د شرکت کارکونکو ته په غلطئ په «څلورې د تلو» سزا/ ویډیو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د چین د عجایبو هېواد یوه شرکت خپل کارکونکو ته په خرابې کارکردګۍ داسې نادره سزا ورکړې چې ټول خلک یې حیران کړي دي.

د چین په شینډونګ ایالت کې داسې پېښه شوې چې د سینګار او ښکلا شرکت خپل اته کارکونکو ته په داسې حال کې په عام سرک په «څلورې د تګ» سزا ورکړې چې په کار کې یې ټاکلي هدف ته ځان نه دی رسولی.

د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور سره سم دغه پېښه د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه شوې چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او یو شمېر خلک یې حیران کړي چې سختې او توندې نیوکې يې پرې هم کړي دي.

په ویډیو کې ښيي چې یو چارواکي د شرکت بیرغ په لاس کې پورته نیولی او وړاندې روان دی، دده شاته اته کارکونکي چې ښځینه هم په کې دي په سرک په څلورې په ځان پسې د بازار په منځ کې روان کړي دي.

ویل کیږي چې وروسته دغه ځای ته پولیس رسیدلي او د پېښې په اړه یې پلټنه پېل کړې ده، او تر پریکړې یې دغه شرکت تړلی دی، په ځواب کې د یاد شرکت ویاند رسنیو ته ددغه حیرانونکي کار په اړه ویلي چې له دغه کار څخه یې یوازینی هدف دوی لا ښه کار کولو ته هڅول وو.

دا لومړی وار نه دی چې په چین هېواد کې دغسې پېښه کیږي، له دې وړاندې یوه شرکت پر خپلو کارکونکو د سزا ورکولو په جرم تریخ شربت څښلی و، دا ډول یوه بل شرکت خپل ځینې کارکونکي چینجي خوړلو ته اړ کړي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د