راشد خان؛ د کرېکټ نړیوالې شورا د کال غوره لوبډله کې شامل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸م کال په ځانګړې غوره شوې لوبډله کې شامل شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا نن په ۲۲مه نېټه د سې شنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال غوره لوبډله اعلان شوه، چې په کې څلور لوبغاړي د هند لوبډلې لخوا، څلور د انګلستان، یو افغانستان، یو نیوزېلنډ او یو د بنګلدیش لوبډلې لخوا انتخاب شوي دي.

یاد لوبغاړي په لاندې ډول دي:

روهیټ شرما، جوني بیرسټو، ویرات کوهلي، جويي روټ، روس ټیلر، جوس بټلر، بین سټوکس، راشد خان، مستفیض الرحمن، کولدیو یادو او جاسپریټ بومرا.

ددغو لوبغاړو لوبډلمشري د هند لوبډلې نامتو توپوهونکي ویرات کوهلي ته ورکړل شوې، چې د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې يې هند لوبډلې په ۲۰۱۸م کال کې یو شمېر بریاوې خپلې کړي دي.

  • روهیټ شرما (هندوستان)

هندی اوپنر توپوهونکی چې په یو ورځنیو سیالیو کې د زیاتو ډبل سلیزو ریکارډ هم لري، لومړی اوپنر لوبغاړی غوره شوی دی، نوموړی په ۲۰۱۸م کال کې له ویرات کوهلي وروسته زیاتې منډې لري، نوموړي په ۱۹ سیالیو کې په ۷۳.۵۷ اوسط سره د ۵ سلیزو او ۳ نیمه سلیزو په مرسته «۱۰۳۰» منډې جوړې کړې دي.

Rohit Sharma scored 1030 runs from 19 innings at an average of 73.57

  • جوني بیرسټو (انګلستان)

د انګلستان لوبډلې اوپنر چټک توپوهونکی د کرېکټ نړیوالې شورا دویم اوپنر لوبغاړی غوره شو، که څه هم نوموړی په ۲۰۱۸م کال کې زیاتره وخت په ټپي کېدو له لوبډلې بهر تېر کړ خو بیا هم دریم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو، نوموړي په ۲۲ سیالیو کې په ۴۶.۵۹ اوسط او ۱۱۸.۲۲ غوره اکانومي ریټ سره «۱۰۲۵» منډې جوړې کړي، جوني بیرسټو ددغه کال د خپلې لوبډلې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم دی، نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې ۴ سلیزې او ۲ نیمه سلیزې وهلې دي.

Jonathan Bairstow was the most prolific run-scorer for England in 2018, scoring 1025 runs at an average of 46.59, while striking at an unbelievable 118.22

  • ویرات کوهلي (هندوستان) لوبډلمشر

د هند نامتو لوبغاړی ویرات کوهلي چې د نورو کالونو په څېر یې ۲۰۱۸م کال هم له ریکارډونو ډک و، د یاد کال تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی، یوازې په ۱۴ سیالیو کې یې په ۱۳۳.۵۵ اعلی اوسط سره د ۶ سلیزو او ۳ نیمه سلیزو په مرسته «۱۲۰۲» منډې جوړې کړي دي.

ویرات کوهلي په غوره لوبډلمشرۍ د کرېکټ نړیوالې شورا غوره لوبډلمشر هم وټاکل شو، د نوموړي په مشرۍ په یاد کال کې هند لوبډلې ۱۴ لوبې ترسره کړې چې په نهو کې يې بریاوې خپلې کړي دي، نوموړی د کرېکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په یو کال کې یې درې نړیوالې جایزې ترلاسه کړي دي، د یادو جایزو څخه د کرېکټ نړیوالې شورا ټیسټ، یو ورځنۍ او د سر ګرفیلډ سوبرز جام جایزې ترلاسه کړې.

From just 14 ODIs, Virat Kohli amassed 1202 runs at an unbelievable average of 133.55 to top the overall batting charts for 2018

  • جويي روټ (انګلستان)

د انګلستان منځنی لوبغاړی چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په ۲۴ سیالیو کې په ۵۹.۱۲ اوسط سره «۹۴۶» منډې جوړې کړې دي، نوموړی یو له هغو منځني لوبغاړو څخه دی په روان او غوره اکانومي ریټ سربېره ویکټ هم له لاسه نه ورکوي، د جويي روټ لپاره د ۲۰۱۸م کال تر ټولو یاداښتي صحنه د هند پر وړاندې په بریا توپ غورځول وو.

  • روس ټیلر (نیوزېلنډ)

د نیوزېلنډ لوبډلې منځنی لوبغاړی روس ټیلر د خپلې لوبډلې لپاره په ۲۰۱۸م کال په زړه پورې رول درلود، نوموړي په یوازې ۱۰ سیالیو کې په ۹۱.۲۸ غوره اوسط د یوې سیالۍ ګټونکې سلیزې او ۴ نیمه سلیزو په مرسته «۶۳۹» منډې جوړې کړې، نوموړي د انګلستان پر وړاندې سیالۍ کې د ۳۳۶ منډو په ستر هدف پوره کولو کې ۱۸۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او بریا یې خپله کړه.

