بلوچستان: په ترافيکي پيښه کې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بلوچستان ايالات په لسبيله سيمه کې د يوې ترافیکي پيښې له امله ۲۷ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بلوچستان ايالت سيمه ييز چارواکي وايي چې دا پيښه تيره شپه د تيلو د ټانکر او د سپرليو د بس موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه چې دا مرګ ژوبله يې واړوله.

سيمه ييز پوليس واييي چې د موټرو له ټکر وروسته په بس کې اور ولګېد چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ تنه سپاره وو چې ۲۷ يې وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

پولیس وايي چې د سپرليو بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان لاسبیلا ولسوالۍ کې د تیلو ټنکر سره ټکر شوی او له امله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي چې پيښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده او زياتوي چې موټر چلونکي او دواړه موټر يې په خپله ولکه کې اخيستي دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان او پاکستان کې ترافيکي قوانينو ته نه پاملرنه او د موټر چلوونکو بې احتياطي هغه څه دي چې له امله يې ډېرې ترافيکي پيښې رامنځته کيږي.

تيره ورځ په هرات ولايت کې هم د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي وو.