د مرغۍ ليک

 سيد اصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

له کوره بیله شوې یم. بچیان مې په کور کې یوازې دي او ما پسې په چغو چغو ژاړي.

زه هم له سهاره تر شپې چیغې وهم او چا چې بندي کړې یم، ورته ښېرا کوم، خو دا بې فکره انسانان زما له بنده خوند اخلي او فکر کوي، چې زه ورته سندرې وایم، ایا په بندیتوتو کې خوشحالي وي؟

زه شعرونه وایم، خو دوی نالوستي دي او زما د شعرونو په مانا نه پوهېږي. دوی که پوهه درلودی، نو زه به یې نه بندي کولم.

زما د بند د وخت شاعري، د خوشحال خان، اشرف خان او مسعود سعد سلمان له حبسیاتي شعرونو پیاوړې دي، دوی هم په بند کې ښه شاعري کړې ده، ځکه چې د بند د وخت انساني داخلي اغېزې د نورو وختونو بل ډول اغېز لري او زما د ژوند د دننۍ نړۍ کړاونه هم د بند د وخت شاعري ده. زه مې د اولادنو په بېلتون کې د کړاو څخه ډکې قصیدي وایم، خو په دې شعرونو پوهېدل هغه شان انسانان غواړي، چې دوی هم کړاونه لیدلي وی او د دوی په تحت الشعور کې پاتې شوې موضوعګانې له کړاوه ډکې وي.

زه ډېر وخت د مالدارو له خوا بندۍ کېږم او دا چې دوی کړاو لیدلی نه دی، نو ځکه زموږ کړاو احساسولی نه شي. دوی ته انساني کړاو ارزښت نه لري، پریږده زموږ ستونزې.

په نورې نړۍ کې لومړني حقوق زموږ دي، ځکه چې ژبه نه لرو او نورو ته خپل کړاونه ښودلی نه شو، خو دلته لومړني حقوق نه غواړو، یوازې خپل ژوند ته مو پریږدئ.

ولسمشره!

دوه ورځې مخکې یو ښکلی ځوان راغی او زما د حال پوښتنه یې کوله. اول ځل و، چې یو انسان زما پوښتنه وکړه. د الله تعالی شکر مې ادا کړ او هر وخت چې به مې د انسانانو په غندلو کې سندرې ویلې نن مې د دې ځوان په لیدلو یوه ښکلې ستاینه وویله. زه د ځینو انسانانو په شان چاپلوسه نه یم، چې د داسې چا ستاینه وکړم، چې ما ته مال او دولت راکړي. په عربي نړۍ کې لومړنۍ قصیدې د پيسو د لاسته راوړلو لپاره ویل کېدې. په پاړسي ادبیاتو کې هم ډير وخت د ستاینې شعرونه د چاپلوسۍ او پيسو د لاسته راوړلو لپاره ویل شوي دي، خو زه د استاد الفت په شان چې د علامه اقبال، خوشحال، رحمان بابا، ابو علي سینا بلخي او داسې نورو پوهانو ستاینې کولې، زه هم د داسې چا ستاینه کوم، چې د ده په احساساتو کې رښتینولي وینم.

ما چې کله د ده ستاینه پیل کړه، د ده په سترګو کې اوښکې راغلې، پوښتنه مې وکړه: ولې ژاړې؟

ویې ویل: زه چې هره ورځ په دې لاره تیریږم، ستا چغې اورم، خو څه وکړم، چې ستا د خلاصون لپاره زما سره په واک کې څه نشته، ځکه نن راغلم چې تا سره د خپل زړه خبرې شریکې کړم. مه خپه کېږه! که ته بندي یې، نو زه چې تا ته بندي نه ښکارم، په اصل کې له تا بتر یم. زه د غریب سړي زوی یم، نه خپل حق تر لاسه کولی شم او نه نورو ته یې
ورکولی شم. په ښکاره ډول تا ته په مریتوب کې نه ښکارم، خو سوګند دی، چې له تا څخه په ډېرو ستونزو کې یم. ستا د خلاصون واک له تا سره نشته، ځکه چې ستا ټول واک د انسان سره دی، خو زما د ژوند واک زما سره دی، خو د خپل واکه ګټه اخېستلی نه شم. زندان یوازې د پنجرې په مانا نه دی، زه په پنجره کې نه یم، خو دا ټوله نړۍ راته پنجره ښکاري. زما لاسونه او پښې تړل شوي دي.

ژبه لرم، خو رښتیا پرې ویلی نشم. سترګې لرم، خو چې کله ناخوالې او بې عدالتي ووینم، سترګې ړندوم. په غوږونو هر څه اورم، خو د بې وزلي چغې چې پرې واورم، نو هیڅ کولی نه شم.

زما د بدن ټولې غړي زما په واک کې دي، خو چې د ګټې اخېستنې وخت یې راشي، ترې ګټه اخېستلی نشم. نه مې د خپلو لاسونو سمه ګټه واخېسته او نه د خپلو پښو. اوس نو ته ووایه چې ته بندي یې او که زه.

د ځوان د خبرو پر اوریدلو مې په خپل حال شکر وویست او پوه شوم چې له هر بتره بل بتر شته او د هرې لویې ستونزې بله لویه ستونزه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د