افغانستان

لوګر بريد؛ د والي ۱۸ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ په سفيد سنګ سيمه کې ددې ولايت د والي په موټريز کاروان برید وشو چې له امله يې ۱۸ تنه ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنيه قومندانۍ وياند شاه پور احمدزي رسنيو ته ويلي دي چې د والي محمد انور خان اسحاقزی په موټريز کاروان موټر بم بريد له امله اته تنه سرتيري وژل شوي او ۱۰نور ټپيان دي او د ځينو روغتیايي وضعيت د انديښنې وړ دی.

شاه پور احمدزی وايي چې په دې پيښه کې د لوګر والي او د امنيت امر ته کوم زيان نه دی اوښتی او هغوی له دې بريد څخه روغ وتلی دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې بريد مسؤليت منلی او ویلي يې دي چې دا موټر بم بريد د دوی له لوري شوی دی او هدف يې د والي د ساتونکو او ځانګړو عسکرو هغه قطار و چې وخت په وخت په سيمه کې په کورونو چاپې اچوي.

طالبانو په دغه سرتيري بريد کې د ګڼ شمير عسکرو، افسرانو او امنيتي مسؤلينو د وژلو او ټپي کېدلو ادعا کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

دا خو والله که کومه توره وی.چه افتخار په وشی.دا خو افغان وژنه ده.ډ
دا د واقعه له ځای څخه یو څو کیلو متر لیری ،یوه شفاخانه یعنی د پښتورګیو هسپتال په نوم پاکستان شروع کړی ،په دا لس کالوکی بشپړنه شو ،نور به څومره وخت ونیسی ،
طالیبانو باید دا پاسنی بمګزاری په ځای دا شفاخانه اباده کړی وی.الله ج به جنتونه ورکړی وای.
اخر قتل شوی ته د الله ج جنتونه وارثانو ته د زړه صبر الله ج ورکړی.الله ج دا اخری غم کړی.

عبدالله

سوک مو ووژل خپل ورورنه افغانان خپل خویندی مو کوندی کری خپل وراره گان مو یتیمان کرل کاش امریکایی یا کافر پکشی وژل سوی وای. هغوی چی په کورو چاپی اچوی هم ظلم کوی لژ سر سره خلاص کری الله پاک ته په قیامت کی تاسو دواره سه جواب وایاست. یا الله ته راته هدایت او رحم وکری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x