قطر؛ د طالبانو سیاسي دفتر

د طالبانو او خليلزاد ترمنځ خبرې درېمې ورځې ته وغځېدې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه په قطر پلازمينه دوحه کې د طالبانو سیاسي استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ خبرې دريمې ورځې ته هم وغځېدې.

ټاکل شوې وه چې د قطر غونډه نن پای ته ورسېږې خو اوس د يوې بلې ورځې له پاره هم دا غونډه وغځېده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر کې د مذاکراتو له جزياتو او تفصيلاتو پرته په لنده توګه ويلي دي چې له امريکایي پلاوي سره به يې خبرې سبا هم دوام وکړي.

په دې ناسته کې د طالبانو اته کسيز او د امريکا يوولس کسيز پلاوی ګډون لري

ويل کیږي چې په دې غونډه کې به طالبان امريکا ته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو ترڅنګ په لړ مهمو موضوعاتو خبرې کوي او امريکا له طالبانو څخه غواړي چې له اينده افغانستان څخه به امريکا ته کوم ګواښ موجود نه وي.

تر اوسه ددې غونډې جزيات نه دي رسنيز شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

الله د وکړی چی یو ښه خبر ترینه تر لاسه شی. طالبان دی هم لږ سم شی او له تکبره د لږ ځانونه راښکته کړی. که چیری دا غونډی خدای مکړه بی نتیجی شی، باور وکړی چی نور د جنګ توان او حوصله هیڅ چاته پاتی نده. الله دی پکی خیر واچوی. طالبانو سره زما ذاتآ جوړه نده، خو داځلی می د هغوی یوه خبره خوښه شوه چی پداسو غونډو کی نغواړی چی نور هیوادونه شرکت ولری. زنده باد! که په آینده همداسی غوڅ او د افغانیت دریځ ولری، شاید چی زما هم ورسره جوړه شي، خو باور وکړی چی… نور لوستل »

شاکر
میلمه
شاکر

لونگه په اسلام کی تکبر بد صفت دی اما ستا او امریکایانو وه مخ ته تکبر یو د شو صفتو سخت دی، الحمدالله طالبان مسلمانان دی او اکثریت په کی علماء دی نو دوی شه پوهیژی چه سه اوکی، نو د غربگرایانو او مستشرقینو وه نظر ته نیاز نلری، طالبان الحمدلله هم اسلامی غیرت لری هم افغانی غیرت لری، داسی نه دی لکه ته او ستا امثال، چه فقط توپکی یا غربی تفکر او غیرت لری. فکر نه کوم چه ته دی خپل په ژوند کی وه مسجد ته داخل سوی یی. اوس غواری چه خپل په شیطانی روش سره… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

شاکریه: ما له امریکایانو سره مه مقایسه کوه ځکه چی تر اوسه ورسره په یو میز نه یم ناست. علماء ته څه ده وایی؟ علماء همداسی وی ته او خدای چی د مکی مکرمی فتوای نه منی خو د ملا سمیع الحق په ډول اتڼوڼه کوي؟ خدای دی ## کړه پدی خبره چی وایی (فکر نه کوم چه ته دی خپل په ژوند کی وه مسجد ته داخل سوی یی) ده ستا فکر دی. دابه د آخرت په ورځ معلومه شی چی مسجد ته څوک ډیر داخل شوی ته که ځه. ته طالبانو ته غیرتی مسلمانان وایی. یو غیرتی به… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

ګپروخانه طالب کله هم په جومات او د عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې نه دي کړي. د بلخ په قل اردو چې طالب غازيانو تکتيکي بريد وکړ تاندوالو د خپل راپور په يوه برخه کې داسې ليکلي وو ،،، “ياد بريد په داسې مهال تر سره شو چې د قل اردو ځواکونو ملکي جامې په تن د ډوډی او لمانځه په تياری بوخت وو” د ميدان ښار په چاپه مارانو چې طالب غازيانو چاپه ووهله د پسرلي بيلمازه تاندوالو د خپل راپور په يوه برخه کې داسې ليکلي،،،، “د ياد بريد اکثره قربانيان هغه ځواکونه وو چې د… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

غوربندیه #### سلام خو دی نده زده: زما سلامونه ومنه. سترګی لری که نه؟ #### د لوګر د پل علم په جومات کی چی پخوانی والی پکی ووژل شو هغه څوک وو؟ د## …. داسی په لسګونو نورو جوماتونو کی. ته وایی د خلکو په ګڼه ګوڼه کی طالبانو انتحاری ندی کړی. ## د افغانستان په کوم ښار کی طالبانو انتحاری نده کړی. خلاصه دا د انتحاری مسلک رسم او رواج چا دی وطن ته راوړ ###خانه؟ خدای د ### کړه ## یی. د افغانستان په تاریخ کی، د اسلام په تاریخ کی چا انتحاری کړی ده چی تاسی یی… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

هغه د قنداریانو خبره ده ته په مونږ پسخند وهې خو خپل مخ او څټ ته نه ګورې !

احمدالله
میلمه
احمدالله

دا د طالبانو غرور نه بلکه لوړ مورال او په الله ج پوره ایمان دی ، الله ج د امریکا به مشری ۵۰ کفری هیوادو ته ( ټولی کفری نړی، منافقینو او غلامان ) د کم شمیره او کم وسلی طالبانو په ماهرانه او پیاوړی جنګو کی د خپلی خدایی عظمت وښود. هو، له قطر غیره باید طالبانو بل هیواد کی د امریکایانو سره خبری نه وی کړی په دی مذاکراتو کی د نورو هیوادو ( حتی که د طالبانو پلویان هم وی ) اړه نه شته، که څه هم لویه شکاری مګر د حل لیاره یی ډیره ساده او… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د امريکا د دباندنيو چارو استادی (محترم خليلزاد ) بايد او ضرور په دې ټکي پوه وي ، او يا بايد ځان پوه کړي . څومره چي د طالبانو سره سره نيغ په نيغه بيله کومي واسطې او بيله کوم دريمګړي څخه خبري وکړي نو په هغه اندازه هغه غوټه چي امريکا يانو تړلړلې ده ، په هغه اندازه يي د خاصون لاره اسانه کيږي . او د پښتنو دا ازمويلئ او تجربه سوی متل چي وايي (( څومره چي دائياني زياتي سي د هلک سر کوږ راځي )). ځکه نو خليلزاد ته وړ او… نور لوستل »

حماد
میلمه
حماد

طالبانو ژمنه کړیده چې له افغانستان څخه به بهرنیو ته ضرر نه رسوو، کاش دوي افغانانو ته د ضرر نه رسولو صادقانه ژمنه هم وکړې