
ميدان ښار: د ځانګړو ځواکونو پر مرکز برید کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې نن سهار وختي د ځانګړو عسکرو پر قطعې له موټربم وروسته وروسته ډله ييز برید کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو ولايت وياند عبدالرحمن منګل رسنيو ته ويلي، چې په دغه درنې چاودنې کې د ځانګړې قطعې دولس عسکر وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.
منګل په خپلې فيسبوک پاڼې ليکلي، چې نن سهار وختي يوه سرتيري بریدګر د ځانګړې قطعې پر مرکز د هاموی موټر په واسطه سرتېری برید وکړ او وروسته نور سرتيري بریدګر د عسکرو مرکز ته ننوتي او پر عسکرو يې د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړې.
د ولايت وياند ادعا کړې، چې درې واړه بریدګر يې وژلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د عسکرو او بریدګرو ترمنځ لا هم نښته روانه ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په دغه موټربم او ډله ييز برید کې تر سلو زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د عامه روغتيا رياست چارواکو ويلي، چې شاوخوا دېرش ټپي عسکر يې د بېړنۍ درملنې لپاره کابل ته لېږدولي دي.
د سیمې يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې ارغندي سيمه کې د ټپيانو يو امبولانس هم چپه شوی دی.