نشنلېزم؛ د امت د بدبختی له لاملونو

محمد آصف آزاد

د اسلام تر راتګ وړاندې د عربو قومونه د خپل منځي خونړیو جګړو تاریخ لري. په وړو وړو خبرو او پېغورونو یې کلونه کلونه قبیلوي جګړې کړي. ښه بېلګه یې د “اوس” او “خزرج” قبیلو جګړې دي. د هغوی شاعرانو به هم تل په خپلو شعرونو کې همدا د خپلو قومونو ستاینه او د نورو هغو بدي بیانوله. خپل قومیان به یې د نورو هغو پر خلاف خونړیو جګړو ته را پارول. هغه چې ډېر وژونکی و؛ ډېر به ستایل کېده. خو کله چې د اسلام مبارک دین ظهور وکړ؛ او همدا وګړي د اسلام په مبارک دین مشرف شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د “الاسلام ملة واحد” پر بنسټ داسې سره را ټول او متحد کړل، چې بلکل یې له هغوی څخه دغه د قومپرستۍ “بدبویه” مفکوره هېره کړه. هماغه یو د بل په وړاندې کلونه کلونه جنګېدلي وګړي یې په داسې حیرانوونکي ډول سره متحد او یو پر بل مینان کړل چې، تر ننه ټول تاریخپوهان هغه که مسلمانان دي او یا غیر مسلمانان، ورته هک حیران دي.

د بېلګې په ډول به د نامسلمان انګلیسي تاریخپوه “ویلتر” وینا دلته راوړو، هغه وایي: “محمد صلی الله علیه وسلم په لنډه موده کې وحشي او وینې زبېښونکي عرب داسې وروزل، چې وروسته د دوی مهرباني او کړه وړه حیرانوونکي و”.

حتی په جګړه کې به یوه زخمي ملګري چې خپله به مرګي حاله و، او د سختې تندې په حالت کې به و؛ خو په دغسې یو حالت کې به یې هم پر ځای د دې چې اوبه خپله وڅښي، د څنګ ملګري ته ورکولې او خپله به همداسې تږی له دنیا رخصتېده.

هو، د اسلام مبارک دین هماغه دښمنې او کلونه کلونه یو تر بله جنګېدلي قبیلې په دوستۍ او ورورولۍ سره پیوند کړې.

الله جل جلاله د دوی دغه حالت چې، دښمني یې په دوستۍ بدله شوه؛ د هغوی لپاره یې ستر نعمت یاد کړی او فرمایلي یې دي: [وَاذْکُرُوا نِعْمَتَ اللهِ عَلَیْکُمْ إِذْ کُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا] آل عمران: ۱۰۳

ژباړه: او د الله جل جلاله هغه نعمت یاد کړئ کله چې تاسې په خپلو کې دښمنان وئ، بیا یې ستاسو د زړونو تر منځ مینه واچوله نو د ده د نعمت په برکت سره وروڼه شوئ.

یوه ورځ ابوذر رضي الله تعالی عنه، حضرت بلال رضي الله تعالی عنه ته د تور پوستی پېغور ورکړ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوذر په دې خبرې سره سخت غوسه او خواشینی شو او ورته یې وویل: اې ابوذره په تا کې لا هم د جاهلیت خوی شته.

هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قوم، ژبه او نژاد فخر او غرور او نور ته پرې پېغور ورکول دا هر څه یې د جاهلیت خویونه ګڼلي و.

د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغوی د قوم او قبیلې باندې د فخر او غرور له نارې را وګرځول. هغوی ته یې دا درس ورکړ، چې “الاسلام ملة واحد” مسلمانان ټول یو امت دی. هغه که د هر هېواد، هر قوم او هرې قبیلې وي. هغه که د روم صهیب رومي وي، یا هم د فارس سلمان فارسي وي او که د حبشې بلال حبشي وي. خو چې مسلمان دی، نو هغه د همدې “یوه امت” یا د یوه وجود غړی دی.

هغوی یې په دې وپوهول چې قوم و قبیله، ژبه و نژاد د فخر او غرور لپاره نه؛ بلکې یوازې د پېژندنې لپاره دي.

هغوی ته یې دا ور زده کړل چې عرب پر عجم او عجم پر عرب هېڅ لوړتیا نلري؛ مګر په تقوی.

مسلمانانو په حیرانوونکې ډول په لنډه موده کې د نړۍ زیاتې برخې ته د اسلام مبارک دین ورسوه. یو پرمختللی او منلی تمدن یې رامنځته کړ.

اسلامي امت په پوره مینه او حیرانوونکې ډول سره یو موټی او متحد و. څومره چې دا امت یو موټی، متحد او یو له بله ځارېدونکی و؛ نو هغومره ورځ تر بلې مخ په لوړتیا روان و.

هو، هغوی د الله تعالی په دغه امر عمل کړی و[وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِیْعًا وَلَا تَفَرَّقُوا] او ټول د الله جل جلاله په رسۍ منګولې خښې کړئ او تیت و پرک کېږئ مه.

