… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

خليلزاد د سولې په مذاکراتو کې تر ټولو مناسب شخص دی، دده حساسيت له پاکستان سره د طالبانو په ګټه دی، او طالبان بايد کافي زغم ولري، ځکه چې د خليلزاد مانورونه به شايد د طالبانو لپاره مثبتې پايلې ولري.

دا پورته ليک چې د پاکستان له ادرسه ليګل شوی داسې څرګندوي لکه د سولې د تار يو سر چې له پاکستان سره وي او په دې منځ کې يوازينی خنډ خليلزاد قلمداد شوی.