افغانستانخبرونه

رویټرز: د میدان ښار په برید کې د وژل شویوځواکونو شمېر تر «۱۰۰» لوړ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل): رویټرز نړیوال خبري اژانس ته رسیدلي خبرونه ښيي چې، د میدان ښار په ننني برید کې تر سلو ډېر د ځانګړو امنیتي ځواکونو غړي وژل شوي.
رويټرز په کابل کې د دفاع وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي له خولي ليکي «موږ ته د رسېدلو معلوماتو له مخې په برید کې ۱۲۶ کسان وژل شوي چې د هغوی له ډلې یې ۸ تنه د کمانډو ځواکونو غړي دي».
همدارنګه د میدان وردګو ولایت اړوند یوه بل چارواکي رويټرز ته ویلي چې «دی د ملي امنیت له ځواکونو سره په اړیکه کې دی او هغوی ورته د ۱۰۰ امنیتي ځواکونو د وژل کېدو د خبر پخلی کړی».
یاده دې وي چې دا برید نن سهار د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو په مرکز ترسره شو او پړه یې طالبانو په غاړه واخسته .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي چې «نن سهار وختي د میدان وردګو مرکز میدان ښار کې د مزدور دښمن د ځانګړې قطعې په قومندانۍ د هاموې ټانک په وسیله لومړی فدایي برید وشو، وروسته ګڼ شمیر نور فدایان قومندانۍ ننوتل »
نوموړي د برید د وروستیو جزئیاتو په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي چې په یاد برید کې یې تر ۹۰ زیات د ځانګړو امنیتي ځواکونو غړي وژلي او تر ۱۰۰ ډېر یې ټپيان کړي ، نوموړي همدا راز په خپل ټویټر باندې د برید کوونکو انځورونه هم نشر کړي چې په وینا یې دغه کسانو د میدان ښار په نني برید کې برخه درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ان لله و ان الیه الرجعون.
ټولو ته الله ج جنتونه ورکړی،وارثانو ته د الله ج صبر جمیل ورکړی.
خبری روانی دی،کیدای شوه جوړه شوی وای.دا برید ته کوم حاجت وه؟یوسل او شل کورنی مو د غم ټغر کینولی،
له دا څخه بل کوم غټ ظلم؟
پرون د لوګر والی اتلس کسان ،او ڼن د میدان وردګ شهیدان،ټول د مسلمان زامن ټول مسلمانان ،په کوم دین په کوم مذهب یی قتل روا وه؟

معاض

همدی عسکرو هرا ورځ ډیری کرانی دغم په ټغر کینا ولی

حماد

په دې ټکې د طالب سر نه خلاصیږې که ولس ګنګس دې چې خبرې له کفارو سره او له کفارو سره په خبرو کې د زیات کریډیټ لپاره د مسلمان قتل په اسلام کې چیرته روا دې؟ شته کوم ځواب یې ووایې؟

جميل

هغه چى د كفارو په پيسو، وسلو او د هغوى په حكم مسلمان قتلوى هغه منافقين دى او د هغوى قتل داسى روا دى لكه د مور شيدى .
د خداى روى وگورى خپل دين مطالعه كرى او په زره يى ومنى .

عبدالولی (فهیم)

حماد خانه ته داسی ښکاری چی ښه ګنګس یی دا د کابل اداره تاته مسلمانه ښکاری کوم کاریی د مسلمان کار دی ته خپله داسی ښکاری چی دیر بی خبره او د فیل په غوږکی ویده یی . دا مزدوره د کابل اداره تاته چا جوړه کړی ده ایا همدی کفارو درته نده جوړه کړی ستا ددی مزدوری اداری کوم کار د اسلام په قانون برابر کار دی او بل دا چی که ته کومه شخړه ولری کوم د کلی خان سره هغه د خان سره فیصله کوی که کوم غلام یابزګر سره یی. د کابل اداره خو غلامه اداره… نور لوستل »

مجاهد

له دی وروسته نه غواړم د چا نوم واخلم او مخاطب یی کړم. زمونږ د پاره د اشغلګرو د وتلو اړه دا هم ده چه زمونږ خلک یی لمړی فقیر او بی سواده او بیا یی د ملی ملی او ملی په نوم زمونږ د بی دفاع اولس د استمثارولو او وژلو د پاره په جلا جلا نومو په لکونو عسکر او ملیشی جوړی کړی . که هغه ملیشی زمونږ خلک وژنی د میدیا د اجیرانو خولی بندی که د مظلوم اولس نمایندهګان ( طالبان ) هعوی وژنی د میدیا اجیران د کارغانو په شان قاغ قاغ شروع کړی .… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x