خو د دې امت ابدي دښمنانو ته د مسلمانانو دا پرمختګ او یووالی په هېڅ ډول د زغم نه و. له مودو مودو را هیسې په دې هڅه کې و، او له ډول ډول حربو او دسیسو څخه یې کار اخیست، چې څرنګه دا متحد امت وویشي چې په پایله کې یې هغوی خپلو ناولو موخو ته ورسیږي.

یهودانو د بیت المقدس د لاسته را وړلو لپاره د اسلامي خلافت له وروستي خلیفه، سلطان عبدالحمید ثاني رحمه الله څخه وغوښتل چې د ډېرو پیسو په مقابل کې د هغوی دا غوښتنه ومني ترڅو د فلسطین ځمکه ځمکه دوی ته وسپاري.

خو عبدالحمید په دې غوښتنه سخت غوسه او چورلټ انکار وکړ. او هغوی ته یې ښکاره وویل چې د فلسطین ځمکه د مسلمانانو په د وینو په بیه اخیستې او هماغه به یې بیه او قېمت وي.(۱)

بلاخره چې یهودان له دغو هڅو ناهیلي شول؛ نو یې په یوه داسې پلان کار شروع کړ چې نه یوازې بیت المقدس او د فلسطین ځمکه له مسلمانانو خپله کړي؛ بلکې مسلمانان داسې سره وویشي چې په پایله کې یهودان هر څه وغواړي هغه ترلاسه کړي.

هو، همدا نشنلېزم و چې یهودانو د همدې موخې لپاره دا بدمرغه او بدبویه نظریه په اسلامي امت کې خوره او خپلو موخو ته پرې ورسېدل.

یهودانو په ترکانو کې د همدې نظریې د خورولو او عامه ولو لپاره ملحد لیکوال ضیاء کوک الب وټاکه.(۲) ترکان یې د عربو او عرب یې د ترکانو پر خلاف په قومي، ژبني او نژادي شعارونو یو د بل په وړاندې جګړې ته تیار کړل. هغه عرب او ترکان چې یو وخت یې د یووالي او د یوه اسلامي امت شعار ورکاوه، هر مسلمان یې پرته د قوم، ژبې او نژاد په نظر کې نیولو د یوه وجود غړي بلل او له هر مسلمان څخه یې ځان ځارونه پر ځان فریضه ګڼله؛ خو اوس د نشنلېزم بدمرغه نظریې یو د بل پر خلاف جګړې ته تیار کړل.

چې په پایله کې یې هغه بده پېښه رامنځته شوه؛ چې د امت په ټول تاریخ کې یې ساری نه و.

هو، بلاخره یهودان د نشنلېزم ناوړه وسیلې څخه په استفادې خپلې دې ناوړه موخې ته ورسېدل او د امت وروستۍ کلا “عثماني خلافت” یې ونړاوه. هغه تراژیدي رامنځته شوه؛ چې په پایله کې یې امت تر ننه په ناورینونو، مصیبتونو او غمونو کې ډوب کړ.

یوه داسې پېښه؛ چې په پایله کې یې امت له ازادۍ محروم شو، له پرمختګه ولوېد، او له هر لوري او هرې خوا د ظلم او وحشت کوربه شو. هو، داسې یوه پېښه؛ چې د امت د اوسنیو ټولو ناخوالو لامل یې ګڼلی شو.

(۱): نشنلېزم د اسلام په تله. لیکوال: عبدالله ناصح علوان. ژباړن: مولوي ګل احمد.

(۲) لومړنۍ ماخذ

تبصرې (1)

  • ازاد صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی او په حقایقو ولاړه لیکنه دی لیکلی وه . هو نشنلیزم د حریصو استعمارګرو او استثمارګرو وسله او خطرناکه وسیله ده مګر دا نننی نه اوله د ادع ع تر پیدایښت هم د مخه د ابلیس سره خلق شوی وه چه ادم ع ته یی د دی امله سجده نه کوله چه ادم له خاوری او ابلیس له اوره خلق شوی وو .
    د نړی شاوخوا دوه سوه هیوادونه چه چوړ شوی ډير یی د نشنلیزم او قومی رقابتو له مخی جوړ شوی او جوړیږی دا لړی روانه ده یعنی حریص استثمارګر د قوم، ژبی، رنګ او داسی نورو څخه په ګټه اخستنه د نورو سیمی په زور لاندی کوی هغوی چه پیاوړی یا ډير شمیر یی لوی او نورو کوچنی هیوادونه خپل کړی دغه هیوادونه هم ځینی مړه او ځينی نوی زیږول کیږی ځینی لویږی او ځينی کوچنی کیږی .
    دا لوی بحث دی ښه به دا وی چه په اړه یی ستاسی د نظریاتو په تعقیب بله لیکنه ولیکو مننه