طالبانو له چاپه مارانو غچ واخیست

زخمي افغان

که څه هم د امریکایي او د هغوی تر لاس لاندې داخلي عسکرو لخوا په ولسي سیمو د چاپو، شپنیو عملیاتواو  ظالمانه بریدونو سلسله له تیرې یوې نیمې لسیزې را روانه ده، خو په دې وروستیو کې د اشرف غني د رژیم له خوا دغو عملیاتو کاملا جلا، ظالمانه او وحشتناک شکل غوره کړی دی.

که پخوا په چاپو کې یوازې طالبان په نښه کیدل، په وروستیو میاشتو کې ولسي کورونه او عام افغانان چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي له یوې مخې په نښه کیږي او د قتل، ځور، حبس او تعذیب په بیلابیلو انواعو تهدیدیږي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په اکثره سیمو خصوصا کابل ته څیرمه ولایاتو لکه لوګر، وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، لغمان او ګڼو نورو سیمو کې چې حکومتي عسکرو کوم عملیات کړي د وحشت او ظلم په اعتبار سره ورته دي او داسې ښکاري چې نوې عملیاتي ستراتيژي له لویه سره په قصدي وژلو، تخریب، لوټ تالان او د اولس په ویرولو بناء وي. په دې عملیاتو کې د ولسي وګړو کورونه په بمونو الوځول شوي. دوکانونه یې سوځول شوي، موټر، تراکتوران، موټر سایکل او نور وسایط یي هم سوځول شوي دي. د اوبو ماشینونه او د اوبو را ایستلو لپاره سولر هندارې یې ماتې کړل شوي او په هر ډول چې ممکنه وي قصدي زیان ور رسول شوی دی، له دې علاوه یې ډیر ځله ځوانان هم چارماري شوي، حتی ماشومان یې وژل شوي، لکه په لوړ انځور لیدل کیدونکي ماشومان چې د وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ملي امنیت د قطعه خاص ځواکونو په چاپه کې ووژل شول خو بیا یي چا پوښتنه هم ونکړه او نه یې جرم او ګناه معلومه شوه.

دغه عملیات د عامو عسکرو، پولیسو یا اربکیانو لخوا نه ترسره کیږي، بلکې په امنیتي لیکو کې ځانګړي قطعات دغه ظالمانه عملیات له امریکایانو سره په ګډه ترسره کوي. ددې عملیاتو ترسره کوونکي د صفر یک او صفر دو په نوم قطعات، ځانګړي ځواکونه یا کمانډویان، په خوست کې له سي آی اې سره تړلي ضربتیان یا د کمپاین عسکر او یا هم د ملي امنیت تر سرپرستۍ لاندې د قطعه خاص ځواکونه دغه وړ ظالمانه عملیات سرته رسوي.

د دې عملیات خصوصیات دا دي چې په ډير ظلم او بې باکۍ ترسره کیږي، محلي حکومتي چارواکې نه ترې خبریږي او نه هم ورباندې کنترول لري. رسنۍ  د ترسره شویو مظالمو په اړه راپورونه نه ورکوي، او که کوم عملیات رسنیو ته راووځي نو بیا حکومتي چارواکي د عامو خلکو نړول شوي کورونه د طالبانو مراکز اعلانوي، دغه راز عام ولسي وګړي هم د طالبانو د قومندانانو په نوم اعلانوي چې د دوی لخوا وژل شوي دي.

د دې عملیاتو سلسله له تیرو څو میاشتو روانه ده، د ژمي  په رارسیدو لا تونده شوې ده، هره شپه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ولسي کورونه ویجاړیږي او خلک وژل کیږي. یوازې د طالبان خبرپاڼې دي چې دې عملیاتو ته په کې اشاره کیږي له دې علاوه د اولس دغه ناتمام دردونه او غمیزې همداسې سرپټې او ناویلې پاته دي چې پرله پسې د اشرف غني د رژیم او په خاص ډول د یادو چاپه مارو عسکرو په خلاف د اولس په زړه کې غوسه او عقده ذخیره کوي.

په وروستیو کې له طالبانو دا غوښتنې ډيرې شوې وې چې باید د دغو عملیاتو په وړاندې انتقامي عمل ترسره کړي. بالاخره هغه دی طالبانو د چاپه مارو ځواکونو په یوه مرکز خورا دروند فدایي برید ترسره کړ.

