که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، رښتيا به کورنۍ جګړې رامنځته شي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د امريکا «رنډ کارپوريشن» څېړنيز مرکز له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه په خپل راپور کې ويلي، که امریکا له افغانستان څخه پوځيان وباسي، د افغانستان حکومت به کمزوری شي او طالبان به پر افغانستان واکمن شي.

د رنډ کارپوريشن دغه راپور د امريکا دوو ډيپلوماټانو او د پوځي چارو دوو کارپوهانو په ګډه ليکلی او په کې يې د امريکايي ولسمشر  ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې پایلو ته کتنه کړې، چې له افغانستانه د اوو زرو امريکايي پوځيانو شمېر کموي.

په دغه څېړنيز راپور کې راغلي، که چېرته امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، د سيمې هېوادونه، لکه پاکستان، روسيه، هند، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران افغانستان کې د خپلو ګټو او قومي ستونزو د پيدا کولو لپاره مداخلې وکړي.

راپور ليکونکو په کابل کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ د مشر شاه محمود مياخېل له  قوله ليکلي، که امريکایي پوځيان د مناسب پلان او  مسؤوليت له مخې ونه وځي، افغانستان به يو ځل بيا د نويمو کلونو په څېر د  کورنۍ او نيابتي جګړو په ميدان بدل شي.

په راپور کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو سره هم مخالفت ښودل شوی او اندېښنه  يې ښکاره کړې، که ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه اووه زره امريکايي پوځيان وباسي، دې سره به د افغانستان مرکزي حکومت هم کمزوری شي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې طالبان د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او روسيې سره پراخې اړيکې لري او د امريکايي پوځيانو کمول به د طالبانو په ګټه تمام شي.

رنډ کارپوريشن څېړنيز مرکز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې سپينې ماڼۍ له افغانستان د امريکايي پوځيانو په کمولو فکر پيل کړی او ډېری امريکايي کارپوهان او ولس هم د افغانستان روانې جګړې سره مخالفت لري او غوښتنه کوي، چې روانه جګړه دې په مسؤولانه توګه پای ته ورسول شي.

د ياد راپور د اندېښنو په څېر ځينو نورو کارپوهانو او څارونکو هم ورته څرګندونې کړي، خو طالبان له تېرې اوږدې مودې راهيسې په خپلو رسمي څرګندونو او اعلاميو کې وايي، چې د روانې جګړې اساسي لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی او بايد د سولې پروسې د بريا لپاره امریکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو مهالوېش اعلان کړي.

طالبانو ټينګار  کړی، چې د پخوانيو حالاتو په پرتله يې تجربه زياته ده او هېڅکله به داسې حالاتو ته اجازه ور نه کړي، چې هېواد د کورنۍ جګړې پر لور بوځي.

طالبان وايي، چې دوی په هېواد کې  پخوا هم کورنۍ جګړې پای ته رسولي او په راتلونکي وخت کې به داسې حکومتولي رامنځته کړي، چې د اسلامي او ملي  ارزښتونو په نظر کې نيولو سره د ټولو افغانانو په خوښه افغان شموله وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
معاض
میلمه
معاض

انشالله چه اسلامی امارت قایم شی بیابه د ټولی بد بختی له مینځه ځی

لونګ
میلمه
لونګ

پدی خو ټول پوهیږی چی پاکستان هیڅ کله یو آرام او پر مخ تللی افغانستان نغواړی. او پدی دی هم ټول پوهیږی چی اکثره طالبان د پاکستان تر اغیز لاندی دی او هغوی به هغه څه وکړی چی پاکستان یی غواړی. لکه څنګه چی د روسان له وتو ورسته افغانستان کی جنګونه پیل شول تاریخ به یو ځل بیا هم تکرار شي. اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان ندی. ټول ګاونډیان دلته خپلی منافع لری. ایرانیانو هزاره ګان دومره روزلی چی تر کلونو پوری به د طالبانو سره وجنګیږی. روسان هم په زړه کی د طالبانو سره خوش نه ښکاری نو… نور لوستل »