قطر: د طالب استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ به خبرې سبا هم دوام وکړي

د طالبانو سیاسي دفتر غړي د پګواش په یوه غونډه کې - ارشیف

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ ناسته به سبا سې شنبه هم دوام ولري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې «امریکايي لوری د هغې اجنډا په منلو سره چې د افغانستان د اشغال خاتمه او له آینده افغانستان څخه چاته د ضرر نه رسولو اطمئنان دی د مذاکراتو میز ته راغی او نن يې استازو د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره غونډه وکړه.»

مجاهد ويلي دي چې دا غونډه به سبا هم دوام وکړي.

د طالبانو او خليلزاد ترمنځ خبرې اترې وروسته له هغه وځنډېدې چې ټاکل شوې وه د روانې ميلادی مياشتې په اتمه او نهمه نېټه طالبان او زلمي خليلزاد سره په قطر کې ناسته وکړي خو زلمی خليلزاد له دې غونډې نه په شا شو.

د قطر د ناستې د لغوه کېدو وروسته د مذاکرتو په اړه په خلکو کې نهيلي پيدا شوه او د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې يو ځل بيا د جنګ په ټينګار او يو بل سره د زور ازموينې په ناندرېو بدلې شوې، خو سيمې ته د زلمي خليلزاد د سفر په ترڅ کې خليلزاد له اټکل پرته نن سهار قطر ته ورسېد او اوسمهال له طالبانو سره يو ځل بيا د افغانستان د قضيې د حل په اړه په خبرو بوخت دی.

تبصرې (11)

  • خليلزاد د يوې ډېري کټري او د اسلام د مقدس دين ډېري سر سختي دښمني يهودۍ چريل بنارډ (Cheryl Benard) خاوند دی. دغه ښځه په كاليفورنيا كي د امريکې د پوځ د مرکزي قوماندانۍ اړوند د Rand Corporation په نامه د يوې څېړنيزي موسسې د ملي امنيت د څانګي څېړونكې ده او درګرده لګياوي د اسلام او مسلمانانو پر ضد څېړني، ليکني او خپروني کوي او د امريکې لوړو مقاماتو او پوځ ته د اسلام د بربادۍ په هکله سلاوي او مشورې ورکوي.
    دغه ښځه پر خليلزاد باندي ډېر لوی اغېز لري، تر دې چي له دغي ښځي څخه د ده د دوو زامنو نومونه يې د دې د خوښي سره سم الكزاندر(Alexander) او مكسيميليان (Maximilian) ايښي دي.
    ده د اسلام او مسلمانانو سره د ده د زړه د خبث او دښمنۍ پر بنسټ د نورو شومو موخو لپاره مذبوحانه هلي ځلي پيل کړي وې او نور څه يې غوښتل. د ده خيال وو چي اوبه خړي کړي او خپل زړه غوښتي کبان پکښي ونيسي، خو ښايي په امريکا کي له لوړي خوا څخه يې له خپل اصلي ماموريت څخه د عدول مخه نيول سوې وي او ورته ويل سوي وي چي خپل اصلي مسير او دندي ته وروګرځه او بې ګټي حاشيوي تحرکات پرېږده، او د طالبانو د مشرانو کلک دريځ هم ډېره ښه او ګټوره پايله ورکړه. اوس نو د دې سړي سره ډېر احتياط په کار دی. الهي د طالب مرکچيانو ته ملګری سې او له ښويېدنو په ساتلو سره يې ښه بري ور په برخه کړې.

  • باید ووایم چی دخلیلزاد اصلی هدف سوله نده ،خلیلزاد غواړی چی دپاکستان اوطالب ترمینځ رقابت پیداکړی اوغواړی چی پاکستان دسعودی اواونوروعربی هوادونوسره شکیل کړی ځکه خویه دنوروهیوادوپه واسته پرطالب چارواکوبشارونه اوتهدیدونه زیات کړی، زماپه اند بشارونه اوتهدیدونه به دسولیسره مرسته نه بلکی سولی ته داورپه کلوپه معنی وی

