د ټولنې خدمت یو مهم مکلفیت

طالب العلم نذير احمد ايوبي

دا چې د کائناتو له پيله تر دې دمه هر کائن( موجود )ته د خپل ورسپارل شوې مسئولیت( خدمت )د اداينې طوق ور په غاړه دى.او له پيړيو پيړيو راهيسې دا سلسله دوام لري.

خو دومره به وي چې چا به په پوره توګه دا پور پرې کړى وي، د نورو د ملامتياوو نه به يې ځان بري کړى وي او څه ناڅه به داسې څوک وي چې خپل مسئولیت پيژني او تر خپله وسه به يې د پرځاى کيدو په هڅه کې وي چې بيا هم پرې افرين وايو چې دومره احساس ورسره مل دى.

خو بل خوا ډيرى داسې کسان هم شته چې د مسئولیت د پيژندنې او استعداد سره سره؛ بیا هم په خپل ورسپارل شوې امر کې ناغیړي کوي، د ورسپارل شوې مسئولیت چې کوم مفهوم او مصداق دى، ناسم یې تعبيروي او په دې لاره کې د خپل نفسي خواهشاتو ښکار وي.

دا چې د ټولنې د نظام په رغونه او جوړونه کې د جامعې بیلابیل خادمان او اجتماع جوړونکي اشخاص هم خورا ستر رول لوبوي، ټولنیزو چارو ته وده ورکوي او په ښه توګه د روزمره پيښو تعقیب او تحلیل کوي. نو بايد چې هر خادم خپل مسئولیت په ښه عادلانه توګه سرته ورسوي.

ديني عالم باید د ممبر له لارې حقائق رابرسېره کړي على الخصوص هغه مسائل چې زمان او مکان يې تقاضا کوي؛ د درس، تدریس، تصنیف او ژباړې ډګر هم باید تود وساتي؛ وعظ او نصيحت، هغه که عمومي وي او که شخصي، له پامه ونه غورځوي.

شاعر ته هم ضروري ده چې د زمانې او زمانه والو د احساساتو او نظریاتو پوره پوره خيال وساتي؛ د شعر عنوان او محتوا  يې باید یوازې  رخسار، زلفي او شونډې او ظاهري ښایست نه وي بلکې شرعي او د علیاء مصالحو ته باید پام وکړي، ټولنه په سمه خوا رهبري او اذهان په ګټمنو افکارو تنویر کړي.

ليکوال دې هم خپل استعداد په مثبت ډول استعمال کړي، د قلم حق دې پر ځاى کړي او د نشرياتو له پلوه دې خلکو ته اخروي او دنيوي مثبت او منفي اړخونه څرګند کړي؛ چې تر کومه بریده په کومو معلوماتو باندې ډاډه وي، نه دې یې سپموي او د خپل زړه غږ دې  تر نورو  رسوي .

لنډه دا چې د کوم چا چې څه په وس او توان کې وي، او د ټولنې ورته ضرورت وي نو( يابسم الله )مګر يوه يادونه بايد په ياد ولرو او هرومرو يې عملي کړو چې هر څه تر نيت پورې موقوف دي، ثمره به يې د نيت مطابق ورکول کېږي.

نو په هر هغه څه کې چې د شريعت له مخې کوم مشکل نه وي، الهي او د خلكو د اصلاح نيت ولرو؛نو به مو د خالق او مخلوق دواړو رضایت په برخه وي.

ان شاءالله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د