د شیخ القرآن علامه محمد انور بدخشاني شخصیت او دیني خدمتونو ته کتنه

ژباړه او راټولونه: محمد عمران شريف

قرآن کریم د الله تعالی له طرفه د هدایت ابدې پیغام او د کاملې شفاء ذریعه ده. د امت د ذلت او ستر ضعف په موجوده دور کې هم زمونږ لپاره د اطمینان او تسلۍ یو نعمت موجود دی او هغه دا چې د دې امت سره د الله تعالی کلام اوس هم په هغه اصلي شکل کې موجود او محفوظ دی، چې د هغې طرف ته کله هم مونږ رجوع وکړو نو بیا به د پرمختګ او لوړ والي طرف ته سفر شروع کولی شو ۔ د قرآن کریم په وئیلو ، یادولو، خپلو سینو کې محفوظولو ، د دې معاني او معارف باندې پوهیدل او نور پرې پوهول او د دې د تعلیماتو د نشر او اشاعت کار په هر دور او هرې زمانه کې شوی دی.

دلته دا یوه نکته هم د یادولو قابل ده !

هغه داچې د امت افراد او علماؤ کې چا چې هم په څومره جذبې او محنت سره د قرآن کریم خدمت کړی نو د
’’ان الله یرفع بھذا الکتاب أقواما‘‘ د بشارت عین مطابق قرآن کریم د ده مقام او مرتبه هم هغه شان لوړه کړې ده.

که چیرته مونږ د هندوستان مثال مخي ته کیدو نو هلته د قرآن کریم د ټولو څخه ډیر خدمت حضرت شاہ ولی الله رحمہ الله او د ده خاندان کړی او الله تعالی د دې خدمت په عوض کې دې خاندان ته د پوره برصغیر لپاره د علمي او روحاني سند درجه ورکړه.

حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علی تھانوی رحمه الله د زرو (۱۰۰۰) قریب کتابونه او رسائل لیکلي دي ، چې په هغې کې هر یو قیمتي او مفیده زخیره ده ، بیا هم که دحضرت نور ټول تصانیف یو طرف ته کې او بیان القرآن بل طرف ته کیدې نو د دوي قرآن پوهنه په ټولو باندې درونده ښکاري.

د مفتی اعظم پاکستان حضرت مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله اصل شعبه افتاء وه، په دې شعبه کې د مفتي صیب کار د ده د مقام او مرتبي د بیانولو لپاره کافي دی ، لیکن نن د حضرت مفتی صاحب رحمه الله ډیر تعارف د ’’معارف القرآن‘‘ د مؤلف په حیثیت سره کیږي۔ د مفتی صاحب قابل فخر صاحب زاده شیخ الاسلام حضرت مولانا مفتی محمد تقي عثماني صاحب دامت برکاتهم العالیه د تصنیفاتو نه نن یو نړۍ استفادہ کوي او مفتی صاحب چې په کومه موضوع هم لیکل کړي دي، دهغې حق یې ادا کړی دی، لیکن ’’آسان ترجمه قرآن‘‘ یې یو داسې علمي کارنامه ده چې په تاریخ کې به د ده دعلمیت او نامتو والې لپاره د ټولو نه غټه ذریعه جوړیږي . ان شاءالله …

همدغه شان زمونږ محترم شیخ صاحب حضرت مولانا محمد انور بدخشاني دامت برکاتہم العالیه (استاذ حدیث جامعة العلوم الاسلامیة علامه بنوري ټاؤن کراچۍ) ته هم الله تعالی د قرآن کریم یو عظیم الشان خدمت کولو سعادت ورکړ او د ده په زندګۍ یې د ده خدمت ته داسې درجه ورکړه چې دا نه صرف د ده لپاره بلکې د پوره عالم اسلام لپاره یو لوی اعزاز جوړ شو .

د مولانا د فارسي ترجمه قرآن په مدینه منورہ کې قائم (مجمع الملک فهد لطباعة القرآن الکریم) چې د قرآن کریم په مختلف ژبو کې د چاپ او اشاعت حکومتي اداره ده، په فارسي ژبه کې لیکل شو ټولو تراجمو کې دده ترجمه انتخاب او شایع کړه او دا ترجمه اوس د لکونو په تعداد کې شائع کیږي او د سعودي د حکومت له طرف نه په پوره دنیا کې مفت تقسیمیږي.