خبر وایي چې دغه برید چې نن سهار د میدان وردګ ولایت مرکز ته نږدې د کمانډویانو او ملي امنیت د قطعه خاص په قرارګاه ترسره شوی دی، دغه مرکز یې  په بشپړ ډول نړولی دی. د رویټر نړیوال خبري آژانس د دفاع وزارت د چارواکو په استناد ویلي چې په دې برید کې ۱۲۶ تنه چاپه وهونکي خاص ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. رسنۍ وایي چې دغه برید په تېر ټول کال کې بې ساری دی او په یوه تعبیر طالبانو له چاپه مارانو څخه د ډیرو چاپو او مظالمو غچ په یوه وار  اخیستی دی.

د میدان وردګ خونړي برید موږ ته راوښودله چې هر عمل بالمثل عکس العمل لري. که د اشرف غني چاپه ماران د اولس په وړاندې له ظلم،وژنو، تخریب او لوټ تالان څخه کار اخلي  په وړاندې به یې عکس العمل همدومره توند، ویجاړوونکی او لړزوونکی وي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
6 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

هر عمل با لمثل عکس العمل لری پدیکی خو شک نشته، خو تاسی به په دوی وحشیانو نور هم ولسی خلګ تباه کړی. الله دی تاسی دواړه چی سبب د کشتار د خلکو ګرځی تباه کړی. تاسو ځان مرګو کو څومره بیګناه ماشومان او ښځی ووژلی همداسی د حکومتی عسکرو په بریدونو کی ډیری بیګناه کسان شهیدان کیږی. که خدای مه کړه زه اربکې ووسم خو قسم چی د طالب د ولکی لاندی ماشوم څه چی چرګه به ووژنم. همداسی د تاسو زړونه هم مسح شوي. بهتره داده چی یوه سوله وشی په خاطر د الله نه، په خاطر د… نور لوستل »

شاکر
میلمه
شاکر

لونگه منافق تا دی هم خدای د دغه منافقینو سره حشر کری چه ته وه طالب ته هم شیراوی کوی
طالب د امریکایانو تر سایی لاندی صلح نه غواری بلکه طالب د وطن استقلال غواری
او استقلال وینه غواری
د سید جمال الدین افغان قول دی چه دی وایی
استقلال اخستل کیژی نه ور کول کیژی
نو ته مطمئنه اوسه چه امریکایان او د دوی مزدوران هیس وقت وه افغانانو ته استقلال نه ور کوی
تر سو چه طالبان یی په زوره وانخلی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

تا دې خدای ﷻ په استمراري ډول خوار لري چې د طالبانو د واک لاندې ساحو په چرګانو هم رحم نه کوې،،،

زه اصلا ستا د حماقت او جهل په تخمين کې ورک يم،،، طالبان د افغانستان په اويا فيصده ساحه باندې واک چلوي ته د کوم قانون له مخې هلته د عامو افغانانو وژل موجه عمل گڼئ؟؟؟!!!

تف لانت په جاهلو اربکيانو

پتنګ
میلمه
پتنګ

هلکه لونګه خوشې لګیا یې ! مونږ ورغلي یو ددوی هیواد ته او که دوی په زور راغلي دي او مونږ وژني!! زمونږ وظيفه داده چې دوی وباسو که په زور وي او یا که په رضا !!

شهاب
میلمه
شهاب

نن می دوه زړه یخونکې خبرونه تر سترګو شول لمړۍ د مغروری امریکا منافق دیپلومات قطر ته خړی سترګې ورتګ او دوهم د عصر د فرعونیانو په مرکز اتلوال برید. نو ماته د درویش صاحب هغه ترانه را یاده کړه چې;
نه دریږی سر وهی ماسره ټټر وهی
ډیر له غرور ډک تندی مې لاندی له پیزار دی
اوس هم شرمسار دی

غوربندي
میلمه
غوربندي

په دې هيله چې د اشرف غني د کونباخته دفاع وزير سد به نن سر ته ورغلی وي.

