ټاکنې سل په سلو کې ناکامه کیږي

احمد مختار

د امریکایانو په دستور ځنډول شویو ټاکنو لپاره د هغو د نوماندانو نوم لیکنه ښه په درز کې روانه ده.

تر اوسه پوري د یادو ټاکنو لپاره د احمد ولی مسعود، محمد حنیف اتمر، عبدالطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، عنایت الله حفیظ، زلمی رسول، نورالحق علومی ، فرامرز تمنا او انجنیر صیب حکمتیار په ګډن لسو تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.
اوسني ارګ مشر ښاغلی غنی ، د هغه اجرائیه مشر عبدالله عبدالله به ښايي نن خپل نومونه د ټاکنیزو نوماندانو په لیست کې ولیکي.

د تر سره کیدونکو ټاکنو اکثریت نوماندان ټولې هغه سولیدلې څیرې دي چې ولس یې په تیرو ۱۷ کلونو کې کړنې او ژمنې لیدلې او په راتلونکې کې ورڅخه د هیڅ مثبت بدلون تمه نه لري.

د هغوی په جمله کې یو هم ښاغلی غني دی چې په باور یې په دوهم ځل نوماند کیدو سره غواړي هغه آرمانونه پوره کړې کوم چې په تیرې ولسمشریزې دورې کې تري نیمګړي پاتي دي.

ولس ولیدل چې د نوموړي د متنازع حکومت ټوله پنځه کلنه دوره له خپل اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ، لومړی مرستیال جنرال دوستم ، په ښې حکومت ولي کې ځانګړې استازي احمد ضیاء مسعود او د کابینې له نوروغړیو سره په شخړو او ناندریو تیره شوه.

د امریکایانو له لوري پر افغانستان د بمونو د مور کارول، د داعشي وحشتګرو ژغورل ، د ډیورنډ منحوسې کرښې په رسمیت منلو سره د هغې په امتداد د اغزن تارغزول ، د ټرمپ د جنګي ستراتیژي په ترڅ کې پر ولسي افغانانو د ۶۰۰۰ بمونو غورځول او د طالبانو په مقابل کې د ۶۰٪ سلنې خاورې له لاسه ورکول د ښاغلي غني د تیرې حکومت ولۍ مهمې لاسته راوړنې دي.

د زړونو مالک عالم الغیب خدای دی چې د ده په زړه کې به ځوریدلو افغانانو ته نورڅه پاتې وی چې دی یې د پوره کیدو په هیله دی؟

سره له دې چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پټې او ښکاره کمپاینې هلې ځلې ښې په زورکې روانې دي مګر د هغو کم او کیف ته په کتوسره داسې ښکارې چې هغه سر له اوسه لا په ناکامي محکومې دي.

د ناکامې یوه نښه یې داده چې هغه د ولسي غوښتنې پر اساس نه ؛ بلکې د امریکایي دستور د یوه بدیل په حیث تر سره کیږي ، بدیل په دې معنی چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مخکي ترمخکې مذاکراتي خبرې روانې دي ، که دا خبرې بریالۍ کیږي بیا به نه غني ، نه د هغه حکومت او نه هم د هغه له لوري اعلان شوې ټاکنې وي ، او که هغه لکه د اوس په څیر له ستونزو سره مخ کیږي بیا به همدا ټاکنې د یوې بل امریکايي پلان لپاره یوبدل وي چې پر افغان ولس به عملي کیږي او پایلې به یې د امریکا له سفارته د یوه نوماند په ګټه اعلانیږي.

په پورتنۍ علامې علاوه د یادو ټاکنو د ناکامي یوه بله ستره نښه په هغه کې د ښاغلي حکمتیار ګډون دی کوم چې تیره ورځ یې رسما له خپلو دوو مرستیالانو سره یوځای په ټاکنیز دفتر کې خپل نوم ولیکه.

مونږ دلته د ښاغلي حکمتیار په شخصیت هیڅ خبره نه کوو خو هسي د تیرو تجربو په مټ یوه وړاندوینه کوو او هغه دا چې د هیواد په تیرو۴۰ کلنو تحولاتو کې چې چیرته هم د نوموړي قدم ښودل شوی هغه کار نه ښه ورځ لیدلې او نه هم کامیابه شوی.

avatar
6 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد منصور
میلمه
حامد منصور

سل په سله کې ناکامه ټاکنې !
مختار صیب ستاسی د لیکنې سرلیک په لوستلو سره هیښ شوم چې څرنګه مو د ټاکنو د سل په سله ناکامي وړاندوینه کړې ده، خو چې له لیکنې سره مل انځور مي ولید نو ما هم وویل چې ريښتیاهم په هغو کې داسې څوک ګډون لري چې ناکامي یې سل په سلو کې حتمي کوي … حکمتیار صیب یادوم ، پل دې بختور وي !!!

