خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته رسیدلی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): له طالبانو سره د مذاکراتو او افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد نن سهار قطر ته رسیدلی دی او ټاکل شوې چې نن ټوله ورځ به د طالبانو د سیاسي دفتر له مذاکراتي ټیم سره ناسته وکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دغو مذاکراتو اجنډا به څه وي، خو د قطر او اسلام اباد د غونډو تر ځنډ وروسته زلمی خلیلزاد په ناڅاپې سفر د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی.

ګومان کیږي چې خلیلزاد په قصدي ډول د قطر لومړنۍ پلان شوې غونډه وځنډوله کومه چې د روانې میاشتې پر اتمه نیټه تر سره کېده، او بیا یې د پاکستان په ډاډ په اسلام اباد کې د بلې غونډې پلان ونیوه، خو طالبانو د پاکستان له غونډې سره پرېکون وکړ او د پاکستان له لوري وارد شوي فشارونه او رسمي دعوتونه یې ونه منل چې له امله یې خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته مخه اړینه وبلله.

نن ټکي اسيا ته د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو ويلي، چې د قطر په غونډه کې د طالبانو ټول هغه کسان ګډون نه لري کومو چې د ابوظبي په غونډه کې درلود، بلکي یوازې به د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم غړي په کې ګډون وکړي.

د ناستې د اجنډا په اړه ګمان کیږي چې دغه غونډه به مختصره وي، د خلیلزاد له لوري به طالبانو ته ډاډ ورکول کیږي، چې دی به له طالب استازو سره د خپل سفر جریان شریکوي او د هغې بدګومانۍ له منځه وړلو هڅه به کوي چې د قطر غونډې لغوه کېدو او بیا د پاکستان په مټ پر طالبانو د فشار واردولو وروسته رامنځته شوې ده.

د نن ټکي اسیا د معلوماتو سره سم پاکستان نه یوازي پر طالب مشرانو فشارونه وارد کړل بلکې په قطر کې يې د دوی مرکچیانو ته د جګپوړو جنرالانو او چارواکو په واسطه بلنې ورکړې، خو طالبانو په کلکه ټول فشارونه رد کړل او وې ویل چې دوی به پر خپلو شرایطو له امریکایانو او بل هر چا سره د خبرو لپاره کښيني او هيڅکله به هم د نورو له خوا په پلان شویو غونډو کې ګډون ونه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د