ولسمشريزې ټاکنې: دوو وروستيو نوماندانو هم نوم ليکنه وکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوم ليکنې بهير نن په رسمي توګه پای ته ورسېد.
د ولسمشريزو ټاکنو له پاره نن ورځ د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په ګډون څلور تنو نوم ليکنه وکړه.

نن ورځ د ډاکټر عبدالله او محمد اشرف غني سربيره شيدا محمد ابدالي او نور رحمان ليوال دوه هغه کسان و چې تر ټولو وروسته یې د ولسمشريزو ټاکنو له پاره نوم ليکنه وکړه او په همدې سره د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوم ليکنې بهير پای ته ورسېد.

په ولسمشريزو ټاکنو کې نور رحمان ليوال عبدالهادي ذوالحکمت د لومړي مرستيال په توګه او محمد يحيا وياړ د خپل دوهم مرستيال په توګه ټاکلي دي.

نور رحمان ليوال له نوم ليکنې وروسته وويل چې غواړي داسې يو نظام جوړ کړي چې په هغې کې ولس پياوړی شي.

همدا راز شيدا محمد ابدالي بصير سالنګي د لومړي مرستيال او ذوالفقار اميد د خپل دوهم مرستيال په توګه ټاکلي دي.

شيدا محمد ابدالي په خپلو خبرو کې وويل چې که واک ته ورسېد نو له ځان سره د افغانستان له پاره مهم پلانونه لري خو ویې ویل چې سولې ته به تر هر څه زيات کار کوي او دا يې لومړيتوب دی.

د ولسمشريزو ټاکنو له پاره ټولو ۱۷ تنو نوماندانو نوملیکنه کړې ده او دوی به په راتلونکو تاکنو کې له يو بل سره ارګ ته د لارې پيدا کولو له پاره سيالي کوي.

تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن، ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبيل، ابراهيم الکوزی، ډاکټر عبدالله، محمد اشرف غني او احمد ولي مسعود هم د ولمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د کوم بل چا د خولې کیسه:
د کندهار د اطرافو خلکو هر سرلوڅ کس ته مالیم ( معلم) وایه.
د کرک بازانو او کرک جنګوونکو په ډله کی سرلوڅی د ښار ځوانان هم لېدل کېده.
کله چي به اطراف ته د کرک جنګولو لپاره د ښار څخه خلګ ورغلی وه چي یو نیم سرلوڅی به هم پکې وه نو کله چي به د سرلوڅی ځوان کرک د کوم بل لنګوټه والا د کرک سره په جګړه لګیا ؤ نو په میدان کی راټولو سوو تماشاچیانو به ویل:
آ، مالیم ئې وګټی.

جميل
میلمه
جميل

د دوی د شکلونه خو داسی نه بريښی چی ګوندی دوی دی د افغانانو استازی وی .
عجيبه زمانه شوه ، ټوله چغالان او ګيدړی همدا وايی چی مونږ د زمريانو استازی يو هههههه

غوربندي
میلمه
غوربندي

ګوډاګيانو او جنګي جنايتکارانو د ټرمپ له وړانديز چې ګويا دا لوبه دې وځنډول شي، سرغړونه وکړه.

اوس به وګورو چې ټرمپ به ناشولته غني او سينګاري عبدالشيطان ته کومه سزا وټاکي.