ملا عبدالسلام ضعیف

«امريکا دې تېروتنه نه کوي»

مولوي عبدالسلام ضعیف

په 1988 ز.کال کله چې شوروي اتحاد پرېکړه وکړه چې له افغانستانه وځي هغه وخت کې 6+2 (شپږ ګاونډي او دوه امريکا او شوروي اتحاد) هېوادونه په ژينو کې سره را غونډ سول او د افغانستان په مورد يې له شورويانو اعتراف واخيست او يو مهالویش يې اعلان کړ چې ووځي، خو په هغو خبرو کې نه افغانستان په نظر کې ونيول سو، نه د افغانستان ابادي او نه د افغانستان راتلونکي ته پام وسو.

پايله دا سوه چې د جنګ مخه ونه نيول سوه؛ بلکې کورنی جنګ پيل سو او افغانستان پکې تباه سو چې تر اوسه يې موږ ناوړه اغیز او نتیجه وينو.

اوس هم امريکايان په ورته شکل غواړي په افغانستان کې هماغه تېروتنه تکرار کړي، دوی غواړي چې ګاونډي او هغه هېوادونه چې د 1988 ز. کال په قضيه کې دخيل ول، هغوی بيا دخيل کړي او د افغانستان په سرنوشت کې هغوی ته هم ونډه ورکړي.

خو دغه ډول سیاسي معادله چې يو ځل ترسره سوې ده بيا تکرار يې نه ممکن دی، نه ګټه رسوي او نه د افغانستان موضوع حل کولای سي.

په دا اوس نژدو کې چې امريکا له طالبانو سره د سولي خبرې پيل کړي ، درې تېروتنې یې وکړې:

لومړی: د ابوظبۍ غونډه کې يې نور هېوادونه د افغانستان په سرنوشت کې را شريک کړل، چې دا د طالبانو لپاره هم يوه اشتباه وه چې بايد په همدې بسنه وکړي او بيا دا ډول اشتباه تکرار نه سي، او که په دې لاره کې پر دوی هر څومره فشارونه راځي د لوی هدف ته د رسېدو په خاطر دې وزغمي.

دويم: د دغه مجلس اجنډا چې له مخکې نه په ډيسمبر مياشت کې په قطر کې موافقه ورباندې سوې وه چې د امريکايانو د وتلو مهالوېش او اوربند خبره به څېړل کېږي، له هغې اجنډا څخه امريکايان بلې خواته ولاړل او د افغان حکومت د ګډون او نور موضوعات يې ور شامل کړل.

درېیم: دوی دا تېر اوولس کاله په افغانستان کې جنګ کړی دی، پر طالبانو يې هيڅ نوعه رحم نه دی کړی، د زور، فشار، بندي کولو او د توهين هرڅه يې وکارول آن تر فتواوو پورې؛ خو دا هرڅه يې بې نتيجې ول، اوس خليلزاد چې دنده يې سوله راوستل دي، غواړي بېرته هماغه مسير تعقيب کړی چې اوولس کاله يې تجربه کړی دی او هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې، غواړي د فشار په مټ طالبان يو څه ته راولي، چې دا کار د سولې لپاره د دوی په نيت کې شکونه را پيدا کوي، د څو عواملو له امله دا کار ګټه نه لري:

لومړی: د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخيل کول ناکامه طريقه ده؛ ځکه چې د افغانستان موقف دومره قوي نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندي کړي؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږي.

دويم: طالبان او په مجموع کې ټول افغانان د هغه څه تکرارېدل نه غواړي چې په 1988 ز. کال کې وسول.
درېيم: دا کار د طالبانو ترمنځ مشکلات پيدا کوي او طالبانو ته د خپل صف اتحاد او اتفاق ترټولو مهم دی.
څلورم: که په دې پروسه کې د سيمې ځينې هېوادونه دخيل کړل سي، ځينې نور هېوادونه له هغو سره حساسيت پيدا کوي؛ نو مجبور دي چې بيا هغوی هم دخيل کړي، او که ځينې ګاونډيان را دخيلوي بيا مجبوره دي چې ټول ګاونډيان را دخيل کړي، د ټولو هېوادنو په را دخيل کولو کې بيا د افغانستان مقام کمزوری دی او بيا ستونزه د افغانانو له لاسه وځي او نورو لاسونو ته لوېږي.

