
غزل/ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدین پيرزاده
ستړی یم ستومان یمه، دمه به شم
ژوندہ! پریشان یمه، دمه به شم
ستا د خماري سترگو بلا واخلم
سترگې رانه واړوہ نشه به شم
ما ورته قرآن مخې ته ونیوہ
سوله وارخطا شوہ، ویل ستنه به شم
لوڅ سر به د مخ میدان ته نه درځم
اوښکې ویل کونډې! پښتنه به شم
کلی یې له ورایه ښه جَوت وینم
نیت تړم جانانه په سجدہ به شم
ستا د نوراني مخ تصور نه کړم
زہ په ځان پوھیږمه لمبه به شم
لمر یم د ښکیلاک کسوف نیولی یم
رب ته که منظورہ وہ ښکارہ به شم
ھوډ دی بھرنی اشغال به نه منم
مات به شمه، مړ ټوټه ټوټه به شم
تل به مې دیدن کړم د شھید جانان
پاس به پرې رپیږمه جنډہ به شم
__________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوری ۱۸/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن