
فراه: نامعلومو کسانو يو ښوونځی سوځولی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د فراه ولایت مرکز اړوند تيوسک سيمه کې نامعلومو کسانو د نجونو يو ښوونځی سوځولی دی.
د فراه ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د شهيد بنفشې په نامه د نجونو دا ښوونځی تيره شپه د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوی دی او ګڼ ښوونيز توکي يې زيانمن کړي دي.
د فراه ولايت د پوهنې رياست مرستيال محمد صادق حليمي وايي چې په دې ښوونځي کې له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې نږدې زر تنه زده کوونکو زده کړې کولې.
فراه ولایت د افغانستان يو له نا امنه ولايتونو څخه شميرل کيږي چې وخت په وخت ورڅخه د جګړو خبرونه ورکول کيږي.
په افغانستان کې د ښوونځيو سوځول له پخوا راهيسې دوام لري چې حکومت په دې چاره کې طالبان ګرم بولي خو طالبانو په
ځلونو د ښوونځيو د سوځولو تورونه رد کړي دي او وايي چې دوی د ښوونځيو په سوځولو کې لاس نه لري او د داسې کړنو مخالفت کوي.
نا معلومه کسان لا څوک دي، ټول پوهیږی چی د مکتب سوځولو کار د جا دي.