شيخ الحديث مولانا حمدالله جان ډاګۍ

آه! د علومو هغه ځلاند کهکشان ….

استاد العلماء مولانا حمد الله جان هم د هسکه پریوت …!

ابو ظهیر شمس

ستر مفسر، نومیالی محدث او وتلی مناظر عالم مولانا حمد الله جان داجوي( ډاګۍ بابا) چې دڅه وخت راهیسې ناروغه واو دپيښور په یو روغتون کې ترتداوي لاندې ولیکن ناروغې یې مسلسل زیاتیده بالاخر د هفتې په ورځ د جنوري په ۱۲مه نیټه ( ۲۰۱۹ ز) د اخرت په سفر د تللې قافلې سره یوځای شو انا لله وانا الیه راجعون

د شک پرته استاد المحدثین حضرت مولانا حمد الله جان اوس مهال نه یواځي په پاکستان او افغانستان کې بلکې د هند او منځنۍ اسیا پر ګډون په ټوله سیمه کې یوبې جوړې مفسر، محدث ، د اسلامي علومواو فنونو داسمان یوځلیدونکی کهکشان و مرحوم په یو وخت جامع او مانع شخصیت و چې په تفسیر، حدیث، فقه، اصول فقه، منطق، فلسفه،مناظره، علم کلام، نحو وصرف، شعرو ادب … یعنې هم په الیه او هم په عالیه علومو او فنونو کې یې بشپړ او کامل مهارت درلود او په دې علاوه دتصوف او روحانیت په میدان کې هم په څلور واړو طریقو کې مجاز و او دعملیاتو دفن ماهر و.

مرحوم په ۱۹۱۴ز کې کال کې زیږیدلی و، چې په دې حساب یې ټول عمر یوسل پنځه کاله راځي، دمعتبرلیکوال اوعالم مولانا ابن الحسن عباسي په وینا: اوس مهال دعمر او علم دواړو له پلوه په هند، پاکستان او افغانستان کې هیڅ عالم هم دمولانا حمد الله جان ( ډاګۍ بابا) سره برابر او سیال نه و.

زده کړې:

استا د العلماءمولانا حمد الله جان (رح) دوخت او زمانې له مشهورو او جیدو علماوو نه دیني علوم لوستي وو او په دې توګه خدای بښلی دډیرو عالي سندونو او نسبتونوامین ګڼل کیده، زده کړې یې په پیل کې یې ترپنځم ټولګي ښوونځی خپل کلي( ډاګۍ) ته څیرمه په یارحسین کې لوستی و او بیا ددیني علومو ابتدائي کتابونه یې دخپل پلار علامه عبد الحیکم رح او دخپل تره مولانا محمد صدیق ( دمیبذي محشي) څخه ویلي وو او هغوی دواړه د دارلعلوم دیوبند فاضلان اودحضرت شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي (رح) شاګردان او دحضرت علامه انورشاه کشمیري (رح) دسبق ملګري وو او دنورو مروجه فنونو کتابونه یې داکوړه خټک [دارالعلوم حقانیې] دپخواني شیخ الحدیث او ستر فقیه مولانا مفتي محمد فرید(رح) دپلار حضرت علامه مولانا حبیب الله رح څخه په زروبۍ او مردان کې ویلي وو دیادونې وړده چې مولانا حبیب الله زروبوي رح د ډاګۍ بابا دپلار ( علامه عبد الحکیم) او د تره ( مولانا محمد صدیق) شاګردو.

بیا د نورو سبقونو ویلو په غرض دارالعلوم دیوبند ته لاړ، هلته دڅه وخت تیرولو وروسته دسهارنپور( هند) مظاهر العلوم ته لاړ، چیرته یې چې درې کاله تیر کړل او په ۱۳۶۶ هق( ۱۹۴۷ز) کې دسهارنپور ( مظاهر العلوم) څخه فارغ شو ، په مظاهر العلوم کې یې د بخاري شریف لومړی جلد او سنن ابو داؤد یې له برکة العصر ریحانة الهند شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا (رح) نه ، دبخاري شریف دوهم جلد دمولانا عبد الطیف مظفرنګري نه ، سنن نسائي له مولانا اسعد الله او ترمذي شریف او معانی الاثار دوخت د ستر ولي اولوی محدث مولانا عبد الرحمان کامل پوري( کیملپوري) او صحیح مسلم او څه برخه دابن ماجا او دواړه موطائینو یې د مولا نا منظوراحمد (رح) نه لوستي وو.