Ross Taylor amassed 639 runs from just 10 innings at an average of 91.28

  • جوس بټلر (انګلستان) ویکټ ساتونکی/کیپر

د انګلستان لوبډلې ویکټ ساتونکی جوس بټلر د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د غوره ویکټ ساتونکي په توګه ټاکل شوی دی، نوموړی د ویکټ ساتنې سربېره چټک توپوهونکی هم دی، نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۶ کیچونو او ۹ سټمپونو سربېره په ۵۱.۶۱ اوسط او ۱۱۳.۵۳ غوره اکانومي ریټ سره «۶۷۱» منډې هم جوړې کړي، په دغو منډو کې یې ۲ غوره سلیزې او ۴ نیمه سلیزې هم شاملې دي.

Not only did he excel with the bat, but Jos Buttler was also the most prolific wicket-keeper in the year, effecting 35 dismissals.

  • بین سټوکس (انګلستان)

د انګلستان لوبډلې غوره لوبغاړی بین سټوکس د کرېکټ نړیوالې شورا د آلراونډر په حیث غوره شوی دی، نوموړی په یاد لیست کې په اووم نمبر ټاکل شوی، بین سټوکس په لسو سیالیو کې د ۴۴.۷۱ اوسط سره د ۳ نیمه سلیزو په مرسته «۳۱۳» منډې جوړې کړي، همدا ډول یې په غوره اوسط سره ۵ ویکټې هم اخیستې دي، نوموړی د توپ اچونې سربېره په توپوهنه کې د لوبې په وروستیو کې د غوره شاټونو وهلو وړتیا هم لري.

Ben Stokes scored 313 runs at an average of 44.71, and also chipped in with five wickets

  • مستفیض الرحمن (بنګلدیش)

د بنګلدیش لوبډلې چټک چپ لاسی توپ اچونکی د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و (نوموړي او راشد خان په یادو سیالیو کې ۱۰-۱۰ ویکټې اخستې وې)، دا ډول مستفیض الرحمن په ۲۰۱۸م کال کې د بنګلدیش لوبډلې په ګټه ۲۹ ویکټې اخیستې دي، د نوموړي ځانګړتیا داده چې د توپ اچونې پرمهال توپ سوکه او تاووي، دا د توپوهونکي لپاره تر ټولو ستونزمن توپ اچونه وي.

Mustafizur Rahman enjoyed good form, picking up 29 wickets at an average of 21.72

  • راشد خان (افغانستان)

د نړۍ په کچه نامتو لوبغاړی راشد خان د ۲۰۱۸م کال د کرېکټ نړیوالې شورا په غوره سوکه توپ اچونکو کې غوره شوی دی، نوموړی د ۲۰۱۸م یو ورځنیو سیالیو زیاتې «۴۸» ویکټې اخیستونکي مقام هم خپل کړی دی، په اسیا جام کې د مستفیض الرحمن سره یوځا زیاتې ویکټې اخیستونکی دی، دا ډول د کرېکټ نړیوال جام لپاره په غوراوي سیالیو کې هم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی، د راشد خان په وړتیا د افغانستان لوبډلې نړیوال جام ته لار وموندله، نوموړی په یو ورځنیو سیالیو کې په نړیواله درجه بندۍ کې په توپ اچونه کې دویم او په آلراونډرۍ کې لومړی مقام لري.

Rashid Khan finished the year as the leading wicket-taker in ODIs with a grand total of 48 scalps at 14.45

  • کولدیو یادو (هندوستان)

د هند ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا غوره شوی، د نوموړي لپاره ۲۰۱۸م کال یادوونکی و، نوموړی د یاد کال دویم زیاتې «۴۵» ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی چې ۱۹ سیالۍ یې ترسره کړي، نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې د هند سربېره په سویلي افریقا او انګلستان کې هم مخالف توپوهونکي له ستونزو سره مخ کړي وو.

Kuldeep Yadav picked up a whopping 45 wickets from his 19 matches at 17.77

  • جاسپریټ بومرا (هندوستان)

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا غوره شوی چټک توپ اچونکی جاسپریټ بومرا دا مهال د کرېکټ نړیوالې شورا په یو ورځنۍ درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، نوموړي د هند په ګټه څو وارې غوره توپ اچونه ترسه کړې، په یاد کال کې یې یوازې ۱۳ سیالۍ ترسره کړي، ۲۲ یې ویکټې اخیستي خو اکانومي ریټ یې ۳.۶۲ او اوسط یې یوازې ۱۶.۶۳ دی، د بومرا له ځانګړتیاو څخه چې نوموړی په وروستيو اورونو کې د ویکټې اخیستلو او توپونو میس کولو وړتیا لري.

Jasprit Bumrah's 13 innings yielded him a rich haul of 22 wickets at 16.63

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د