امریکا د طالبانو مقابل کې ډول ډول فشارونه کارولي او کاروي یې، همدا اوس د نورو فشارونو تر څنګ؛ انتخابات د امریکا یوه بله پر طالبانو د فشار وسیله ده چې دوی یې کاروي، تبلیغات ورته کوي چې انتخابات کیږي او دادی نوملېکنه هم ورته وشوه.

فکر کیږي لکه پخوا چې طالبان د امریکا هر ډول فشارونو ته کلک دریدلي دي، له دي وروسته به هم طالبان د امریکا د فشار هرې طریقې ته کلکه اوږه ورکړي، او په کومه برخه کې به د امریکا فشار ونه مني، که طالبانو پخوا یا اوس تیروتنه کوي، د کوم فشار تر تاثیر لاندي راځي، بیا به مجبوره وي چې د فشار په مقایسه څو برابره درنه بیه پري کړي.

نو بناً څه چې په سياسي لحاظ خليلزاد تکراروي او يا به د امريکايانو تګلاره همدا وي نو دا د سولي لاره نه؛ بلکې دا يو سازش دی چې دوی يې په مخه وړي او نتيجه نه ورکوي؛ ځکه چې دوی اوولس کاله همدا سازشي طریقې استعمال کړي خو کومه ګټه يې ورته ونه کړه.

حل لاره:

د موضوع حل داسې را وتلای سي چې امريکايانو د طالبانو نظام له منځه وړی دی، تر دوه لکه ډېر طالبان او افغانان يې په شهادت رسولي دي او تر دوه لکه زيات يې په زندانونو کې توهين کړي، تعذيب کړي چې تر اوسه هم ځينې په ګوانتانامو او ګڼ شمېر يې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې بنديان دي، دوی يې له ټولو حقوقو څخه محروم کړي، دنيا ته يې د ترورستانو په نوم معرفي کړي دي، د دوی سياسي او اقتصادي ارزښت يې له منځه وړی يا يې داغداره کړی دی، نو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بې باورۍ يو لویه فاصله موجوده ده او د دوی ترمنځ يو لوی حساب پروت دی.

ښه به دا وي چې دا حساب تصفيه سي او د دوی ترمنځ د اعتماد يوه فضا را منځته سي او طالبان په دې مطمئن سي چې امريکايان له افغانستانه وځي او بيا وروسته هم د پيسو يا زور يا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او په مستقبل کې پر افغانانو يوه تحميلي اداره نه غواړي او له سولې وروسته بيا جنګ ته لمن نه وهي او د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځي، دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایې سي او له دې وروسته بين الافغاني ډيالوګ پېل سي، هيچاته اجازه ورنه کړل سي چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړي، نور افغانان په خپل منځ کې سره کښېني او د هېواد په راتلونکي، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسي قانون، د حکومت پر نوعيت او نورو اساسي اصلاحاتو فکر وکړي او اتفاق ته ورسېږي، بين المللي ټولنه يوازې د ګاونډيانو عدم مداخله تضمين کړي او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړي.

لومړۍ مرحله: د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشي، او تر یو معین وخت پورې انتخابات په تعلیق کې ولویږي.

دويمه مرحله: کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وسوه، بیا بین الافغاني مذاکرات پېل، ټول افغان طرفونه به پکې برخه لري.

همدا د افغانستان لپاره ترټولو ښه لاره ده چې بيا کولای سي نړيوالو ته تضمين ورکړي چې بيا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږي.

