طالبان: مولوي يعقوب روغ رمټ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲،سلواغه، ۱۳۹۷ل): تيره شپه يو شمير کورنيو رسنيو د طالبانو د مشر شيخ هبة الله اخندازاده مرستيال او ملا محمد عمر مجاهد زوی مولوي يعقوب په اړه خپاره شوي خبرونه له حقيقت نه لرې وبلل او ويلي يې دي چې نوموړی ژوندی دی او هيڅ مشکل ورته نه دي پيښ شوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي دي چې د مولوي يعقوب ته هېڅ ډول مشکل نه دی رسېدلی خبر حقيقت نه لري او نوموړی روغ جوړ دی.

د طالبانو له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کابل اداره په ميدان ودرګ کې د تيرې ورځې د بريد او قطر ته د خليلزاد له تګ وروسته د خپلو ناکاميو د پټولو له امله داسې اوازې خپرې وي، خو دا هيڅ حقيقت نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

الله ج دی دا بیغرته بی ننګه او د امریکا غلامان هلاک او وشرموی چی داسی پوروپاګند کوی دا غلامان دومره بیشرمه خلک دی څه هیڅ په شرم خبر ندی او په کاذبه خبرونو خلک غلوی.