په دې وخت کې په پوره دنیا کې ډیر ممالک داسې دي چې د هغو ملي ژبه هم فارسي ده او هلته لوی لوی علماء هم موجود دي، د دې څخه باوجود د بدخشان د یو عالم ترجمه قرآن د طباعت لپاره منظوریدل د افغانستان او د دیني مدارسو لپاره او بالخصوص مادرِ علمي جامعة العلوم الاسلامیة علامه بنوري ټاؤن لپاره د فخر خبره ده، وئیل شوي دې چې د سعودي حکومت د افغانستان د مذهبي امور وزارت سره دمتعدد فارسي ژبې وئیلو علماؤ او ددوې دتفاسیرو په هکله په دې سلسله کې تجاویز وغوښتل نو د ټولو نه زیاته آراء د مولانا بدخشاني د ترجمې په حق کې راغلي او څه خلکو د مخصوص وجوهو په بناء د دې رائې سره اختلاف وکړو نو هغو ته وویل شو چې تاسو د ترجمې برابر بله ترجمه راوړئ خو هغوی د دې مثال را نه وړل .

د دې فخر او اعزاز حاصلولو څخه مخکې شیخ مولانا محمد انور بدخشاني مدظله العالی اوږد علمي سفر کړی دی .

د قرآن کریم پوهیدلو او پوهولو لپاره چې د څومره علومو او معاونو فنونو (د شلو قریب ) په مدارسو کې وئیل کیږي ، په دی کې هر علم او فن مولانا حاصل کړ او تدریس یئ کړه او په دې کې تقریباً هر یو علم یو یا یو نه زیات کتابونه تصنیف کړه ۔

که چیرته زما دا خبره په تلمیذانه عقیدت باندې محمول نه کړی شي نو زما په نظر په دې وخت په افغانستان او پاکستان کې کوم داسې عالم موجود نه دی چې تقریبا په ټولو مروجه منقولاتو او معقولاتو باندې مولانا محمد انور بدخشانی مدظله غوندې مجتهدانه عبور لري.

په تفسیر، حدیث، فقه، ادب، بلاغت، منطق، فلسفه، صرف او نحوه وغیرہ کې چې په موجودہ نصاب کې شامل دي ، حضرت هغه د نیمې صدۍ څخه تدریسوي او په دې کې په هرې موضوع باندې د حضرت ډیر کتابونه په ډیرو ادارو کې شامل نصاب دی.

د دې نه علاوہ د معقولات هغه د اعلیٰ مرتبې کتابونه چې د هغې صرف نمونه دخلکو په ذهنو کې باقي پاتې ده ، مثلاً : صدرا، شمس بازغه، خیالی، مطول، مسلم الثبوت، سلم، ملاحسن، قاضی مبارک، حمد الله، شرح مواقف، شرح چغمینی وغیرہ دا ټول کتابونه مولانا د خپلی زمانې جید ترین معقولي علماؤ څخه باقاعدہ ووئیل.

د شیخ القرآن مولانا محمدانور بدخشاني حفظه الله مختصر کورنی او تعلیمي پس منظر :

حضرت ۱۹۴۳ء کې د افغانستان د بدخشان ولایت په زردہ کلي کې پیدا شو، تره یئ ( مولانا محمدشریف ) دافغانستان نامور عالم دین وو، چې د جامعه امینیه ډهلي هندوستان نه فاضل وو او د مفتي اعظم هند حضرت مولانا مفتي محمد کفایت الله دهلوي رحمه الله ممتاز شاګرد وو ۔

دغه شان مولانا په یو علمي کورنۍ کې سترګې پرانستلې او دقرآن کریم ، عربي او فارسي ابتدائی تعلیم یی د خپل تره نه حاصل کړه، په دې زمانه کې تخار د افغانستان د علم او ادب یو لوی مرکز وو ، ددې وجې نه حضرت هلته درجاتِ ثانویه کې صرف او نحوه، ادب، بلاغت، فقه، تفسیر او د منطق کتابونه اوئیل او په دې موضعاتو د غټو کتابونو د تعلیم لپاره بیرته دخپل تره مولانا محمدشریف خدمت کې حاضر شو ، د مشکوۃ او مطول پورې کتابونه یی د هغه څخه اوئیل .

بیا شیخ په ۱۹۶۵ء کې پاکستان ته تشریف یوړو او څه وخت د کوهاټ په دارالعلوم انجمن تعلیم القرآن کې پاتې شو او په منقولاتو کې بیضاوي شریف او معقولاتو کې میبذي او قاضی مبارک پوری کتابونه یی هلته اویل ۔ ۱۹۶۶ء کې حضرت دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې داخل شو او د فرید العصر مفتی محمد فرید رحمه الله او نورو مشایخو نه یې د تفسیر ، عقائد او د فقهې د کتابونو تکمیل وکړو او بیا یې د معقولاتو د تکمیل لپاره سوات ته قصد وکړو او دارالعلوم سیدو شریف او نورو مدارسو کې د وخت ممتاز معقولي علماء مارتونګ باباجي رحمه الله او نورو څخه یئ منطق، فلسفه، فلکیات، هندسه، د حساب وغیرہ ډیر مشہور کتابونه اویل.