لونګ
میلمه
لونګ

چیری چی د طالب نوم ده هلته بدبختی، فقر او جهالت دي. د حکمتیار قدم په ابتدا کی سبب د جهاد د روسانو په مقابل کی وو چی نتیجه یی ټولی نړی ته معلومه شوه چی روس ټوټی ټوتی شو. دا خبره ستاسو بالکل غلته ده چی انتخابات به د حکمتیار به سبب د ناکامی خواته ځی. بیا تاسی ولی نه ورځی، ورشی او دا انتخابات تاسی چی په خلکو کی محبوبیت لری، د ځان وژنی فرهنګ مو د افغانانو په تاریخ ثبت کړی ورشی او دا انتخابات تاسی وګټی او مه پریږدی چی ناکام شي.

افغان
میلمه
افغان

حكمتايار خاين غلام

ابو فرحان
میلمه
ابو فرحان

وه دی الله .بندگانو.له الله خوف وکی.قسم فه الله که طالبان خبر هم وی بس موز افغانان به کله پوکیگوه دا کفار له ملکه ورک کری نور به الله خیر کی دی حکمتیار.له چا سره مشکل جور کری.کنه له 1992 تر 1996 تاریخ شاهید.ده.ان.شاالله

هارون
میلمه
هارون

په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي حکمتیار د بري چانس زیاد دی ځکه چې یوه مرستیال یې نکټایي اچولې وه. خندا به په کې نه وي.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مختار صاحب ښی چاری، دا چه تا لیکلی چه اولس کالونو کی کوم مثبت بدلونه نه دی راغلی.دا خبره سره د زه توافق نه لرم.په تیرو اولس کالونوبدلون څه چه بدلونونه راغلی.یو غټ بدلون یی دا چه زه د سټتی په کنډو کی ناست له ټوله دنیا سره په انتېرنېت وصل یم.برق راراوان دی ،پوخ سړک.تیلفون مټی هم ولاړی دی،پوهنتونونه،شفاخانی ،هر څه مو په دا اولس کالو کی پیدا کړل.که جنګ جدل نه وی اوس به افغانستان کی څوک په نهره نه څملاستل. انتخبات به کامیاب کوو.مستحق سړی به کامیاب کوو.ووټونه به ورکوو،فرق نه کوی که ګوتی مو هم پری… نور لوستل »

حماد
میلمه
حماد

یوه انګیرنه په طالبي فکر کې داده چې هر څه ته د امریکایې نوم ورکوي، په افغانستان کې روان هر خوځښت له دوي پرته ته د امریکایې پروژې نوم ورکوي،
سړی حیران شې چې دا څنګه امریکا ده چې هر څه کوي او کولای یې شې خو څه چې نشې کولای هغه داده چې یوازې طالبان نشې ختمولی، نه یې پټن ځایونه مالومولی شې او نه یې په نظام کې دوي ته د فعالیت زمینه سازو څرک لګولی شې

مجاهد
میلمه
مجاهد

ځينو فطری بدمرغو خو د یو څو ډالرو د پاره له هر څه تیر شوی امریکایی هر څه ده چه له دوی سره د مادیاتو او معنویاتو معامله لری . شرم او غیرت خو کډه کړی مګر له حساب کتاب هم نه ډاریږی. د سټو کنډو کی د تکلیفونو فعالیدلو په واسطه مو چه خپلواکی له لاسه ورکړی مهمه نه ده. ټاکنی په اشغال شوی هیواد کی ؟ او د ټاکنو اخره کی رایوی فلش او ریسان مو د امریکا سفارت کی ټآکل کیږی. د لوړپوړو غلامو چارواکو کورونه، لیاری او دفتری د سوربریتو له خوا څآرل او ساتل کیږی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهد صاحب . ټول مسلمانان وایی چه. اعوذو بالله من الشیطن الرجیم.ترجمه، یا الله ج پناه دروړم له رټلی شیطان څخه.خو تا عملا له الله ج او له اسلامی هیواد او له مسلمانانو څخه پناه وروړه، رټلی دجال انګریز لندن ته، اوس له لندن څخه جهاد کوی کابل او افغانستان کی،ولی دا لندن کی جهاد نشته؟ایا لندن دارالسلام شو؟ولی همدا لندن کی جهاد نه کوی ؟ په ټول کابل ،حتی ټول افغانستان کی د اذانو نو تکبیرونو وی.او ته له لندن څخه جهاد کوی په افغانستان کی؟ موږ خپل حال ته پریږده ،په زخمونو مو مالګی مه دوړوه،د انګریز نیشنلتی… نور لوستل »