د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن قطر ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن دوشنبه قطر ته روانيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې عمران خان د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني او د صدر اعظم عبدالله بن ناصر بن خليفه آل ثاني په ځانګړې بلنه د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.

عمران خان په داسې حال کې قطر ته روان دی، چې په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد هم له اوږده ځنډ او انکار  وروسته نن قطر ته ځي.

پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې عمران خان به قطري چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې په اړه هم خبرې وکړي.

د تېر ۲۰۱۸ کال د ډسمبر مياشتې په دېرشمه د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم قطر ته تللی و او هلته يې له قطري چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر افغان سولې هم خبرې کړې وې.

واک ته له رسېدو ورورسته دا لومړی ځل دی، چې عمران خان قطر ته سفر کوي.

نوموړي تر دې وړاندې متحده عربي اماراتو او سعودي ته سفرونه کړي دي.

د چارو څارونکي وايي، چې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له دې ستونزې د وتلو لپاره له عربي هېوادونو د مالي مرستو غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې سعودي او اماراتو له پاکستان سره درې درې ميليارده ډالره مرسته اعلان کړې وه.

د سياسي  چارو کارپوهان وايي، چې اماراتو او سعودي دا مرستې پاکستان ته د «سياسي رشوت» په توګه ورکړي، تر څو د سولې خبرې له قطر څخه پاکستان، اماراتو او يا هم سعودي ته ولېږدوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د