سر يې وهو سنګر ترې نيسو

دا بې ناموسان بيا تمه لري چې طالبان به له دوی سره خبرې کوي

حماد
میلمه
حماد

طالبان له تیرو ۲۵ کالو له چاپه مارانو غچونه اخلې، د یوې احصایي له مخې خپله یې هم د دغه افغان کشې په لوبه کې یولک ککرۍ خاوري کړیدې، مګر کله چې د اسلام مبین دین مطالعه کوو په تیره بیا د حضور نبې اقدس صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت نو د طالبي کړنو جواز ته هیڅ څرک نه ورکې لیدل کیږې، کله یې د شر وفساد نوم اخست، اوس بیا اشغال او د غلام نوم اخلې مګر چې پر خپل وطندار مسلمان چې هر نوم ایږدې ددوي مطلب د مسلمان کلیمه ګو قتل او په بیرحمانه توګه له… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

ترسو چى د قرانكريم په مباركو اايتوكى ، په نبوى مباركو حديثوكى او د اسلام په تير تاريخ كى د منافقينو عادات او منافقت و نه لولو ، پوره اعتماد پر و نكرو او د الله(ج) د لشكر(مجاهدينو) كركه له زانه ليرى نه كرو ، ليرى ده چى د حق د لارى توفيق مو په برخه شى چى أويا زره وارى هم ظاهرى دعاوى وكرو ، الله(ج) د زرو مالك دى . كه په دين پوره عمل هم ونشو كولاى خو پوره منل يى حتمى دى ، كه خداى مكره د قرانكريم يو اايت سه چى يوه كليمه هم ونه… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

ښاغلي حماد، دا هغه عسکر دي ، چه دشپي د خلکو کورونو ته ورځي ، نر او ښځي واړه او زاړه ټول قتلوي. ايا هغه ددي وطن مسلمان خلک ندي! او په افغانيت، مسلماني او بيګناهي کي ئي کوم شک لري؟ نو تاسي چه ددي دعوه لري چه هغه مسلمان افغان عسکر ولي قتل کيږي. زه خو ددغو عسکرو په مسلماني کي شک لرم. دغه عسکر په خداي عقيده نلري او نه اسلام مني. دهغوي سترګي دالرو او فحشا ړندي کړي دي، نو ځکه وايم چه دغه فاسد ولس وژونکي له خداي نه منکر دامريکا ددالرو غلامان په هر ځاي… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

حماد صاحب

هغه عسکر چې تربيه او اعاشه ا و اباطه او قومانده يې د کفارو په لاس کې وي او په توره شپه په ولسي کورونو چاپې وهي او په خواږه خوب ويده بې ګناه خلک شهيدانوي، که پنځه وخته په لمانځه او اوداسه هم واوسي مرګ يې داسې روا دی لکه د ليوني سپي.

ته جاهل چې په طالب او هغو چې د طالب په کفر کې شک لری د کفر ټاپه وهی نو پوه شه چې که ته دا خبره له زړه او اګاهانه کوی نو همدا کفر خپله تا مردارخور ته درګرځي.

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

دا برید د هغه بی وزله بیچاره افغانانو غچ دی کوم چی همدا د اشغالګرو غلامانو په بی ګناه توګه په خواږه خوب ویده شهیدان کړی دی .
نن اتل غازیانو د هغوی غچ له دی بیناموسانو واخیسته او داسی یی موردار کړل چی د ډیرویی مسخه شوی څیری هم نه پیژندل کیدی چی دا څوک دی.
د افغانستان اسلامی امارت به د هر هغه افغان غچ لدی یرغلګرو او غلامانو نه اخلی کوم چی دی وحشیانو شهیدان کړی دی.
الله (ج) دی دی اتل سرتیریته جنتونه نصیب کړی چی د بیوزله او مبارزو افغانانو غچ یی لدی غلامانو وخیسته.

مجاهد
میلمه
مجاهد

له دی وروسته نه غواړم د چا نوم واخلم او مخاطب یی کړم. زمونږ د پاره د اشغلګرو د وتلو اړه دا هم ده چه زمونږ خلک یی لمړی فقیر او بی سواده او بیا یی د ملی ملی او ملی په نوم زمونږ د بی دفاع اولس د استمثارولو او وژلو د پاره په جلا جلا نومو په لکونو عسکر او ملیشی جوړی کړی . که هغه ملیشی زمونږ خلک وژنی د میدیا د اجیرانو خولی بندی که د مظلوم اولس نمایندهګان ( طالبان ) هعوی وژنی د میدیا اجیران د کارغانو په شان قاغ قاغ شروع کړی .… نور لوستل »