ولسمشريزې ټاکنې: ډاکټر عبدالله د جمعيت ګوند له لوري نوماند شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د افغانسان اجرئيه رئيس ډاکټر عبدلله عبدالله د افغانستان د جميعت ګوند څخه په رسمي توګه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو.

د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني په رسمي توګه نوموړی د خپل ګوند د نوماند په توګه معرفي کړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې صلاح الدين ربانی وويل چې د ګوند د رهبرۍ شورا په غوڅ اکثريت يې ډاکټر عبدالله عبدالله د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماند په توګه اعلان کړی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ويلي دي چې که واک ته ورسيږي نو په حکومت کې به د پراخو اصلاحاتو له پاره کار کوي.

عبدالله زياته کړه چې اجراييه رياست به په خپل ځای پاتې وي او د هغې چوکۍ له پاره به له ټاکنو وروسته رئيس او دوه مرستيالان ټاکل کيږي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستيال رشيد دوستم او د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوهم مرستيال کريم خليلي په ګډون د جنبش او وحدت ګوندونو يو شمیر نورو غړو هم له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

څو شيبې وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلو مرستيالانو او پلويانو سره د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ورغی او هلته يې په رسمي توګه نوم ليکنه وکړه.

ډاکټر عبدالله په دې ټاکنو کې بابر فراهمن د لومړي مرستيال او اسدالله سعادتي د دوهم مرستيال په توګه اعلان کړي دي او دواړه مرستيالان يې له دوو ګوندونو څخه ورمعرفي شوي دي چې بابر فراهمن يې د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند له لوري او اسدالله سعادتي د وحدت له ګوند څخه دی چې مشري يې کريم خليلي کوي.

درې ورځې وړاندې ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه سره سلا مشورې شوې وې او اشرف غني غوښتل چې ډاکټر عبدالله د خپل لومړی مرستيال په توګه وټاکي خو کومې موافقې ته سره نه وو رسېدلي.

د ډاکټر عبدالله له نومليکنې سره ولسمشريزو ټاکنو ته د ثبت شويو نوماندانو شمير ۱۴ تنو ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې ده چې د نن ورځې تر پايه پورې چې په ټاکنو کې د نوم ليکنې وروستۍ وخت دی، ځينې نور نوماندان هم نوم ليکنه وکړي.

تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن، ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبيل، ابراهيم الکوزی او احمد ولي مسعود هم د ولمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د