د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر نیول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ):د پښتون ژغورنې غورځنګ يو تن فعال مشر عالم زيب مسيد په کراچۍ د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمير پلويانو نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تري تم شويو پښتنو د خلاصون په اړه مظاهره کوله چې امنيتي ځواکونو عالم زيب مسيد له خپلو څو نورو ملګرو سره ونيو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم د نوموړي نيونه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې د عالمزيب مسعود د خلاصون له پاره د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ پلويان په کراچۍ کې د محکمې مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي دي او د خپل مشر د خلاصون غوښتنه کوي.

عالم زيب مسيد چې د وزيرستان اوسیدونکی دی له پښتونخوا څخه کراچۍ ښار ته په ياده غونډه کې د ګډون له پاره تللی و.
د مسيد له نيولو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په ټولنيزو رسنيو د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتني په ګډون ګڼ شمير پلويان او مشران د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي خو بیا بيرته خوشې شوي دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د تري تم شويو پښتنو د راپيداکېدو او د هغوی د حقوق له پاره مبارزه کوي.