رونالډو د بند څخه خلاصون لپاره «۱۹» ملیونه یورو جرمانه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د فوټبال مشهور او تکړه لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د مالیې نه ورکولو او د درغلۍ په تور د محکمې لخوا نن د سه شنبې په ورځ سهار په دوه کالو بند محکوم او ۱۹ ملیونه یورو جرمانه شوی و.

د پورتګال هېواد ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی د اسپانیا په مدرید ښار یوه محکمه کې نن د سه شنبې په ورځ په ۲۲مه نېټه خپل جرم منلی او په خپله غلطۍ یې اعتراف وکړ، نوموړي رسنیو ته وویل «زه د مالیې نه ورکولو خلاف یم، هر څوک چې مالیه نه ورکوي باید په بند محکوم او نغدي جریمه شي».

پر رونالډو لومړی پرې دوه کال بند او د ۱۶ ملیونه یوور جرمانې پریکړه وشوه، خو وروسته يې محکمې سره د بند څخه د خلاصون لپاره د پيسو تړون وکړ، چې د وروستۍ پریکړې سره سم د محکمې لخوا ۱۸.۸ ملیونه یورو جریمه شو، اوس به رونالډو یاده نغده ورکوي تر څو له بند څخه ازاد پاتې شي.

له دې وړاندې کریسټیانو رونالډو له لوی څارنوال غوښتي وو چې محکمې ته د نوموړي حاضریدو پریکړه لغوه کړي او یا هم د ویډیو له لارې نوموړي ته د پریکړې اوریدو فرصت ورکړل شي، خو دغه غوښتنه څارنوال لغوه اعلان کړه چې بالاخره رونالډو په خپله محکمې ته د مجرم په حیث د پراخه رسنیو پرمخ حاضر شو.

۳۴ کلن لوبغاړی چې پخوا د ریال میدرید کلب لوبډلې لخوا لوبېده، د تېر ۲۰۱۸م کال په وروستیو اټالوي کلب یوونتوس ته انتقال شو، ویل کیږي چې د نوموړي د انتقال کېدو لامل له یادې مالیې څخه تیښته وه.

د یادونې ده چې پر کریسټیانو رونالډو تور پورې شوی و چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴م کالونو ترمنځ یې ۲۵ ملیونه پونډه مالیه نه وه ورکړې او بالاخره د محکمې لخوا په درغلۍ تورن شو، خو په ۲۰۱۷م کال کې رونالډو ویلي وو چې نوموړي په مالیه کې هیڅ ډوله درغلي نه ده کړې، خو په ننۍ محکمه کې یې خپله غلطي منلې وه.

پر کریسټیانو رونالډو د یوې ماډلې لخوا د جنسي تیري تورونه هم پورې شوي چې تېره ورځ د امریکې یوې محکمې د نوموړي د «ډي ان ای» معاینې کولو پریکړه کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د