حضرت شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا(مهاجر مدني) (رح) ته دهند علماء دهغه ستر محدثانه شان او علمي مقام ته په احترام ( دبرکة العصر، ریحانة الهند القاب وصفات کاروي) رښتیا هم هغه دهند له نیمې وچې نیولې ترعربي هیوادو او آ ن ترافریقا ددعوت وعزیمت دقافلې هغه سر لاری محدث، عالم او روحاني مرشد و چې داسلام دبل مشال دلا روښانه ساتلو لپاره یې شپه ورځ په ځان یو کړې وه او دزمانې د جهل او جبر دتیزو او توندو سیلیو سره یې په ځوانمردانه همت مقابله وکړه او دعلم ،تدریس ، تبلیغ و ارشاد په لاره کې یې بیدریغه ستړیاوې وګاللې ،الله تعالی ورته دنورو علومو او فنونو سربیره په نبوي احادیثو کې دومره جامعیت ، کمال او پکې خاص شغل ورکړی و چې [شیخ الحدیث] لقب یې داسم ګرامي نه جزء بلکې دهغه قایمقام ګرځیدلی و، د هندوستان او پاکستان په علمي او دیني حلقو کې چې نن د[حضرت شیخ الحدیث] لفظ دچا له خولې ووزي، فوراً ذهن دنوموړي دذات په لوردرومي؛ او حقیقت همدا دی که په حقیقي او واقعي توګه څوک دشیخ الحدیث دلقب مستحق او وړ و؛ هغه دشیخ الحدیث مولانا محمد زکریا ( مهاجر مدني) (رح) ذات اقدس و، مولانا حمد الله جان داجوي (رح) دهمدي ممتاز محدث دعلمي او روحاني معارفو رښتینی امین او وارث و او هم د هغه دفیضان او معارفو وروستۍ یادګاراو نښان پاته و ، چې دژوند ترپایه د خپل شیخ دتشریحاتو سره سم یې دعظیم الشان قرآن تفسیر او دنبوي احادیثو تدریس دژوندانه خوږه مشغله ګرځولې وه او حضرت مولانا عبد الرحمان کامل پوري ( کیملپوري) (رح) هم یوه لویه علمي هسته او دهند دنیمې وچې هغه ممتاز محدث و،چې حکیم الامت مولانا محمد اشرف علي تهانوي (رح) په غیاب کې هغه مجاز او خپل خلیفه ګرځولی و کله چې یې هغه ته په غیاب کې دخلافت سند ور واستاوه!! نو مولانا اشرف علي تهانوي (رح) ته یې ولیکل :حضرت! ما خو لا بیعت ندی کړی؛ نو څنګه دخلافت وړشوم؟ په ځواب کې مولانا اشرف علي تنهانوي (رح) ورته ولیکل [زما په نزد اهلیت شرط دی نه بیعت ؛] په تاکې اهلیت شته دی او همدا دخلافت لپاره کفایت کوي؛ نوموړی اصلاً داټک ضلعې دمولانا نصیر الدین غورغشتوي (رح) سیمې ( غورغشتو)ته څیرمه د بهبودې سیمې پښتون عالم و، چې د محدث العصرمولانا محمد یوسف بنوري (رح) دوفات وروسته دهغه دځای ناستي او علمي وارث مولانا مفتي احمد الرحمان او د پینډۍ صدربازار دجامعه تعلیم القرآن دپخواني مهتمم مولانا قاري سعید الرحمان پلار و او دپنجاب دجمعیت داوسني امیر مولانا ډاکټر عتیق الرحمان نیکه کیده، مولانا حمد الله جان (رح) له هغه نه ترمذي شریف او شرح معاني ا لاثار لوستي وو.

