نن ټکی اسیا

طالبانو له چاپه مارانو غچ واخیست

زخمي افغان

که څه هم د امریکایي او د هغوی تر لاس لاندې داخلي عسکرو لخوا په ولسي سیمو د چاپو، شپنیو عملیاتواو  ظالمانه بریدونو سلسله له تیرې یوې نیمې لسیزې را روانه ده، خو په دې وروستیو کې د اشرف غني د رژیم له خوا دغو عملیاتو کاملا جلا، ظالمانه او وحشتناک شکل غوره کړی دی.

که پخوا په چاپو کې یوازې طالبان په نښه کیدل، په وروستیو میاشتو کې ولسي کورونه او عام افغانان چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي له یوې مخې په نښه کیږي او د قتل، ځور، حبس او تعذیب په بیلابیلو انواعو تهدیدیږي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په اکثره سیمو خصوصا کابل ته څیرمه ولایاتو لکه لوګر، وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، لغمان او ګڼو نورو سیمو کې چې حکومتي عسکرو کوم عملیات کړي د وحشت او ظلم په اعتبار سره ورته دي او داسې ښکاري چې نوې عملیاتي ستراتيژي له لویه سره په قصدي وژلو، تخریب، لوټ تالان او د اولس په ویرولو بناء وي. په دې عملیاتو کې د ولسي وګړو کورونه په بمونو الوځول شوي. دوکانونه یې سوځول شوي، موټر، تراکتوران، موټر سایکل او نور وسایط یي هم سوځول شوي دي. د اوبو ماشینونه او د اوبو را ایستلو لپاره سولر هندارې یې ماتې کړل شوي او په هر ډول چې ممکنه وي قصدي زیان ور رسول شوی دی، له دې علاوه یې ډیر ځله ځوانان هم چارماري شوي، حتی ماشومان یې وژل شوي، لکه په لوړ انځور لیدل کیدونکي ماشومان چې د وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ملي امنیت د قطعه خاص ځواکونو په چاپه کې ووژل شول خو بیا یي چا پوښتنه هم ونکړه او نه یې جرم او ګناه معلومه شوه.

دغه عملیات د عامو عسکرو، پولیسو یا اربکیانو لخوا نه ترسره کیږي، بلکې په امنیتي لیکو کې ځانګړي قطعات دغه ظالمانه عملیات له امریکایانو سره په ګډه ترسره کوي. ددې عملیاتو ترسره کوونکي د صفر یک او صفر دو په نوم قطعات، ځانګړي ځواکونه یا کمانډویان، په خوست کې له سي آی اې سره تړلي ضربتیان یا د کمپاین عسکر او یا هم د ملي امنیت تر سرپرستۍ لاندې د قطعه خاص ځواکونه دغه وړ ظالمانه عملیات سرته رسوي.

د دې عملیات خصوصیات دا دي چې په ډير ظلم او بې باکۍ ترسره کیږي، محلي حکومتي چارواکې نه ترې خبریږي او نه هم ورباندې کنترول لري. رسنۍ  د ترسره شویو مظالمو په اړه راپورونه نه ورکوي، او که کوم عملیات رسنیو ته راووځي نو بیا حکومتي چارواکي د عامو خلکو نړول شوي کورونه د طالبانو مراکز اعلانوي، دغه راز عام ولسي وګړي هم د طالبانو د قومندانانو په نوم اعلانوي چې د دوی لخوا وژل شوي دي.

د دې عملیاتو سلسله له تیرو څو میاشتو روانه ده، د ژمي  په رارسیدو لا تونده شوې ده، هره شپه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ولسي کورونه ویجاړیږي او خلک وژل کیږي. یوازې د طالبان خبرپاڼې دي چې دې عملیاتو ته په کې اشاره کیږي له دې علاوه د اولس دغه ناتمام دردونه او غمیزې همداسې سرپټې او ناویلې پاته دي چې پرله پسې د اشرف غني د رژیم او په خاص ډول د یادو چاپه مارو عسکرو په خلاف د اولس په زړه کې غوسه او عقده ذخیره کوي.

په وروستیو کې له طالبانو دا غوښتنې ډيرې شوې وې چې باید د دغو عملیاتو په وړاندې انتقامي عمل ترسره کړي. بالاخره هغه دی طالبانو د چاپه مارو ځواکونو په یوه مرکز خورا دروند فدایي برید ترسره کړ.

خبر وایي چې دغه برید چې نن سهار د میدان وردګ ولایت مرکز ته نږدې د کمانډویانو او ملي امنیت د قطعه خاص په قرارګاه ترسره شوی دی، دغه مرکز یې  په بشپړ ډول نړولی دی. د رویټر نړیوال خبري آژانس د دفاع وزارت د چارواکو په استناد ویلي چې په دې برید کې ۱۲۶ تنه چاپه وهونکي خاص ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. رسنۍ وایي چې دغه برید په تېر ټول کال کې بې ساری دی او په یوه تعبیر طالبانو له چاپه مارانو څخه د ډیرو چاپو او مظالمو غچ په یوه وار  اخیستی دی.

د میدان وردګ خونړي برید موږ ته راوښودله چې هر عمل بالمثل عکس العمل لري. که د اشرف غني چاپه ماران د اولس په وړاندې له ظلم،وژنو، تخریب او لوټ تالان څخه کار اخلي  په وړاندې به یې عکس العمل همدومره توند، ویجاړوونکی او لړزوونکی وي.