ورزش

د کرېکټ نړیوالې شورا د کال جایزې؛ ویرات کوهلي میدان ویوړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) لخوا د ۲۰۱۸م کال غوره لوبغاړي، غوره لوبډلې، غوره کارکردګي او غوره اخلاق لرونکي لوبغاړي جایزې اعلان شوې چې په کې ویرات کوهلي له ټولو مخکې شوی دی او د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د هندوستان ملي لوبډلې تکړه او ریکارډ ماتونکي توپوهونکي د کرېکټ په تاریخ کې یو بل ریکارډ جوړ کړ، چې په یوه کال کې يې د کرېکټ نړیوالې شورا درې غوره جایزې وګټلې.

ویرات کوهلي په ۲۰۱۸م کال کې یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل، او ددغه کال په ټيسټ او یو ورځنیو لوبو کې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و.

ویرات کوهلي لاندې جایزې خپلې کړي:

  • د کرېکټ نړیوالې شورا نارینه غوره لوبغاړی (Sir Garfield Sobers Trophy)
  • د کرېکټ نړیوالې شورا په ټيسټ سیالیو کې د ۲۰۱۸م کال غوره لوبغاړی
  • د کرېکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو سیالیو کې د ۲۰۱۸م کال غوره لوبغاړی نوموړی تېر کال هم دغه جایزه ترلاسه کړې وه.

دا ډول ویرات کوهلي د کرېکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې غوره ټيسټ او یو ورځنۍ لوبډلو کې لوبډلمشر ټاکل شوی، نوموړی توانېدلی په یاد کال کې د خپلې لوبډلې لومړی مقام وساتي.

  • د کرېکټ نړیوالې شورا د ټیسټ سیالیو غوره لوبډلمشر
  • د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډلمشر.

ویرات کوهلي په ۲۰۱۸م کال کې ټولې ۳۷ نړیوالې (ټیسټ، یو ورځنۍ، شل اوریزې) سیالۍ یا ۴۷ پاڼۍ ترسره کړي، چې په ۶۸.۳۷ اوسط سره یې ۲۷۳۵ منډې جوړې کړي، په دې کې ۱۱ سلیزې او ۹ نیمه سلیزې شاملې دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال هر ډوله جایزې اعلان شوې، په دې جایزو کې زیاتره لوبغاړي د انګلستان او هندوستان وو، په نورو هېوادونو کې د نیوزېلنډ، افغانستان او بنګلدیش لوبغاړي هم شامل دي.

له دې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډله اعلان شوه چې په کې د افغانستان لخوا راشد خان هم شامل شوی دی، په نورو لوبغاړو کې روهیټ شرما، جوني بیرسټو، ویرات کوهلي، جويي روټ، روس ټیلر، بین سټوکس، مستفیض الرحمن، کولدیو یادو او جاسپریټ بومرا شامل دي.

همدا ډول د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸م کال غوره ټیسټ لوبډله هم اعلان شوه چې په کې یاد لوبغاړي شامل دي:

ټام لیتم (نیوزېلنډ)، ډیموت کارونرتنې (سرېلنکا)، کین ویلیمسن (نیوزېلنډ)، ویرات کوهلي (هندوستان/لوبډلمشر)، هینري نیکولس (نیوزېلنډ)، ریشاب پینټ (هندوستان/ویکټ کیپر)، جیسن هولډر (ویسټ انډیز/آلراونډر)، کاګیسو رباډا (سویلي افریقا)، نیتن لاین (استرالیا)، جاسپریټ بومرا (هندوستان) او محمد عباس (پاکستان) شامل دي.

سربېره پر دې د نیوزېلنډ لوبډلې مشر کین ویلیمسن د کرېکټ نړیوالې شورا د غوره اخلاق لرونکي جایزه ترلاسه کړې، همدا ډول د استرالیاوي اوپنر ارون فینچ د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې ۱۷۱ ناسوځېدلې منډې د کال غوره کارکرګي ښودل شوې ده، د کال غوره لوبڅار جایزه د سریلنکایي لوبڅار کمار دهرمسینا په نوم شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x