ایران ته تللي اکثریت افغان کډوال په نېشه ئي توکو روږدي شوي

احمدشاه راشد

سریزه:

د ژمې په دې سړې هوا کې د افغانستان په ګڼ مېشتو ښارونو خاصتآ کابل ښار په چوکونو، کوڅو او کنډوالو کې هغه ځوانان تر سترګو کیږي چې د سیاسي یا هم اقتصادي مشکلاتو له امله له افغانستان نه همسایه او یا هم د نړۍ نورو هېوادونو ته ګډوال شوي وو. چې اوس یې اکثریت بېرته له بهرنیو هېوادونو په زور یا هم په خوښه افغانستان ته راستانه شوي ي. زیاته برخه یې په مخدره توکو روږدي شوي ؛ نه سرپناه لري او نه هم د روزمره ژوند د پر مخ بېولو لپاره اړین توکي. نه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري د دوی ژوند ته کومه توجه شوې. موږ دلته یوازې په هغه افغانانو باندې بحث کوو چې له افغانستان نه ایران ته د سیاسي یا هم اقتصادي مشکلاتو له امله کډوال شوي وو. او اوس چې بېرته افغانستان ته را ستانه شوي زیاته برخه یې په مخدره توکو روږدي شوي دي.

ولې روږدي کېږي؟ د روږدي کېدو عوامل یې څه دي؟ او افغان حکومت ته څه کول په کاري؟ او دېته ورته پوښتنو ته دلته ځواب ویل شوی.

په ایران کې افغان کډوال:

د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د افغانستان ډېری خلک له افغانستان نه همسایه او د نړۍ نورو ملکونو ته کډوال شول چې زیاته برخه یې ایران او پاکستان ته وو. اوس هم ددې جګړه ځپلي هېواد تقریبآ 2.5 میلیونه اوسېدونکي په ایران کې کډوال دي 1.7) میلیونه یي غیر راجستر او 840000 یي راجستر ښودل شوي دي(.د ایران ټول نفوس ۳ فیصده تشکیلوي، چې 97% يې په ښاري سیمو کې اوسیږي.

د UNHCR او نورو بهرنیو موسساتو د راپورونو په اساس افغان کډوال چې ایران کې اوسیږي اکثریت یې ځوانه طبقه تشکیلوي؛ د دوی اوسط عمر یې ۳۱ کال ښودل شوی.

افغان کډوالو په دې موده کې د بیخی لږ امتیازونو او مزد په بدل کې د ډېرو سختو کارونو لکه کرنې، مالدارۍ، ډبرې ماتولو او ودانیزو چارو په ترسره کولو سره، د ایران په اقتصادي غوړېدا کې د پام وړ رول لوبولی دی.

ددې ترڅنګ د ایران دولت تل له افغان کډوالو څخه د افغان دولت پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. په داسې حال کې، چې افغان دولت له دې امله کوم فشار نه دی احساس کړی او نه یې احساس کوي. له افغان قانونی او غیرقانونی کډوالو سره د ایران د پولیسو چلند هماغه یو ناسیونالیستی لید دی، چې پر قومی برترۍ ټینګار کوی او په کې اسلامی رافت او رحمت هیڅ نه تر سترګو کیږی.

د محمود احمدی نژاد د ولسمشرۍ پرمهال، چې یارانه (یو ډول کوپن دی) لغو شو او په دې توګه د ډوډۍ، اوبو، برېښنا، ګازو او پټرولو بیې څو ځله لوړې شوې، نو د ایران دولت د خپلو وګړو حسابی بانکونو ته په میاشت کې یوه اندازه پیسې زیاتولې، خو د افغان کډوالو په تړاو نه افغان دولت د مسوولیت احساس وکړ او نه له هغوی سره ملګرو ملتو کومه مرسته وکړه. پر دې سربیره، د افغان کډوالو لپاره د ایران د نویو قوانینو له مخې، د دوی اقامتی کارتونه د درې او شپږو میاشتو لپاره تمدیدېږی او د هر تمدید لپاره باید زیاتې پیسې ورکړل شی. کارګر افغانان باید د کار د جواز کارت د نورو پیسو د ورکړې په بدل کې ترلاسه کړی. د افغانانو اولادونه باید په ایرانی ښوونځیو کې د فیس د ورکړې په بدل کې زده کړه وکړی او د روغتیایی لګښتونو په برخه کې هم له هغوی سره هیڅ راز مرسته نه کیږی.

په ایران کې افغان کډوال په دوه برخو وېشلی شو:

• سیاسي کډوالي: هغه کډوال دي چې د شوروي یرغل یا هم د داخلي جګړو له امله کډوال شوي.

• اقتصادي کډوالي: هغه کاریګر ځواک کډوال دي چې انګیزه یې یوازې او یوازې په کار پسې سرګرداني ده.

په ایران کې افغان کډوال ولې په نېشه ئي توکو اخته کیږي؟

ډېری افغانان ایران ته د کار لپاره ځي او بل پر ایران د کډوالو تېره شوې ترانزیټي لاره ده. اروپا ته چې څومره افغانان ځي، د ډېری لاره پر ایران ده. له همدې ځایه ده چې د نورو عواملو ترڅنګ اروپا ته د افغانانو تګ هم په ایران کې د افغان کډوالو شمېره زیاته کړې، چې ډېری یې په مخدره توکو باندې اخته کیږي په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ ۹۰ فیصده تریاک تولیدوي، محمد رضا ستانګزی د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې عالي رتبه کارمند دی. هغه زیاته کړه؛ ډېری سروې ګانې چې تر سره شوې دي؛ پایلې یې دا ښيي چې زیاته برخه په مخدره توکو د روږدو کسانو له هېواده بهر روږدي شوي دي.

