مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده

حبيب الله محب

ډاکټر اشرف غني د نړۍ دوهم مفکر وښودل شو، دا خبر د تېر ځلې ټولټاکنو پر وخت ښه وځلېد، د دې خبر ترڅنګ غني د خپل کمپاين په وخت له ولس سره ډېرې جالبې او زړه وړونکې ژمنې هم وکړې چې له کبله يې له سياست سره نااشنا ساده لوحو افغانانو کې محبوبيت زيات شو او ان ځينو لوستو او باخبرو خلکو هم خپل نېک اميدونه د نوموړي د ولسمشر کېدو پورې وتړل.

راځئ دلته د نوموړي يو څو ژمنو ته سرسريزه کتنه وکړو.

مفکره! تا وېل چې سترخوانونه به مو در ډک کړم خو اوس زمونږ په سترخوانو کې هغه شته هم ختم شول، مخکې د بې وزلۍ (غربت) کچه 38 سلنه وه خو 2018 کې 54 ته لوړه شوه.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

مفکره تا وېل اروپا ته به ور تف کړئ خو اوس راپورونه ښيي چې تېرو څلورو لسيزو کې نږدې سلګونه زره افغانان د اقتصاد او يو شمېر نورو ستونزو لامله د اروپا او ترکيې په ګډون ځينوړنورو بهرنيو هېوادو ته د کډوالۍ لپاره اړ شوي دي.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

مفکره تا وېل سوله به زما لومړيتوب وي؛ اوس مونږ وينو چې طالبانو په بې مثاله او ريښتينې توګه سولې ته ټټر ډبولى خو ستا نږدې ملګري جهاني، سعادت او ځينو نورو د سولې په دې خوږه لار کې ته لوى خنډ بللى يې.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

مفکره! د خپلې باچاهي په اولو شېبو کې د امنيتي تړون په نوم د افغانستان (مور) قباله دې بهرنيو کفارو ته ورکول، بيا د همدغو کفارو لخوا د افغانانو په بمبار کېده چپ نندارچي پاته کېدل او د خپلې پاچاهي د بقاء لپاره پر ډېورنډ کرښه تور پنجابي ته د اغزن تار غځولو اجازه ورکولو سره خو دې ټولو افغانانو ته تاريخي پېغور پرېښود.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

مفکره! تا وېل قانون به پر ټولو افغانانو يو شان پلى کېږي خو مونږ شاهدان يو چې د قيصاري او علي پور په ګډون دې د نورو زورواکانو سره پر قانون څه ډول معاملې وکړې!!

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

قدرمنو لوستونکو! ليک اوږدېږي يوازي د خپلې پکتيا د بيا رغونې پر ژمنو يو څه درسره تم کېږم.

د کردېز ـ غزني، ګردېز ـ پټان او پکتيا حلقوي سړکو جوړولو ژمنې دې کړې وې خو دا ژمنې دې لا هم تش په نوم ژمنې پاته دي او د عملي کار دې هيڅ څرک نه ليدل کېږي.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

د صنعتي پارک جوړولو ته دې لا هم پکتياوال پر تمه ناست دي.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

هو ريښتيا هغه د مچلغو بند د ژمنې چيغې دې اوس هم زمونږ غوږونو کې ازانګې کوي خو زمونږ سترګې لا هم د بند په رغول
کېدو نه دې خوږې شوې.

مفکره! خبره ريښتيا ده خو خبره د رسوايي ده.

قدرمنو لوستونکو! په پاى کې تاسو ټولو ته در پام کوم چې هغه لومړى مفکر به د کوم هېواد و، هغوى د انساني همدردي له مخې پر مونږ دا يو ډېر ضروري حق لري چې پوه يې کړو او داسې پيغام ورته ورسوو؛ “که مو د خپل مفکر څخه هرڅه جوړوئ جوړ يې کړئ خو خبردار! چې ولمشر يې نکړئ، نه به يې بيا هېواد کړئ او نه به اوسېده ته زړه کې ښه کړئ.”

avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

مفکرته مااول چه ده صدارت وګاټۍ ماورته په (ټول افغان ویب ) کی ولیکل چه لمونځ کذاره مسلمان وزیران چه خودپرسته نوی مقرر که په ټولوولایتواواولسوالیوکی ددوی په خوښه والیان اوحاکمان وټاکه بیاانشاءالله ملک آرام اوپرمخ ځی ده له امریکااواروپاتښتیدلی کمونسټان دحکومت دپاره راوغوښتل اویومسلمان وزیریی نکۍ مقرر،زه نوم خبرچه دۍ خپله ندۍ مسلمان کمونسټ دۍ اوس به زمادهدایت درک ورمعلوم سوی وی،الله دمسلمانانوحافظ دۍ منافقین نه پر کامیابه وی ولی دخپلومسلمانانوڅخه همیشه امتحان اخلی چه جهادکوی اوکنه اوس الله کفارظلیله کړوقدرت انشا‌ءالله بیرته مسلمانانوته رسیږی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

ابو فرحان
میلمه
ابو فرحان

بلكل.اچکژی.صاب.الله.ج اجر درکی

پتنګ
میلمه
پتنګ

اڅکزی صیب کمونستان په افغانستان او پاکستان کي ډیر پټ شوي ووچې اوس په ښکاره ډول په دولتي ادارو کې کارونه کوي خو دا بیغیرتان په روسیه کې هم ډیر وو کله چې طالبان په قدرت راغلل نو له روسې څخه ټول غرب ته راغلل او پر دې دلیل چې له طالبانو راتښتېدلي دي لکه څرنګه یې چې خپل ملت ته در واغ ووېلې هغسې یې غربیان هم غلط کړل او اوس مفتې ډوډۍ وهي ! خو ډیر فاسد ین دمجاهدینو په نوم دالر اخلې او له اشغالګرو سره يو ځای کار کوي دا رزیلان له کمونستانو هم بد دي… نور لوستل »

حبيب الله محب
میلمه
حبيب الله محب

نن ټکى اسيا!
آيا تاسو اوس په فېسبوک کې پيج لرئ؟ زه چې سرچ کړم، ګڼ شمېر وموندم خو له پلټلو وروسته وپوهېږم چې دا اصلي پېج نه دى.

عبد الله
مدیر
عبد الله

هو لاندي پاڼه ده:
https://www.facebook.com/nunn.asia1