نو که امريکايان غواړي همدغه يې لاره ده، او که په سازش، دسيسو او زور باندې څه غواړي دا نتيجه نه لري، هغه د جنګ برخه ده، او که دوی بيا هم دا خبرې کوي معنا يې دا ده چې دوی لا هم د جنګ ستراتيژي يوې ډيپلوماټيکي او سياسي ستراتيژۍ ته کاملاً نه ده تغير کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

رشتیا هم د جنګ او زور لار هیڅ نتیجه نلرې، نه روس ترې څه بود کړل نه امریکا او نه هم طالبانو، د طالبانو د تحریک له پیل څخه تر اوسه یوازې ددوي د تلفاتو شمیر یو لک کسانو ته رسیږې، خو نتیجه یې لاهم جنګ، اشغال او د افغانانو ترخه ورځ ده. ملا سلام اخوند امریکایانو ته ډیره پر ځای مشوره ورکړیده خو که ایمان تیر کړې طالبانو ته هم د یوه مشر په صفت نصیحت وکړې ښه به وې. افغانان په هیڅ صورت تیرې ناکامه تجربي بیا تکرارول نه غواړې، که طالبان بیرته د افغانستان پر ۹۵ سلنه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

ظعيف صاحب شه سپارشتنى كرى خو دا چى طالبان دى د امريكايانو په شتون كى د مزدور دولت سره مذاكرات وكرى دا نه ورسره منم او طالبان هم دا نه منى ، دا هغه سه دى چى امريكا او نور يى غوارى .

لونګ
میلمه
لونګ

مولوی صیب ضعیف دی الله همیشه قوی لری. په هر صورت زه خو کلکه کلکه د طالبانو ضد خبری هم کوم خو هر وخت نه. د مولوی صیب د خبرو په تایید یوه خبره لرم او هغه دا چی اوربند به په کومه مرحله که وي؟ داسی هم خوند نکوی چی هم د سولی خبری وي او هم ډب و ډوب. مولوی صیب د طالبانو ته هم لږ مشوره ورکړی چی د بی ځایه تکبر څخه دی لاس واخلی او په هغه فکر کی دی نوی چی مونږ به بیا یو وار خلک په زوره جومات کاګو او مکتبونه به… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

ملاعبدالسلام اخندډیرښه تحلیل کړۍ دۍ خوزمایقین نه راځی چه دښمن دی دافغانستان دجوړیدو اراده ولری،دافغانستان دجوړیدواراده زموږخپل کاردۍ طالبان یومنظم سازمان دۍ بایداوس لایودینداره وطن فرسته عبوری حکومت جوړکړی چه فوراًدفوج تروتلودافغانستان حکومت ورتسلیم سی اوپه ټول ملک کی باید دقرآن مطابق په ولایتوکی یمانداره اسلامی شوراګانی جوړی سی دهغو ترنظارت لاندی مسلمانان اوبیله داغه (چه هیڅ جنایت یی نوی کړۍ داسی اشخاصوته دانتخاباتو حق ورکړه سی لکه دایران خبرګان)اوس افغانستان دروسیی دوخت په خراب پوزیشن کی ندۍ هغه وخت افغانستان فوج نه درلودۍ طالبان نه وه منظم اوس خوموږشکردۍ هرڅه لرو،که موږغوروکړو برطانیه چه له هندستانه وته پاکستان یی… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

عبدالواحدصاحب په خبره د پوه نه شوم او حیران هم شوم :
ــ دا څه مانا لري : »» امریکیان دې حکومت جوړ کړي ؟؟
ـــ کوم د بر طانیېی مصیبت او څرنګه ئی راته پرې نږدي ، یانې څه ؟؟
لطفا که وضاحت راته راکړې ……

جميل
میلمه
جميل

داسى شكارى چى ظعيف صاحب واقعاً ظعيفه شوى . دا د انصاف حل ندى چى دوى ليكلى. لمرى- د امريكا او طالبانو تر منز خو دادى خبرى روانى دى ، انتخابات سه معنا چى تعليق دى شى او يا تعليق دى نشى ، ولى انتخاباتو ته اهميت وركول كيژى ، انتخابات په مذاكراتو پورى هيس ارتباط نلرى . دوهم – كله چى د امريكا او طالبانو تر منز توافقات وسوه ، بيا دى د امريكايانو په موجوديت كى بين الافغانى مذاكرات پيل شى ، تول افغان طرفونه به پكى برخه ولرى يعنى سوك : اشرف غنى ، عبدالله، دوستم، محقق… نور لوستل »