هرات: د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د هرات ولايت چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوی دی.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې نن له غرمې مخکې د هرات – تورغونډۍ په لوپه لاره د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي دی.

جيلاني وايي چې دا پيښه د مسافرو د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې اووه تنه سپرلۍ وژل شوې دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې هر کال په ترافيکي پيښو کې ګڼ شمير افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي او ډیری وخت يې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ترافيکي اصولو ته نه پاملرنه ښودل کيږی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د