په ایران کې په نېشه د اخته کېدو عوامل:

• کار ځای او د چا سره چې کار کړي د هغه لخوا تشویق او زمینه ورته مساعدول؛ تر څو دوی نېشه وکړي په کم وخت او د کمې حق‌الزحمې په بدل کې زیات کار د زیات وخت لپاره وکړي.

• د کم عمر لرونکي د اقتصادي مشکلاتو له امله خپل هېواد پرېږدي ایران ته ځي.

• د کورنۍ او هېواد نه لرې د ډېر وخت لپاره مسافري کول.

• ارزانه او په آسانه ډول باندې د نیشه یې توکو تر لاسه کول.

• کومه پالیسي چې د ایران حکومت یې د نیشه ئي توکو د کرکېلې، تجارت او استعمال په اړه لري افغان کډوال چې هلته اوسیږي ترې مثني دي بلکې دوی ته دا زمینه هم برابروي چې په اسانی سره دوی د نېشه یې توکو نه استفاده وکړي.

ګلاب او فیض الله دوه هغه ځوانان دي چې شپږ کاله وړاندې دوی ایران ته د کار لپاره تللي وو.

دوی په نېشه د روږدي کېدو کیسه دا ډول بیانوي: موږ لومړی ځل ایران ته د ۱۳۹۲ لمریز کال د شلو ورځو سختو ستونزو او تکلیفونو ګاللو وروسته چې په لار کې مو تېر کړل مشهد ته چې هلته مو کلیوالو کارکړ ورسېدو زموږ کلیوال استاد احمد یوه ایراني ته چې هغه د خښتو بټۍ درلوده د کار لپاره ور معرفي کړو هغه به هره غرمه او د شپې لخوا نېشه یې توکي راوړل وېلې چې دا استعمالوی بیا نه ستړي کېږی موږ هم نه پوهېدولو چې ددې تاوان به څه وي نو موږ به هغه استعمالول چې کله به مو استعمال کړل په هغه ورځ به مو د ورځې د زیات وخت لپاره ډېر کار کړ ولې له څو کلونو تېرېدو وروسته آخر یې داسې حالت ته راورسولو چې کله افغانستان ته راغلو د یو څه وخت تېرېدو وروسته چې څه پیسې را سره وې هغه خلاصې شوې کار مو نشو کولای نور مجبور شولو چې د نېشه ئي توکو د پیدا کولو لپاره غلا وکړو د کابل ښار په مختلفو ځایونو کې به ګرځېدو د جوماتونو نه به مو بوټونه غلا کول، د ورځې به مو کوټې سنګي کې موټر ډکول چې یو څه پیسې به مو پیدا کړې بیا به مو په هغه باندې نېشه ئي توکې پېرل نو د یو څه وخت تېریېدو وروسته د کور غړو لخوا د ده‌افغانانو له ساحې چې هلته موږ د نورو معتادینو سره ؤو. دلته د معتادینو کلینیک ته راوستلو چې اوس دلته تداوي راباندې کیږي.

افغان حکومت ته څه کول په کار دي:

د افغانستان د ټول نفوس تقریبآ ۱۰٪ یې په نېشه ئي توکو باندې روږدې دي. چې سبب یې هم په افغانستان کې امنیتي ستونزې، اقتصادي مشکلات، فقر او بې‌کاري، د کار لپاره همسایه هېوادونو ته تګ او د عامه پوهاوی نشتون هغه عوامل دي چې دری مېلیونه افغانان اوس نېشه یې توکو باندې اخته دي.

• د زده کړې‌کولو زمینه برابرول: په افغانستان کې اوس هم له نیمایي زیات کسان بې تعلیمه دي د دوی لپاره د زده کړې زمینه مساعدول تر څو دوی وکولای شي چې په کومه برخه کې یې زده کړې کړې وي هغه برخه کې ورته د کار زمینه برابره شي

• د کار زمینه برابرول: په افغانستان کې د کارونو د اېجاد لپاره ډېرې لارې شته دي لکه د کرنې په برخه کې، معادنو په برخه کې څکه افغانستان یو زراعتي هېواد دی او په زیاته اندازه معادن هم لري چې که چېرې د هغه د ایستلو لپاره کار وشي هم به خلکو ته د کار زمینه مساعده شي او هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت د پرمختګ سبب شي نو له دې سره به هغه ځوانان چې د کار لپاره ایران هېواد ته ځي چې اکثریت یې هلته په نېشه ئي توکو باندې روږدي کیږي هغه ته به په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره شي.

• د عامه پوهاوي لپاره د روزنیزو ټرېنېنګونو جوړول: پورته مو ذکر کړل چې د افغانستان اوس هم له نیمائي یې ډېر له تعلیم نه محروم پاتې شوي نو هغه ته د نېشه ئي توکو د ضررونو په اړه روزنیز ټرېنېنګونه ورکول.

پاي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د