  • طالیبانو یو ټکی لیکلی چه اینده کی له افغانستان څخه چا ته ضر ر نه رسیدل ،
    نو طالیبه وروره،دا ڼن د خپل یو سل دیرش افغانان د په دری ساعته کی په ځانمرګیو کی په وینو کی ولمبول.پرون د اتلس کسان ولمبول،
    ته چه خپل افغان وژنی نو بهرنی څنګه پریږدی؟
    ولس ،او نړیوال دعقل خاوندان دی،

    • د نن تکي اسيا د محترمو وروڼو نه احترامانه هيله لرم، چه زما دنن ورځي دو کوچني ليکني نشر کړي . په ډيره درناوي کاروان

    • ته ورشه دهغو مردارو عسکرو نه په قبر کي پوښتنه وکړه چه هر يوه ځومره بيګناه خلک قتلي عام کړي دي او دغه بي وفا ، دالري ، فاحيش مردار عسکر اوس په کوم جهانم کي جزا دعمل حق دي. زه پوهيږم چه دا ډير تريخ حقيقت دي اما زما خپل بيوزله قتل شوي ملت نه هيريږي.
      کاروان

      • کاروان صاحب سلامونه.
        دوزخ جنت الله ج جوړکړی.او الله ج یی ویش هم کوی.زموږ د کلی په هدیره کی دولتی عسکر طالیبان او ولسی خلک خخ کړی شوی دی،
        نو داسی به وکړو چه د کابل بلکه ټولو دنیا تېلویزونونو ژورنالیستان به راوغواړو،د قبر څخه به هم طالیب او هم عسکر او هم یو ولسی سړی راوباسو وبه یی ګوره چه د دوی په منځ کی فرق څومره دی،؟
        په څه ډول شوی؟ملایان وایی چه شهیدان بوی نه کوی دا پته به یی ولګیږی،
        زما یو تربور طالیب وه وویشتل قتل شو. هغه به راواباسو ،بل می دتره زوی عسکر وه وویشت شو دا به هم را باسو ،نو سره وبه یی ګورو ،چه کوم یو جهنمی دی ؟کوم یو جنتی دی؟او که هیڅ فرق یی نشته ؟دا به همالته په هدیره کی معلوم شی.
        که فرق یی نه وه ،نو د جنت هیله چاته مه ورکوی،او مه په دین او مذهب تجارت کوی،
        کومه بله لاره قدرت ته د رسیدلو ګوری،

  • د افغانانو جګړه د نړيوالو سره کومه معمولی او عادی جګړه نده ، دا جګړه د نړی د ډيرو زورو هيوادو د تر ټولو زورور امريکا په مشری روانه ده .
    څنګه چی افغانانو کمونيزم له مينځه يووړی دا واری به په ټوله نړيوال نظام کی ډير لوی بدلون راولی .
    ټرمپ خپلو پوځيانو ته يو کال پوره واک او پيسی ورکړی چی ګوندی بايللی جګړه وګټی ، خو د جنګ وزير ئی يو کال وروسته په مړو غوږو لکی په شا منډلی ورته ودريدی ، ټرمپ هغه ناکام وباله او چغه ئی کړ .
    ټرمپ پدی پوه شو چی مونږ په ټولو ونشوای کړای چی افغانستان وګټو دا که صبا دا نوری مستعمری همدا چم زده کړی د ټولو سره به جګړی کوو .؟
    ټرمپ اوس دی پايلی ته رسيدلی چی دا سيسټم نور زوړ شوی او دامريکا پوځی ماشين نور نشی کولای هر ځای بدماشی وکړی ، د افغانستان د وتو سره به امريکا له ډيرو نورو هيوادو پښی سپکی کړی .
    ټرمپ دا هم ويلی چی د ناټو څخه به ووزی ، ټرمپ امريکايان پدی قانع کړيدی چی لمړی امريکا ، هر هغه څوک چی ئی مخالف وی له مخه ئی ليری کوی په تيره بيا د افغانستان په پاليسی کی ، ښه مثال يی همدا مړ سترګی خليلزاد دی ، چی سپی غوندی يی په مړو سترګو طالبانوته ور وليږی .
    د پاک الله(ج) په زور سره د طالبانو لاس دومره پورته دی چی هيڅ تصور يی نکيږی ، دوی ته هيڅ نه ښايی چی په کومه موضوع کی دی ګزشت وکړی او يا دی د چا پروا ولری ، دوی پدی ښه پوهيږی چی خالق ئی ورسره دی او سبب هم هغه وربرابروی .
    الهی دا سپيره پر تا مينو طالبانوته بری ورکړی
    الهی امت مسلمه ته اتحاد او اتفاق ورکړی
    آمين يا رب العالمين

