د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او د ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد

سرچینه: زلمی خلیلزاد سبا د طالبانو سره د خبرو په موخه د قطر  دفتر ته ورځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له طالبانوسره د خبرو کولو تر ناکامې هڅې وروسته د قطر دفتر ته  سفر کوي.

د قطر دفتر ته نږدې سرچینو نن ټکی اسیا ته تائید کړه چې، خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو د خبرو په موخه دې دفتر ته ورځي.

زلمی خلیلزاد وروسته تر هغه  د قطر دفتر ته سفر کوي چې په پاکستان کې د طالبانو سره له ملاقات کولو  نا امیده شو، نوموړي ته په پرلپسې ډول پاکستاني چارواکو ډاډ ورکاوه چې طالبان به په اسلام اباد کې ورسره خبرو ته اماده کوي ، خو طالبانو د یوې رسمي اعلاميې له لارې په اسلام اباد کې کېدونکې ناستې رد کړې چې په پایله کې یې خلیلزاد مجبور شو څو د طالبانو د قطر دفتر ته ورشي.

یاد ه دې وي چې زلمي خلیلزاد په پاکستان کې، له طالبانو سره خبرو  په تړاو ددې هیواد له لومړي وزیر «عمران خان »، خارجه وزیر «شاه محمود قریشي» او د فوځ د  مشر «جنرال قمر باجوه» په ګډون له ګڼو فوځي او ملکي چارواکو سره لیدلي وو.

خو طالبانو تر دې وړاندې د اعلامیو په خپرولو سره څرګنده کړې وه چې زلمی خلیزاد د سیمې د هیوادونو د فشارونو له لارې څه نشي ترلاسه کولای.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

که چیری پاکستان د زړه له اخلاصه په افغانستان کی سوله وغواړی،په یوه روځ یی راوستلی شی.ټول قوت د طالیبانو پاکستان کویټه او پا پښاور کی دی.
داسی معلومیږی چه پاکستان افغانستان کی په هیڅ قیمت سوله نه غواړی،
کږه خوله په سوک سمیږی.لاس کی می هیڅ نشته په دا زړه ښه کوم چه زموږ پخوانی مشرانو پنجابیانو ته سبق ورکړی وه.کنه ټول پنجاب باید لوخړه شوی وای،

جميل
میلمه
جميل

آګيا لين پر ؛

پاک الله(ج) ښه په پوهيږی چی خپل دوستان څومره سر لوړی او عزتمن کړی .
دا ځل به خليلزاد په ډيره مړه بڼه د غيرتمنو طالبانو سره مخامخ شی .
آفرين طالبانو که همداسی واوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست ، اِن شاءالله .

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل دغلامانو او بادارانو ټولی منافقانه او خصمانه کړنی د طالب مجاهدینو د رسمیت پیژندنی، مورال لوړوالی او په خیر او د کابل د غلامانو او بادارانو په غیرمشروعیت، مورال لویدلو او تاوان تمامیږی. د امریکا هم ګرمی او هم ساړه کیږی، سره د دی چه په خپله ماته او د طالب مجاهدینو په بریاوو باوری شوی بیا هم له هر ډول دروغو او درغلیو کار اخلی. چه خپلی شرمیدلی ماتی په یو څه وپوښی. اسانه خبره ده، زمونږ هیواد مو اشغال کړی او په مونږ مو ناوړه، فاسده او غلامه اداره په زوره تپلی زمونږ له هیواده ووځی… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

دا خو بده خبره نده چی طالبانو زلمی خلیلزاد سره په پاکستان کی خبری ندی کړی. خو که چیری طالبان داسی یو پروګرام جوړ کړی چی له بعضو کسانو سره په داخل د افغانستان کی او یاد خینو مشرانو او قومی اشخاصو سره د قطر په دفتر خبری وکړی دابه ښه وي. خو زه فکر کوم چی بدون د حکومت سره هیڅ خبری به مثبته نتیجه ونلري. بهتره ده چی د حکومت له بعضو بیطرفه او ځینو جهادی مشرانو سره خبری وشی. افغانستان یواځی د طالبانو ندی دلته ټول حق لری. طالبان که هر چا سره خبری کوی خو ملت… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

محترم لونګ صاحب دکابل له ادارې سره همدانن دمیدان وردګو په مرکز میدان ښارکې خبرې روانې دي اودملت له دې مړسترګو غذارانوسره تردې ښې خبرې نه ښایي

لونګ
میلمه
لونګ

بله خبره چی دا اوس را پیاد شوه: زه ملا ترابی په خاطر د دی چی ږیره می لنډه کړی وه د طالبانو د حکومت په وخت کی ډبولای وم. خو اوس ګورو چی جناب ستانکری خپله ږیره له مانه هم زیاته لنډه کړی. ماسره څنګه عدالت کیږی را ته ووایی؟ ترابی چیری دی او هغه باید مجازات شی او یا دی له دغه ستانکزی نه اوس پوشتنه وشی چی تا ولی ږیره لنډه کړی؟ د ځواب په هیله.

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

اسلامی امارت خپله ارزښت او مقام لری پاکستان څه شی دی چی طالبان مذاکراتو ته وړاندی کړی . د اسلامی تحریک سرښندونکی مبارزین باید هیڅ کله دا موقع مساعده نکړی چی نور شیطان ملکونه ددوی نه استازی توب وکړی په تیره بیا رزیل او شیطان پاکستان . طالبان خپله په افغانستان کی ارزښت او مقام لری نو هیله ده چی دا خپل ارزښت او مقام کم نکړی او دا مغرزه ملکونوته دی داسی ځواب ورکړی چی بیا داسی بد سترګی ونکړی. طالبان باید هغه ورځ له هیره ونباسی کله چی امریکا په افغانستان باندی یرغل وکړی همدا شیطان هیواد وه… نور لوستل »