ولسمشریزې ټاکنې: محمد اشرف غني هم نوم ليکنه وکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ۱۳۹۸ لمريز کال د ولسمشریزو ټاکنو له پآره د نوم ليکنې بهير چې نن ورځ پای ته رسيږی په وروستۍ ورځ د ګډ حکومت دواړو مشرانو رسماً نوم ليکنه وکړه.

نن له غرمې مخکې اجرائيه رئيس د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ورغی او هلته یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره نوم ليکنه وکړه.

څو شيبې وړاندې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني هم د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ولاړ او هلته يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره نوم ليکنه وکړه.

محمد اشرف غني په دې ټاکنو کې امرالله صالح د لومړي مرستيال او سرور دانش د دوهم مرستيال په توګه اعلان کړي دي.
نوموړي له نوم ليکنې وروسته رسنيو ته ويلي دي چې د تاريخ هغه باب به بشپړوي چې بنسټ يې امان الله خان ايښی دی.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې حکومت به يې عدالت پلی کوي او د بې عدالتيو مخه به نيسي او يو قوي دولت به رامنځته کوي.

محمد اشرف غني وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به د ولسی جرګې د ټاکنو د پايلو په څېر نه وي او هيله لري چې ولسمشريزو ټاکنو پايلې به په يوه ورځ کې اعلان شي.

د محمد اشرف غني له نومليکنې سره ولسمشريزو ټاکنو ته د ثبت شويو نوماندانو شمير ۱۵ تنو ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې د نن ورځې تر پايه چې ولسمشريزو ټاکنو ته د نوم ليکنې وروستۍ وخت دی، ځينې نور نوماندان به هم نوم ليکنه وکړي.

تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن، ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبيل، ابراهيم الکوزی، ډاکټر عبدالله او احمد ولي مسعود هم د ولمشرۍ ټاکنو
ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د