په سوله ییزه پروسه کې د خلیلزاد له منځه تلونکی موثریت

نن ټکی اسيا سرليکنه

وروسته تر دې چې د افغانستان لپاره د ټرمپ جنګي ستراتیژي په پوځي برخې کې خپل اغیز له لاسه ورکړ نو یې د خلیزاد په استازولي د سولې ۶ میاشتنۍ پروسه پیل کړه.

ټرمپ یاده سیاسي پروسه هم د جنګي ستراتیژي په تعقیب په داسې ډول پیل کړه چې له مستعفي دفاع وزیر جیمس مټیس نه نیولې د دوی تر نورو پوځي جنرالانو پوري ټولو هغه د پوځي ستراتیژي برخه بلله او د دوی په باور یې غوښتل چې د پوځي فشار ترڅنګ د سیاسي فشار له لارې طالبان هغه څه ته اړباسي چې سپينه ماڼۍ یې غواړي.

خو طالبانو چې په پوځي ډګر کې یې د امریکایانو جنګي ستراتیژي ناکامه کړې وه د هغوي نورو سیاسي او مذهبي فشارونو هم ورباندې کوم اغیز نه وکړ، بلکي برعکس یې امریکایان مجبور کړل چې د افغانستان د اشغال د خاتمې په اړه له دوی سره مخامخ خبرو ته کیني.

هماغه و چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو مسؤلیت د ټرمپ له لوري خلیزاد ته وسپارل شو او هغه دوه ځلې د طالبانو له سیاسي استازیو سره مقدماتي خبرې وکړي.

په ابوظبۍ کې تر اخیري ناستې وروسته د خلیلزاد له لوري داسې حرکتونه وشول چې هغه په دیپلوماتیکي لحاظ د مذاکراتي پروسي له ایجاباتو سره په مغایرت کې وو.

هماغه و چې د خلیلزاد دغو منفي حرکتونو ته د طالب مذاکراتي ټیم لخوا بالمثل ځواب ورکړشو او اسلام آباد ته یې وروستی سفر په داسې حال کې تر سره شو چې هیڅ طالب چارواکي ورسره ونه لیدل.

همدا لامل وو چې نوموړی مجبورا له طالب چارواکو سره د لیدو لپاره بیرته هماغه قطر ته ورغی کوم چې یوه اونۍ وړاندې ده خپله هلته له طالبانو سره رسمي غونډه تحریم کړې وه.

پر طالبانو باندې د خلیزاد وروستیو کړنو نه دا چې کوم اغیز ونه کړ ؛ بلکې د هغه په اړه یې داسې ځوابي اعلامیه نشر کړه چې خلیلزاد یې په خپل سیاسي ماموریت کې په ناغیړي ملزم او دغه ناغیړي یې د مذاکراتي پروسې تداوم ته زیان رسوونکې وګڼله.

په مجبوره ډول قطر ته د خلیلزاد خالي لاس تګ او هلته د طالبانو د سیاسي دفتر له هغه ټیم سره کتل چې نه یې د ده ورتګ ته تیاری درلود او نه لیوالتیا په مذاکراتي پروسه کې د نوموړي د موثریت له لاسه ورکولو ښکاره نښې دي.

مذاکراتي پروسه چې د افغان لانجې د هواري په غرض پیل شوې د طرفینو له خوا پوره جدیت، موثریت او اهتمام ته اړتیا لري.

په دغسي بي باوره حالت کې چې دم ګړۍ د خلیلزاد د ناسمو کړنو له امله رامنځته شوی فکر نه کیږي چې دا حیاتي پروسه دې د کامیابي منزل ته ورسیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د مذاکراتو لپاره خليلزاد تر ټولو مناسب امريکايی دی.

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

به بچه مدیر خلیل خلیلزاد غلام بچه خانگی هیت حاکمه نظم نوین شیطان یا نماینده کمپنی های اسلحه سازی توصیه میکنم که چل چلبازی با شیردلان طالبان نکند و اگر این پروسه مذاکرات ناکام شود عواقب بسیار خطرناک دارد و لطفاً پیام استشهادی ها را بدقت بخوانید! اشغالگران تروریست و جنایتکار صليبي و علام بچه های منافقین مرتد داخلی ایشان بدانند که ملت مسلمان و مجاهد افغان از دفاع ناموس، دين، عزت، آزادی میهن و قائم نمودن نظامی الهی تا قیام قیامت به قربانی و فداکاری و جهاد ادامه خواهد داد و این را هم به گوشهای باز بشنوید که… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ډیرو همدا فکر ځکه کولو چه ذلیلزاد افغان نسله ، په فارسی خبری کوی او په پشتو هم لږ و ډیر پوهیږی. په افغانستان سفیر وو او داسی نور، یعنی د افغانستان سمه او غر ورته معلوم دی تر ټولو مهمه یی دا چه دا یی اولس دی زړه به یی پری وسوځی تر بل امریکایی به دی ترجیح ولری . مګر نه سوله د جنګ سره توپیر لری د جنګ د پاره د عوام الناسو او د هیواد اراصی پیژندلو اړه ده مګر د سولی د پاره هیواد کی دننه د بدو خلکو یا بدوګروپونو او له هیواده بهر… نور لوستل »