د طالبانو سیاسي دفتر غړي د پګواش په یوه غونډه کې - ارشیف

قطر: د طالب استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ به خبرې سبا هم دوام وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ ناسته به سبا سې شنبه هم دوام ولري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې «امریکايي لوری د هغې اجنډا په منلو سره چې د افغانستان د اشغال خاتمه او له آینده افغانستان څخه چاته د ضرر نه رسولو اطمئنان دی د مذاکراتو میز ته راغی او نن يې استازو د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره غونډه وکړه.»

مجاهد ويلي دي چې دا غونډه به سبا هم دوام وکړي.

د طالبانو او خليلزاد ترمنځ خبرې اترې وروسته له هغه وځنډېدې چې ټاکل شوې وه د روانې ميلادی مياشتې په اتمه او نهمه نېټه طالبان او زلمي خليلزاد سره په قطر کې ناسته وکړي خو زلمی خليلزاد له دې غونډې نه په شا شو.

د قطر د ناستې د لغوه کېدو وروسته د مذاکرتو په اړه په خلکو کې نهيلي پيدا شوه او د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې يو ځل بيا د جنګ په ټينګار او يو بل سره د زور ازموينې په ناندرېو بدلې شوې، خو سيمې ته د زلمي خليلزاد د سفر په ترڅ کې خليلزاد له اټکل پرته نن سهار قطر ته ورسېد او اوسمهال له طالبانو سره يو ځل بيا د افغانستان د قضيې د حل په اړه په خبرو بوخت دی.

avatar
7 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

خليلزاد د يوې ډېري کټري او د اسلام د مقدس دين ډېري سر سختي دښمني يهودۍ چريل بنارډ (Cheryl Benard) خاوند دی. دغه ښځه په كاليفورنيا كي د امريکې د پوځ د مرکزي قوماندانۍ اړوند د Rand Corporation په نامه د يوې څېړنيزي موسسې د ملي امنيت د څانګي څېړونكې ده او درګرده لګياوي د اسلام او مسلمانانو پر ضد څېړني، ليکني او خپروني کوي او د امريکې لوړو مقاماتو او پوځ ته د اسلام د بربادۍ په هکله سلاوي او مشورې ورکوي. دغه ښځه پر خليلزاد باندي ډېر لوی اغېز لري، تر دې چي له دغي ښځي څخه د… نور لوستل »

بلال سحر
میلمه
بلال سحر

باید ووایم چی دخلیلزاد اصلی هدف سوله نده ،خلیلزاد غواړی چی دپاکستان اوطالب ترمینځ رقابت پیداکړی اوغواړی چی پاکستان دسعودی اواونوروعربی هوادونوسره شکیل کړی ځکه خویه دنوروهیوادوپه واسته پرطالب چارواکوبشارونه اوتهدیدونه زیات کړی، زماپه اند بشارونه اوتهدیدونه به دسولیسره مرسته نه بلکی سولی ته داورپه کلوپه معنی وی

علی شاه،غازی یار
میلمه
علی شاه،غازی یار

طالیبانو یو ټکی لیکلی چه اینده کی له افغانستان څخه چا ته ضر ر نه رسیدل ،
نو طالیبه وروره،دا ڼن د خپل یو سل دیرش افغانان د په دری ساعته کی په ځانمرګیو کی په وینو کی ولمبول.پرون د اتلس کسان ولمبول،
ته چه خپل افغان وژنی نو بهرنی څنګه پریږدی؟
ولس ،او نړیوال دعقل خاوندان دی،

Karwan
میلمه
Karwan

ته ورشه دهغو مردارو عسکرو نه په قبر کي پوښتنه وکړه چه هر يوه ځومره بيګناه خلک قتلي عام کړي دي او دغه بي وفا ، دالري ، فاحيش مردار عسکر اوس په کوم جهانم کي جزا دعمل حق دي. زه پوهيږم چه دا ډير تريخ حقيقت دي اما زما خپل بيوزله قتل شوي ملت نه هيريږي.
کاروان