ډاګۍ بابا  چې کله دمظاهر العلوم څخه فارغ شو، دمظاهر ا العلوم یادو استادانو رایه داوه چې نوموړی باید هم هلته مدرس پاته، شي خو داچې دغه کال ( ۱۹۴۷ز) له هندوستانه دانګریزي ښکېلاک داشغال په پای ته رسیدو پخوانی هندوستان په دوه جلاهیوادونو( پاکستان او هند) وویشل شو ،په دې وجه دواړو غاړوته په تګ راتګ کولوکې مشکل و، ډاګۍ بابا هغوی ته په عذر ویلو خپلې پلارنۍ سیمې ډاګۍ ته راغی او دلته دخپل پلار( علامه عبد الحکیم او دتره مولانا محمدصدیق (صاحب محشي میبذي) په دیني درسګاه کې یې درس و تدریس پیل کړ او دتدریس په دوران کې یې مختلف علوم اوفنون تدریس کړل اوتروفات پورې پخپل کلي( ډاګۍ) کې یې دتدریس سلسله جاري ساتلې وه ، دګڼو نورو مدرسو او جامعاتو لخوا دبیا، بیا دعوت باوجود دخپل کلي څخه بیرون لاړنشو او یواځي هغه مهال چې کله په افغانستان کې دطالبانو داسلامي تحریک لخوا د هیواد پلازمینه کابل فتح شو او اسلامي امارت قائم شو دامارت دپوهنې د وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب په زیات کوښښ او اصرار یې کابل ته دهغه بلنه او منله او په ( جامعه فاروقیه) کې یې دشیخ الحدیث په حیث لویه دوره شروع کړه، په دغه موده کې هم تري په زرګونو علماوو او طالبانو استفاده وکړه او ترهغه وخت پورې په کابل کې یې تدریس جاري و چې امریکا په افغانستان ویرغل وکړ اودامریکا دبریدونو او حملو وروسته هم ترڅو ورځو په جامعه فاروقیه کې پاته و او پکې خپل تدریس روان ساتلی و.

ډاګۍ مولانا صاحب هرکال دلویې دورې نه علاوه په کال کې څلویښت ورځې دعظیم الشان قرآن دتفسیر دوره هم کوله، چې دشعبان د۱۵نه به درمضان تر۲۵ روانه وه،اوپه هغه کې به په لوی شمیر کې بالفعل مدرسینو علماوو ګډون کاوه،نو ویلی شو چې ډاګۍ بابا یو جامع علمي شخصیت و چې هم مفسر و او هم محدث، هم فقیه هم او هم مناظر ، هم په منقولاتو کې امام و او هم په معقولاتو کې ؛ چې دعلمي زوال په دې دور کې شاید په لري او نیږدي هیوادو کې له دې پلوه ورسره بل څوک برابر نه و.

دیني مفکر او شیخ الحدیث مولانا زاهد الراشدي په وینا: مولانا حمد الله جان (رح) یو داسې رښتنی جامع عالم و چې یوځل دسوونو علماوو په یوه مجمع او غونډه کې داسلامي معاشیاتو په موضوع دومره جامع ، مدلل او بامعنی تقریر وکړ، چې په اوریدو سره یې زما زړه زړه باغ باشو او په لومړي ځل راته دا جوته شوه چې دعلامه شمس الحق افغاني (رح) ،مولانا مفتي محمود (رح) او مولانا مفتي محمد تقي عثماني مدظله نه وروسته مولانا حمد الله جان هغه لومړی مشر دیني عالم دی دنورو علومو ترڅنګ د اسلامي معاشیاتو په فن هم مکمل عبور لري، دتقریر وروسته مې ورته وویلي: حضرت !ستاسو عمومي تعارف خو داختلافي مسائلو په اړه دیردی؛ داخو ته زموږ دلین سرلاری او رهبر هم یاست!! موسکی شو او دخپل یو معاصر نوم یې یاد کړ، چې د هغه په وجه زه په ځینو مسائلو کې ښکېل شوم، کنه زما خپل ذوق هم دادی…

