ميدان ښار کې د ځانګړو عسکرو پر قطعې له موټر بم وروسته ډله يیز برید روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د دولتي عسکرو ځانګړې قطعې  پر مرکز له درنې موټربم چاودنې وروسته ډله ييز برید روان دی.

د ميدان وردګو ولايت وياند عبدالرحمن منګل ويلي، چې  د پېښې له امله مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر  په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لنډ ليږل شوي پيغام کې ويلي، چې نن سهار وختي سرتېري بریدګر د دولتي عسکرو د ځانګړې قطعې پر مرکز د هاموی موټر په واسطه سرتیری برید وکړ او و ورپسې نور سرتيري بریدګر ياد مرکز ته ننوتي او پر عسکرو يې د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړي دي.

د مجاهد په وينا ډله ييز برید لا هم روان دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

د باګرام لاره یې غلطه کړیده، کنه نو دا کوم کتاب وایې چې کافر دې محفوظ وي او مسلمان دې قتل کړل شې؟

محمد
میلمه
محمد

دکافرمعوین په قتل کي دکافرحکم لري
مشکل نسته پښي دکافرورپریکړه چي فلج سي دغه مسلمانان دیهودوپښي دي