
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي پلار په حق رسيدلی
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر عزيز الله فضلي پلار حاجي فضل کرم تېره شپه په حق ورسيد.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نوموړي د پلار د مړينې خبر په خپله فيسبوکپاڼه خپور کړی او نوموړي سره يې غمشريکي کړې.
د کرېکټ بورډ رئيس هم د خپل پلار مړينې خبر د شپې ناوخته پر خپله فيسبوکپاڼه خپور کړ، خو تر وړسه د نوموړي د جنتزې وخت نه دی ټاکل شوی.
«درنو ملګرو ! سلامونه او نېکې هيلې:
زما خوږ پلار جان حاجي صاحب فضل کرم نن په حق ورسيدو، د ټولو ملګرو څخه مې هيله دا ده چې روح ته يې دعا وکړي او خدای تعالی دې جنت الفردوس ځای کړي .
حاجي فضل کرم د مولوي عبدالسلام زوی او د کندهار ولايت د ژړی ولسوالۍ اوسيدونکی دی.
د کرېکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي د ۲۰۱۸م کال په وروستيو کې د عاطف مشعل له ګوښه کېدو وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ رئيس په توګه وټاکل شو، نوموړی د کندهار ولايت د ژړی ولسوالۍ اوسيدونکی دی.