نړۍ

د بحرین او خلیج هوايي شرکتونه احتجاجا نور لبنان ته سفر نه کوي

bahrain_airlineنن ټکی آسیا: د بحرین حکومت خپل او د خلیج مسافري الوتکو ټوله سفرونه د نامعلومه وخت لپاره لبنان ته لغوه کړي،  او ویلي چې دا قدم یې ځکه پورته کړی ځکه چې د لبنان په حکومت کې داخل د شیعه ګانو تنظیم (حزب الله) د بحرین په کورني چارواکو کې مداخله کوي.

د بحرین د مسافري الوتنو سازمان ویلي چې دا فیصله وروسته تر هغه سوې چې د لبنان د حکومت د ځینی چارواکو

له خوا د بحرین او د بحرین د خلګو او شاهي کورنۍ په اړه غیر مسوله څرګندوني شوي.

 

او زیاته کړې ده چې دا رنګه څرګندوني او اجراءات به د لبنان اړیکي د بحرين په ګډه د ټولو خلیجي هیوادونو سره خرابي کړي، او په سیمه کې به د لبنان مصلحتونو ته تاوان ورسوي.
ددې تر مخه بحرین خپل اولس ته مشوره ورکړې وه چې لبنان ته سفر ونه کړي، او څوک چې هلته دي، ژر تر ژره ددغه هیواد څخه ووزي.
بحرین د حسن نصر الله چې په لبنان کې د شیعګانو د تنظیم حزب الله مشر دی، هغه څرګندوني په کلکه غندلي وې چې په هغه کې نومړي ویلي وو، چې دی د بحرین د شیعګانو پاڅون ستايي او ملاتړ یې کوي.
ددې تر مخه ایران هم ددغو مظاهرو ملاتړ اعلان کړی وو، او بحرین ته د خلیجي هیوادونو د ګډو دفاعي ځواکونو ورتګ یې غندلی وو.
د یادوني وړ ده چې د بحرین په شمول عربي هیوادونه دا وخت د سختو احتجاجونو او مظاهرو سره مخ دي، مګر د بحرین ځانګړتیا دا ده چې هلته صرف شیعه مذهبه خلګ را پاڅېدلي او خپل مظاهرې یې د طایفي او مذهبي بیناد پرستي  پر بنسټ پرمخ بېولي چې دا ددوی مظاهرې تر سوال لاندي را وستلي او په عربي نړی کې ورته د شک په نظر کتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x