د مولانا حمد الله جان (ډاګۍ بابا) یوه بله ځانګړتیا داوه چې مرحوم د افغاني علماوو او طالبانو سره ډیره د خلوص او شفقت نه ډکه راشه درشه درلوده او هم د افغاني علماوو او طالبانو ډیر دروند اکثریت دهغه بالذات شاګردان دي، په دې وجه دافغاني علمي حلقو دننه یې زیات احترام، شهرت او پیژندګلوي درلوده، داسلامي امارت له دورې وړاندې دهجرت په دیار کې افغاني طالبانو د نیږدي ټولو ولایتونو په سطحه داهلسنت والجماعت په نوم جلا، جلا منظمې جوړې وې چې د هرکال په پای کې به دهر ولایت طالبانوخامخا په یو کیمپ یا مدرسه کې دخپل ولایت دطالبانو کلنۍ غونډه جوړوله، په هغو غونډو کې مشرمیلمه عالم او ویناوال به ډاګۍ مولانا صاحب و ، چې دهر ولایت طالبانو به خامخا دعوتاوه او مولانا صاحب به هم په ورین تندي دهغوی دعوتونه منل ،او دخپلو ټولو مصروفیتونو باوجود یې دافغاني طالبانو جلسو او پرګرامونو ته وخت ورکاوه او هم یې پکې ګډون کاوه ، په ورته توګه کله چې د اسلامي امارت دوره راغله ډاګۍ مولانا صاحب دامارت دکلکو ملاتړکوونکو څخه و او بالمقابل داسلامي امارت مشرانو هم ورته زیات احترام درلود، څنګه چې دمرحوم دوفات په اړه دافغانستان اسلامي امارت په تعزیت لیک کې هم دمرحوم ډاګۍ بابا په مړینه د زیاتې خواشینۍ ښودو او د علمي او روحاني خدمتونو د ستایلوترڅنګ یې په دي هم اعتراف شوی دی چې هغه مرحوم دافغانستان داسلامي دحقې داعیې کلک ملاتړکوونکی عالم و.

کتابونه :

پښتو یې خپله مورنۍ ژبه وه، خو په هغې علاوه په عربي، فارسي او اردو باندې یې هم مکمل عبور لاره، په خاصه توګه عربي ژبه یې دتصنیف او تالیف ژبه وه او ټول کتابونه یې په عربي ژبه کې لیکلي: البصائر لمنکر التوسل بأهل المقابر، کتاب التوحید، مناظره حرم، معدن الاسرار او د مظاهر القرآن په نوم تفسیر چې لا تراوسه چاپ ندی.

ډاګۍ بابا دوه ودونه کړي وو او د دواړو څخه یې څلور لوڼه او څلور ځامن وو، په ځامنو کې یې پروفیسر فضل الله چې یوښه ادیب، خطیب، عالم وعارف و هغه په ځوانۍ کې وفات شوی ،دوهم مولانا لطف الله څوک چې دمدرسې ناظم تعلیمات دی ، دریم ډاکټر انعام الله خان څلورم اشفاق الله خان چې د ایکسپریس په نوم د یو میډیا یي ګروپ مشرې کوي.

دا چې مولانا حمد الله جان صاحب ته الله تعالی څه باندې سل کاله عمر ورکړ او په دغه ټوله موده کې الله تعالی تري په زرګونو علماوو ته علمي فیض په نصیب کړ، کوم چې اوس مهال دنړۍ په مختلفو برخو کې په مختلفو دیني او علمي خدمتونو بوخت دي او دمرحوم لپاره صدقه جاریه دي، دوفات دخبر په اوریدو سره یې دهغوی ټولو سترګې په اوښکو نمجنې شوې او په جنازه کې یې دلکونو خلکو څپڅپاند سمندرته ورته ګډون وښوده چې مرحوم دالله تعالی دبنده ګانو په زړونو کې دمحبت ځای درلود ، په لوی شمیر کې عام مسلمانان ، علماء او طالبان یې عقیدمند وو، بدون شک که دتورخم په پوله دتګ راتګ مشکلات نه وای او دپخواپشان د ازادانه تګ راتګ فرصت وای ؛ جنازې ته به یې له افغانستانه هم په لوی شمیرکې خلک راغلي وو، دمرحوم دځوی اشفاق الله خان په وینا: چې دوی دجنازې لپاره شپیته جریبه زمکه برابره کړې وه، په کومه کې چې داووه لکه شاوخواخلکو د ځائیدو ګنجایش و خو هغه پوره نشوه او جنازې ته راغلي خلک پکې ځای نشول نو په دي توګه دمرحوم جنازه داسلامي تاریخ یوه لویه جنازه ګڼل کېدای شي ….

په پای کې دادعاء کوو چې الله تعالی دي په جنت کې دمرحوم درجات لوړ کړي او دنوموړي، شاګردانو، عقیدتمندو او کورنۍ ته دي دجمیل صبر توفیق ورکړي آمین یارب العالمین

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

انا لله وانا اليه راجعون مرحوم مولانا حمد الله جان ډاګۍ صاحب او نورو ټولو عالمانو او حقدارانو ته دي الله جنتونه ورکړي.