د دې څخه بعد حضرت کراچۍ ته تشریف یوړو او د محدث العصر حضرت علامه سید محمد یوسف بنوري رحمه الله او نورو مشایخو نه یئ دورہ حدیث تکمیل کړه.

د کراچۍ بزرګانو د بدخشان د دې هیرې ( لعل) ښه قدر دانې وکړه ، حضرت مولانا سید محمد یوسف بنوري رحمه الله خپله لور حضرت ته په نکاح کې ورکړه او د دې دوفات نه بعد د مفتی اعظم پاکستان حضرت مولانا مفتی محمد شفیع رحمه الله لمسۍ او د دارالعلوم کراچۍ د ناظم اول مولانا نور احمد صاحب لور د حضرت رفیقه حیات جوړه شوه ۔

شیخ الحدیث حضرت مولانا سلیم الله خان رحمه الله حضرت د جامعه فاروقیه د تدریس لپاره منتخب کړو او دوه درې کاله بعد شیخ بنوري رحمه الله نوموړی د هغو څخه بیرته وغوښتل.

۱۹۷۲ء څخه تر ننه پورې حضرت د خپل شیخ د ادارې سره وابسته دی . مولانا محمد انور بدخشاني مدظلہٗ د نیمې صدۍ څخه ډیر وخت کراچۍ کې تیر کړل ، مګر د ده په ژبې ، لهجې او تلفظ باندې د فارسي اثر نن هم غالب دی، مونږ به کله سوچ کولو که چیرته استاذ اردو ژبې او ادب ته توجه ورکړي نو د عربي او فارسي غوندې به یې په اردو کې هم د علمي خدماتو فیض عام شي ، خو دا مو اوس په ذهن کې راغلل چې الله تعالی په فارسي ژبه کې د حضرت څخه دومره لوی کار واخستل، ددې وجې نه فارسي سره یې د حضرت رشته کمزورې نه کړه .
” والله غالب علی أمرہٖ و لکن أکثر الناس لایعلمون“

اشاعت: ماهنامه بینات۔ ذوالقعدہ ۱۴۳۸ھ

د لعل بدخشان شیخ الحدیث والتفسیر علامه محمد انور بدخشاني ”دامت برکاتهم العالیه“ په مبارکو ګوتو اسلامي نړۍ ته لیکل شوي کتابونه :

۱۔ تسهیل أصول الشاشي ( چاپ )

۲۔ تیسیر أصول الفقه ( چاپ )

۳۔ أصول الفقه للمبتدئین ( چاپ )

۴۔ تیسیر المهذب شرح منتخب الحسامي ( چاپ )

۵۔ تسهیل شرح نخبة الفکر ( چاپ )

۶۔ تفهیم مصطلح الحدیث ( چاپ )

۷۔ تسهیل الفرائض السراجیة ( چاپ )

۸۔ تلخیص شرح العقائد الطحاویة لابن أبي العز ( چاپ )

۹۔ تسهیل مختصر المعاني ( البلاغة الصافیة ) ( چاپ )

۱۰۔ تسهیل شرح الجامي ( چاپ )

۱۱۔ تسهیل الضریري لحمید الدین الضریر النیشابوري ( چاپ )

۱۲۔ تسهیل القطبي ( چاپ )

۱۳۔ تسهیل المنطق ( چاپ )

۱۴۔ المنطق المنھجي ( ترجمة الصغریٰ والکبریٰ والأوسط للسید الشریف ( چاپ )

۱۵۔ طریق الوصول إلى علوم البلاغة ( چاپ )

۱۶۔ ترجمة ” الفوز الکبیر“ بالعربیة ( چاپ )

۱۷۔ ” تیسیر الحقائق شرح کنز الدقائق “ ( چاپ ته نېژدې دی )

۱۸۔ شرح مسلّم الثّبوت ( الحصة الدرسیة ) ( چاپ ته نیژدې دی)

۱۹۔ هدایة المتحیّر فی حیاة الخضر ( چاپ )

۲۰۔ ترجمة ” المعتمد فی المعتقد “ لفضل الله التورپشتي المتوفی ۶۶۱ھ بالعربیة ( ناچاپ )

په فارسي لیکل شوي کتابونه:

۱۔ ترجمة القرآن المجید بالفارسیة ( چاپ )

۲۔ تفسیر القرآن الحکیم ” فتح الرحیم پنځه ۵ جلده ( ناچاپ )

۳۔ ترجمة علوم القرآن ( تأليف مولانا شمس الحق الأفغانی ، ( چاپ )

۴-تسهیل ” ما لابد منه “ تأليف القاضي ثناء الله المظهري ( ناچاپ )

۵۔ آموز گارسیرت ( چاپ )

۶۔ السعي الحثیث فی مصطلح الحدیث ( چاپ ) او ژباړه یې په پښتو او اردو .

