جنرال جوزف ووټل له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه او نورو چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي دي.

جنرال ووټل په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې په تېره اونۍ کې د امريکايي ولسمشر  ډونلډ ټرمپ مرستيالې ليزا کورټ، د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد او سناتور لنډسي ګراهام هم د افغانستان بحران د پای ته رسولو په موخه اسلام اباد ته سفرونه کړي وو.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» ويلي، چې د امريکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سيمې او  افغانستان سولې او امنيتي وضعيت په اړه له جنرال قمر جاويد باجوه سره غږېدلی دی.

خبرپاڼه زياتوي: «جنرال ووټل يو ځل بيا ويلي، چې د سيمې امنيت او ثبات لپاره د افغانستان سوله اوثبات اړين دی او پاکستان هم ژمنه کړې، چې د سولې پروسه کې به له امریکا سره مرسته کوي.»

له جنرال ووټل وړاندې د امریکا مشرانو جرګې بانفوذه سناتور لنډسي ګراهام هم پاکستاني چارواکو سره د امریکا او پاکستان د اړيکو سربېره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي دي.

سناتور ګراهام ويلي، چې د افغانستان اوږدمهالې جګړې د پای ته رسېدو وخت نږدې شوی او په وينا يې ولسمشر ټرمپ د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره لېواله دی.

دغو امريکايي چارواکو په داسې حال کې اسلام اباد ته سفرونه کړي، چې زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالبانو سره د ناستې لپاره څلور پنځه ورځې انتظار وکړ، خو د طالبانو د انکار له امله نوموړی بېرته اړ شوی، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته  ولاړ شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو نن ټکی  اسيا ته ويلي، چې خلیلزاد د سولې پروسه کې د خپل سفر په وروستۍ ورځ قطر ته رسېدلی او نن به ټوله ورځ هلته د طالبانو له استازو سره په خبرو تېره کړي.

د سرچينې په وينا په دې ناسته کې به يوازې د قطر دفتر مرکچي ټيم ګډون کوي او د ابوظبۍ د ناستې نور ګډونوال به په کې برخه ونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د