لوګر: د اشرف غني د ځمکې حاصلات طالبان اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲،سلواغه، ۱۳۹۷ل): طالبان په لوګر ولايت کې د نورو کروند ګرو په څېر د ګډ حکومت د مشر محمد اشرف غنی له ځمکې نه هم حاصلات د عشر په توګه ټولوي.

د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ يو تن قومي مشر عبدالباقي احمدزي پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې اشرف غني د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې شاوخوا ۲۰۰ جريبه ځمکه لري چې څه برخه يې ورته له پلار نه ورپاتې ده او نوره يې له خپل ورور او تره زامنو نه په پيسو اخيستې ده.

عبدالباقي وایي چې د اشرف غني په ځمکه کې غنم، پياز، کچالو او نور توکي د بزګرانو له لوري کرل کيږي چې د حاصلاتو زياته برخه یې د طالبانو لاس ته ورځي او ولسمشر ته کمه برخه پاتې کيږي.

هغه وايي چې طالبان د نورو کروند ګرو په څېر د اشرف غني له ځمکې نه هم عشر اخلي او دا لړۍ تر ډېره وخته روانه ده.
نوموړی زياتوي چې دوه کاله وړاندې د خوشال په نامه د محمد اشرف غني يو تن بزګر د ملي امنيت له لوري په دې تور ونيول شو چې طالبانو ته حاصلات ورکوي چې تر اوسه بندي دی.

د اجمل په نامه د سرخاب د سيمې يو بل اوسېدونکي پژواک ته ويلي دي چې طالبان په ياده سيمه کې واک لري او د ټولو ځمکو حاصلات د عشر په توګه ټولوي چې په هغې کې د محمد اشرف غني ځمکه هم ده او د هغه کورنۍ د دې سيمې خانان ياديږي.

بل لور ته د لوګر د ولایتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل هم ويلي دي چې د حکومت د مشرانو له پاره د شرم خبره ده چې د ځمکو حاصلات يې طالبان ټولوي.

هغه زیاته کړې چې: ((دلته شاه دى که ګدا، خان دى که وزير ټول مجبور دي طالبانو ته د خپلو ځمکو عشر ورکړي. د ولسمشر او نورو حکومتي مشرانو د ځمکو حاصلات طالبان د باج په نوم اخلي.))

طالبانو هم ياده موضوع تائيد کړې ده او ويلي یې دي چې په لوګر کې له کروند ګرو عشر په زور نه مګر د اصولو له مخې ټولوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د عشر ټولولو پرمهال کروندګرو ته يوه پرچه هم ورکول کيږي ترڅو دوهم ځل ورڅخه عشر وانه خيستل شي.

مجاهد زياتوي: ((د سرخ اب په سیمه کې د کابل ادارې د مشر او د نورو حکومتي مشرانو له ځمکو څخه عشر اخيستل کېږي او هېڅوک له دغه امر څخه مستثنی نه دي.))

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ولایتونو له ښارونو پرته د نورو زياتو کليوالو سیمو واک له طالبانو سره دی او هغوی تر خپل واک لاندې سيمو کې خپل فعاليتونه کوي، د ښوونځو او کلينيکونو څارنه کوي، له کروندګرو عُشر ټولوي او په خپلو محکمو کې د خلکو قضيې فيصله کوي.

avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

یاره حکومت مو درک نلری خو د عشرونو اخیستل روان دي. طالبان خو د تریاکو و چرسو او اپینو عشر هم اخلی هغوی نه څه ګله. دی بیوزله ولس ته و ګوره او عشر اخیستلو ته و ګوره. د غنی د ځمکی حاصلات خو غلا کیږی ځکه چی مالک یی نشته نو هغه عشر چی طالبان اخلی په کوم اساس؟ د چرسو عشر په پکتیا کی، د اپینو عشر په هلمند او ننګرهار کی آفرین پدی اسلام چی د حرامو تولیداتو عشر هم اخلي.

شاکر
میلمه
شاکر

د حکومت درک به ته نلری، ورسه د اشرف غنی بابا سخه دی پوشتنه اوکره چه د طالبانو حکومت در اوشیی، او بل دا چه ته وایه (دا بیوزله ولس او عشر) دا خبره دی د جهالت سخه کیژی، ته د اسلام په احکامو نه یی خبر فقط کفری او دیموکراسی احکام دی په سر کی پراته دی نو موژ ستا او ستا د امثالو سخه گیله نه لرو.

جميل
میلمه
جميل

داچى اشرف غنى د مزدورو مخالفينو مشر او د طالبانو سخت دشمن هم دى بيا هم طالبان د د حق ورجلا كوى او توله نه زنى اخلى .
و ديته وايى انصاف او د الله(ج) پر حكم تينگار .

غوربندي
میلمه
غوربندي

داراپور يو څه اصلاح کړی

طالبان حاصلات ټولوي که د حاصلاتو عشر ټولوي؟؟

له بلې خوا که اشرف غني د مشخصی ځمکې ملکيت لري د هغې بشپړ حاصلات بايد طالبان واخلي او يوازې د دهاقينو مزدوری ترې ورکړي.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

آفرين د طالبانو پر اسلامي تحريک. کمونيستانو به د خپلو مخالفانو کورونه او جايدادونه د ملي سوو جايدادونو به نامه ضبطول او زياتره به ځينو کمونيستانو ګټه ځني اخيستل. د کمونيستانو په وړاندي مجاهدينو خو د کمونيستانو جايدادونه خپل غنيمت مال باله او پر دې سربېره يې ان د هغو ښځي چي په اطرافو کي به پاته وې هم ځني ګرځولې. خو طالبانو د دوی د مخالفانو د جايدادونو له حاصلاتو څخه د نورو ډېرو خلکو په شان د شريعت د لارښوونو سره سم يوازي عشر اخلي او په جايدادونو يې نور هيڅ کار نه لري.او خپله طالبان بيا هيڅ… نور لوستل »

احرار میدانوال
میلمه
احرار میدانوال

همداسی ورسره ښآیی باید هغه ځمکی هم تری قید کړی

احمدالله
میلمه
احمدالله

زما د اسلامی، افغانی او انسانی معلومات له مخی: لمړی : ډول ډول لوی او کوچنی جرمونه شتون لری مرتکبینو ته یی خاینین او مجرمین وایی مګر ځينی جرمونه لکه د شاه شجاع، کرمل، کرزی او غنی په شان جرمونه چه د کفارو او دشمنو هیوادو په ټانکو سپاره میکپ شوی هیواد ته راوړل شوی ، د هغو کفارو د پاره خپل خلک وژنی پاکدامنه ، مسلمانی او افغانی میرمنی او پیغلی بی عفته کوی د خاوری لاندی او باندی زیرمی مو لوت کوی او …… دوی ته د مرګ په سزا ورکولو سربیره له افغانیت هم بی برخی کیږی… نور لوستل »

حبيب الله محب
میلمه
حبيب الله محب

کله چې د هېواد باچا له خپلې کمزورۍ او بېوسۍ خپل دښمن ته د هغه مرميو روپۍ ورکوي چې په ده، د ده په اردو عسکرو او ډونرانو يې اورېږي (فايرېږي) نو ته و خداى دا به څه باچاهي وي.
و سرناخلاصو ريښتينې سولې ته غاړه کېږدئ کنې تاريخ نور هم له شرمه ډکوئ.