۷۔ عقائد أساسي إسلام ( چاپ )

۸۔ شرح متن ” العقیدة الطحاویة “ ( چاپ )

۹۔ عدل إسلامي یا مساواة اشتراکي ؟ ( چاپ )

۱۰۔ إسلام وسوسیالزم ، ترجمة ، ” الإسلام والإشتراکیة “ للشیخ شمس الحق الأفغانی رحمه الله ، ( چاپ )
او له اردو نه فارسي ته، ( چاپ )

۱۱۔ فیصلهٴ قوی دربارہٴ انتفاع از گروفی ( چاپ )

۱۲۔ قنوت نازله ( چاپ )

۱۳۔ آیا سه طلاق یکجا واقع می شودَ ( چاپ )

۱۴۔ تراویح بیس رکعت ( چاپ )

۱۵۔ آئینه شاہ ناصر ( چاپ )

۱۶۔ آئینه اسماعیلیه ( ناچاپ )

۱۷۔ یک صد و یک سوال وجواب در میراث ( ناچاپ )

۱۸۔ جواہر الایمان ، ترجمہٴ رساله مفتی کفایت الله ، ( چاپ )

۱۹۔ مضامین قرآن ، به اسلوب سوال وجواب ، ( ناچاپ)

۲۰۔ اشعار عربی انتخاب شدہ از مثنوی رومی ( ناچاپ )

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

ماشاالله په قلم مو برکت واقعا حضرت مولانا استادی و مکرمی شیخ القرآن والحدیث بدخشاني مدظله ددغه وړتیاوو او استعدادونو مجموعه ده. زموږ استاد پاتې شوی او دده په مدرسه امام بخاري واقع منګوپیر کې مو هم دوه کاله تیر کړل چې تقریبا هره اونۍ به دده له ملفوظاتو څخه برخمن کیدلو ولله الحمد. دا هغه وخت وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو او د پاکستان ډیری علما به دوره دوره افغانستان ته تلل خو حضرت ته کله هم طالبانو ددې زحمت ونکړ چې افغانستان ته د تللو او یا دده له مشورو او علمیت څخه ګټه… نور لوستل »

خان
میلمه
خان

حماد صاحب داچې تاسي نویمیه لسیزه کې د کابل اوکندهار،بدخشان او پنجسیر دوضعیت فرق نشي کولای، دا مو لوی مشکل دی،خو زه به یې لنډه پرتله وکړم،په کابل او کندهار کې مظلومان له ظالمانو خلاص شول،ظالمان مجازات شول، قاتلان قصاص شول، پر غلو، زنا کارو،لواطت کونکو او نورو مفسیدینو شرعي حدود جاري کیدل، دټولې اسلامې نړۍ مظلومانو دلته پناه راوړې وه او ټول اجراات دشریعت پر بنسټ ترسره کیدل،خو په بدخشان او پنجشیر کې پر غلا، زنا، لواطت فخر کیده او په نامه مجاهدینود فرانسې، هند، روسیې، برتانیې او امریکا په غلامۍ ویاړ کاوه او دهمدوې دګټو لپاره یې خپل… نور لوستل »

حماد
میلمه
حماد

موږ پر دې سترګې نه پټوو چې د طالبانو د تحریک تر پیل وړاندې په افغانستان کې جنګ، فساد، ورور وژنه، او یو لړ نور اخلاقي فسادونو شتون نه درلود، مګر ددې ټولو ناخوالو علاج په دومره خون خرابه چې طالبانو وکړه تر عقل، شریعت او انسانیت لوړ اقدام وو. هسې هم د مسلمان د اصلاح دپاره توره کارول د طالبانو نوښت وو، په پنجشیر او بدخشان کې به متقي مسلمانان نه اوسیدل او نه سل سلنه شرعي نظام حاکم وو مګر د شریعت د نفاذ په نوم د لسګونه زره طلباوو او مدمقابل ته د لسګونه زره افغان مسلمان… نور لوستل »