  • مجاهد وروره
    وروره و تاته وايم
    تادي جفاه و نکړې
    د يتيم ، کوندي په سر
    ګوره سودا و نکړې
    تا نه دي ‌‌‌‌‌‌ډيري هيلي
    د ځوريدلي ولس
    ستا په لور سترګي کږې
    د ربړيدلي ولس
    د اميدونو غوټئ
    چي خزان نسي پام کړه
    د بې وزلانو بڼګئ
    در نه وران نسي پام کړه
    څيري ګريوان يتيمان
    په ميلينو درپسې
    کوندي او بوري ميندي
    چي خاورې نه کړې اسرې
    لومي ، دامونه پراته
    چي دي راښکيل کي پکي
    پکې شيندلي دانې
    چي دي دي رايل کي پکي
    لاري کوڅې دي څاري
    پکي پراته غمازان
    د يون ګواښونه دي کړي
    ټګ و ټګمار ، ټګماران
    ستا د خوړو په طمعه
    سره ليوان غلي غلي
    داړي چيچي له قهره
    شرمښان غلي غلي
    لوړو برجو کي ناست دي
    چي دي کي لاره کږه
    د وخت فرصت په اميد
    لرليد کي کړي ننداره
    لاره دي نېغه نيسه
    خطر کږليچو کي دی
    چي دي وه نه تيرباسي
    ماران دي ليڅو کي دي
    هوښيار، بيدار ووسه
    چي ويده نسې لار کي
    وروره و تاته وايم
    چي مانده نسې لار کي
    8-حمل-1366
    اقتباس زما دشعري ټولګي (څڅيدلي ويني )
    چاپ کال 1388 لمريز

  • مونږ طالبان د الله ج لښکر یو د سرکشهانسانی شیاطینو د تنبیه دپاره ( مهمه نه ده چههغه داخلی او که خارجی دی ) د پاره الله ج موظف کړی یو تر هغی به جنګیږو تر څو مو دغه داخلی او خارجی شیاطینو ته د هغو د سرکشیو او منافقتو مناسبه سزاوی ورکړی نه وی . الله ج زمونږ د ټولو په اوږو د خیر او شر لیکونکی کرام الکاتبین کینولی ، د شر اچونکو میدیا څو مخو ژباړونکو او اجیرانو د شر لیکنی مونږ ته الهام او د هغوی مخونه له نقابه راشکاره کیږی او مونږ ورته په مناسب وخت کی سزاوی اوروو حتی د میدیا اجیران مونږ اوس په خپلو نوم پیژنو ، کورنیو ته مو وصیب وکړی

    • برتش پاسپورت په جیب کی ګرځوی…………...د طالبی ادعا ته په لندن کوی
      په څو نومونو تبصری وړاندی کوی………سوسیال ته میاشتی اخر کی ته ورځی

      رښتیا درواغ ټول سره لیکی………….جنت ته به ته څنګه ځی
      ……………..غمی ،پښتین.سټی کنډو ،پکتیا ګردیز

  • ډیر د خوښۍ ځای دې چې که خدای رحم وکړې د اشغال خاتمه او د ټولو افغانانو د خوښې او اتفاق په ترڅ کې یو ښکی اسلامي فلاحي نظام په وجود راسئ، نوره وینه تویه نسې هم د طالبانو اسلامې امارت او هم د افغانستان اسلامې جمهوریت خپل استقلال ثابت کړې.
    په دې هر څه کې له الله تعالی جل و علی شانه څخه د مرستې او کرم غوښتنه باید هیڅ افغان هیره نکړې او که وکولای شې چې هر افغان دوه رکعته نفل یوازې ددغه حاجت لپاره آدا کړې.