علی شاه،غازی یار
میلمه
علی شاه،غازی یار

کاروان صاحب سلامونه. دوزخ جنت الله ج جوړکړی.او الله ج یی ویش هم کوی.زموږ د کلی په هدیره کی دولتی عسکر طالیبان او ولسی خلک خخ کړی شوی دی، نو داسی به وکړو چه د کابل بلکه ټولو دنیا تېلویزونونو ژورنالیستان به راوغواړو،د قبر څخه به هم طالیب او هم عسکر او هم یو ولسی سړی راوباسو وبه یی ګوره چه د دوی په منځ کی فرق څومره دی،؟ په څه ډول شوی؟ملایان وایی چه شهیدان بوی نه کوی دا پته به یی ولګیږی، زما یو تربور طالیب وه وویشتل قتل شو. هغه به راواباسو ،بل می دتره زوی عسکر… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

د نن تکي اسيا د محترمو وروڼو نه احترامانه هيله لرم، چه زما دنن ورځي دو کوچني ليکني نشر کړي . په ډيره درناوي کاروان

جميل
میلمه
جميل

د افغانانو جګړه د نړيوالو سره کومه معمولی او عادی جګړه نده ، دا جګړه د نړی د ډيرو زورو هيوادو د تر ټولو زورور امريکا په مشری روانه ده . څنګه چی افغانانو کمونيزم له مينځه يووړی دا واری به په ټوله نړيوال نظام کی ډير لوی بدلون راولی . ټرمپ خپلو پوځيانو ته يو کال پوره واک او پيسی ورکړی چی ګوندی بايللی جګړه وګټی ، خو د جنګ وزير ئی يو کال وروسته په مړو غوږو لکی په شا منډلی ورته ودريدی ، ټرمپ هغه ناکام وباله او چغه ئی کړ . ټرمپ پدی پوه شو چی… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

مجاهد وروره وروره و تاته وايم تادي جفاه و نکړې د يتيم ، کوندي په سر ګوره سودا و نکړې تا نه دي ‌‌‌‌‌‌ډيري هيلي د ځوريدلي ولس ستا په لور سترګي کږې د ربړيدلي ولس د اميدونو غوټئ چي خزان نسي پام کړه د بې وزلانو بڼګئ در نه وران نسي پام کړه څيري ګريوان يتيمان په ميلينو درپسې کوندي او بوري ميندي چي خاورې نه کړې اسرې لومي ، دامونه پراته چي دي راښکيل کي پکي پکې شيندلي دانې چي دي دي رايل کي پکي لاري کوڅې دي څاري پکي پراته غمازان د يون ګواښونه دي کړي ټګ… نور لوستل »

احمدالله
میلمه
احمدالله

مونږ طالبان د الله ج لښکر یو د سرکشهانسانی شیاطینو د تنبیه دپاره ( مهمه نه ده چههغه داخلی او که خارجی دی ) د پاره الله ج موظف کړی یو تر هغی به جنګیږو تر څو مو دغه داخلی او خارجی شیاطینو ته د هغو د سرکشیو او منافقتو مناسبه سزاوی ورکړی نه وی . الله ج زمونږ د ټولو په اوږو د خیر او شر لیکونکی کرام الکاتبین کینولی ، د شر اچونکو میدیا څو مخو ژباړونکو او اجیرانو د شر لیکنی مونږ ته الهام او د هغوی مخونه له نقابه راشکاره کیږی او مونږ ورته په مناسب… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

برتش پاسپورت په جیب کی ګرځوی……………د طالبی ادعا ته په لندن کوی
په څو نومونو تبصری وړاندی کوی………سوسیال ته میاشتی اخر کی ته ورځی

رښتیا درواغ ټول سره لیکی………….جنت ته به ته څنګه ځی
……………..غمی ،پښتین.سټی کنډو ،پکتیا ګردیز

حماد
میلمه
حماد

ډیر د خوښۍ ځای دې چې که خدای رحم وکړې د اشغال خاتمه او د ټولو افغانانو د خوښې او اتفاق په ترڅ کې یو ښکی اسلامي فلاحي نظام په وجود راسئ، نوره وینه تویه نسې هم د طالبانو اسلامې امارت او هم د افغانستان اسلامې جمهوریت خپل استقلال ثابت کړې.
په دې هر څه کې له الله تعالی جل و علی شانه څخه د مرستې او کرم غوښتنه باید هیڅ افغان هیره نکړې او که وکولای شې چې هر افغان دوه رکعته نفل یوازې ددغه حاجت لپاره آدا کړې.