د افغانستان دټاکنو پرمهال د کانديدانو د کمپاين انځورـ ارشيف انځور، ننګرهار

د لاپو او درواغو بازار بیا ګرم شو

حبیب  مجاهد

د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د نوملیکنې له پيل سره د لاپو، وعدو او بې اساسه شعارونو بازار بیا ګرم شوی دی. پرون چې د کاندیدانود نوملیکنې وروستۍ ورځ وه، اشرف غني یو ځل بیا له غوړو غوړو شعارونو او خندوونکو لاپو سره ځان کاندید کړ.

متل دی وایي چې( په آخور دې لوي شي د غاښ کتلو ته یې ضرورت نشته) هیوادوال ځکه باید د دغو کذابو او دوکه بازو سیاستوالو په خبرو او تبلیغاتو ډیر چورت بند نه کړي چې دوی موږ ته له تیرو دوه لسیزو معلوم دي او بیا بیا تجربه شوي چې نه خو کوم پلان یا د کار او خدمت احساس لري او نه یې هم په هیواد او اولس زړه دردیږي. له دوی سره یوازې د خپلو شخصي ګټو او د هغو متبوعو جهتونو او باندنیو اړخونو د ګټو غم دی چې دوی یې لکه د شطرنج دانې د افغانستان د سیاست تختې ته را وړاندې کړي دي.

د کاندیدانو د بې اساسه شعارونو او لاپو د ارزولو لپاره راځئ چې د بیلګې په توګه لږ د اشرف غني لاپې او عمل سره پیمانه کړو چې څه یې ویل او څه یې وکړل؟؟

اشرف غني چې په ۲۰۰۹ م کال کې په لومړي ځل ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړ نو یو مهم شعار یې دا و چې ( یو میلیون کورونه، یو میلیون دندې) مطلب دا چې د نوموړي تر ټولو ستر هدف هیوادوالو ته د کور او کار موندل و. په هغو ټاکنو کې خو اشرف غني ناکام شو اما کله چې د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو کمپاین پیل شو اشرف غني د خپلو وعدو یو خورا اوږد لست نشر کړ. چې هر ولایت ته د تلو په وخت به یې د خلکو تر مخ په ډیر شد او مد خپلې وعدې تکرارولې.

د بیلګې په توګه اشرف غني ویلي وو چې د ده په پنځه کلنه واکمنۍ کې به هیڅ افغان بې کوره پاته نه شي او هر افغان به د کور او مسکن خاوند کړي. ده ویل چې ننګرهار به د سیمې په سطحه په برق تولیدوونکي سیمه بدل کړم چې نورو سیمو ته بریښنا ورکړي، د پامیر په غرونو کې د وریښمو شاهراه جوړوم، چین به له افغانستان سره پیوند کړم. هلمند به د پنبې په ګودام بدل کړم او ټولې نړۍ ته به پنبه صادروي. کابل کې به د هوایي ککړتیا ستونزه جدي ونیسم، د اوبو  او کانالیزاسیون د سیستم په اصلاح او د بې کیفیته تیلو د د وردو په مخنیوي به کابل په یوه صفا او سرسبزه ښار بدل کړم. لنډه دا چې اشرف غني داسې لاپې بادولې چې حتی د روزګان غوندې د غرني ولایت خلکو ته یې هم وعده ورکړې وه چې تر کندهار به دوطرفه جاده ورته جوړه کړي تر څو د دوی میوه جات ژر تر ژره کندهار ته ورسیږي او له هغه ځایه د اروپا او امریکا بازارونو ته ولیږل شي.

خو راشئ نن وګورو چې اشرف غني د عمل په میدان کې څه وکړل. هغه چې د یو میلیون کورونو او ورپسې هر افغان ته د کور جوړولو وعدې کولې، له دې پرته چې لا هم په میلیونونو افغانان بې کوره او کډوال دي هره ورځ د اشرف غني ځواکونه په عام اولس شته کورونه نړوي، په بمونه یې الوځوي او خاورینې کوډلې یې د طالبانو د مراکزو په نوم بمباروي. په هیواد کې د بې کورۍ او بې کارۍ کچه هغه حد ته رسیدلې چې زموږ په تاریخ کې مثال نلري، عام خلک خو پریږده د هیواد مسلکي او  تحصیل کرده نسل ټول اروپا ته په تیښته دي او یا هم په هیواد دننه بې کاره ګرځي.

که راشو د محیط زیست موضوع ته، نو  پرون چې اشرف غني یو ځل بیا خپلې پخوانۍ لاپې تکرارولې،د World index  په استناد د صحت یوې نړیوالې ادارې راپور خپور کړ چې افغانستان د نړۍ په سطحه هغه هیواد دی چې د چاپیریالي ستونزو او ککړې هوا له امله تر ټولو ډير کسان په کې ژوند له لاسه ورکوي.

دا نورې خبرې نو لوستونکو ته پریږدو چې اشرف غني ننګرهار د برق په تولیدي مرکز بدل کړ او که هغه شته برق یې هم ورباندې ودراوه. لنډه دا چې د کاندیدانو خبرې، شعارونو او لاپې بې اساسه او تر دې حده دروغ دي چې خپله دوی هم ورباندې باور نه لري.

د کاندیدانو دروغ چې تازه پیل شوې څو میاشتې به دوام وکړي. خو په دې برخه کې د هیوادوالو مسؤلیت دا دی چې په دې خبرو دې ډیر فکر نه بندوي او نه دې هم اهمیت ورکوي. ځکه د د ټاکنو تبلیغات او ناندرۍ له دې پرته چې دوی ته اضافي ځور او د زړه ستړیا ورپیښه کړي بله هیڅ نتیجه هم نه لري. هیوادوال باید د افغانستان د نجات اساسي مسئله درک کړي چې هغه د اشغال په مقابل کې په ځان، مال، ژبه او قلم سره مبارزه کول دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

په ننگرهار كى غنى ويل چى زه ريس شم د دهلى نه جلال أباد ته د ريل گادى ليكه راولم يك چك چك، په بل مجلس كى يى د افغانستان د تولو صادراتى توكو لپاره بازار پيدا كرى چى سه به چا وپلورى ، هر شى چى به يى يادوه يك چك چك ، د همداسى خلكو به همداسى ريس وى ، دا سرى نورماله ندى . دا شار خو داسى شكارى لكه د بت پرستانو شار، داچى دوى كى كوم كمال نشته په عكسو زانونه مشهوره كوى ، مسابقه د عكسو ده . د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد(رح)… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

حبیب مجاهد صاحب ښی چاری. سیاست همدی ته وایی په هره قسم چه وی ،خو چه قدرت ځان ورسوی،ولس اوس هغه پخوانی جاهل ناپوه ولس نه دی اوس ولس هم د کاندیدانو درواغ ښه پیژنی او هم د طالیبانو. د د دراغو هم فرق شته.طالیبان یو قسم درواغ وایی او دا خلک بل قسم. د دی خلکو لاس کی بهرنی کومکونه دی ،خلکوته وعدی ورکوی طالیبانو سره هیڅ نشته خلکوته د جنت وعدی ورکوی.نو جنت د الله ج دی.خو د ویش سند یی طالیبان ویشی.تر څو قدرت ته ځانونه ورسوی. چل ول دی، جنګ په پیسو او په قدرت دی،څوک… نور لوستل »