
پژواک اژانس له کومه ځایه قومنده اخلي؟
جاوید علي خېل
په افغانستان د امریکا له برید وروسته اشغالګرو په ولایاتو او اطرافي سیمو د خپل واک د ټینګولو لپاره په ټولو ولایاتو کې د پي آر ټي په نوم مراکز جوړ کړل. د پي آر ټي مراکزو اصلي دنده پوځي عملیات او د اشغال د لمن پراخول وو، خو ورسره یې استخباراتي او تبلیغاتي کارونه هم کول. د تبلیغاتو لپاره په ډیری پي آر ټي ګانو کې محلي ایف ایم راډیوګانې فعالې شوې چې امریکایي ترجمانانو او اجرتي خبریالانو به په کې شپه ورځ د اشغالګرو په ګټه تبلیغات کول. د دې راډیوګانو د خبري اکمال لپاره امریکایي اشغالګرو یو داسې اژانس رامنځته کړ چې د افتتاح پټۍ یې امریکایي سفیر غوڅه کړه او مخامخ د امریکایي سفارت او استخباراتو لخوا اکمالیده.
کله چې د پي آر ټي ګانو دور تېر شو، امریکایان په منډو شول او د خپلو پوځي اډو واک یې داخلي اربکیانو ته وسپاره، دغه وخت یې نو د پژواک خبري آژانس په شان د ګڼو نشریو، راډيوګانو او رسنیزو چاینلونو اکمال هم د ګوډاګي رژيم استخباراتي شبکو ته په واک کې ورکړ.
که څه هم د پژواک خبري آژانس د خپلواکۍ ادعاء لري خو دوه نیم کاله وړاندې د کابل رژیم یوه لوړپوړي چارواکي امرالله صالح په یوه فیسبوکي پوسټ سره د پژواک د ګوډاګیتوب راز افشاء کړ او ویي لیکل چې (تقریبا به همگان معلوم است که آژانس محترم خبرگزاری پژواک از بودیجه مستوره دولت تمویل گردیده و از بخش های خاص دولت هدایت میشود. در هنر استخبارات وقتی فعالیت های خاص پوشش خویش را از دست میدهند باید لغو گردند یا هم جذب در بدنه دولت شوند)
د امرالله صالح غوندې د یوه مطرح او متعارف شخص لوړه ګواهي د دې لپاره کافي ده چې د پژواک استخباراتي آژانس ماهیت ترې وپیژنو.
که د لوړ لاسوند په شان ګڼ مستند لاسوندونه یوې خواته کیږدو د ګڼو اجیرو رسنیو غوندې د پژواک اژانس یو اړخیز او له استخباراتي دسیسو ډک چلند د دې ګواهي ورکوي چې دغه آژانس په اصل کې کومه خبري اداره نه بلکې د تبلیغاتي او رواني جنګ یوه شبکه ده. همدا نن ورځ دې آژانس د طالبانو د مشرانو په رابطه یو له دروغو ډک او بې اساسه خبر نشر کړی دی. پژواک د دې لپاره چې د سولې او تفاهمي مذاکراتو په دې حساس پړاو کې د طالبانو د مشرتابه په رابطه شکوک او افواهات خپاره کړي په خپل راپور کې یې لیکلي دي چې د سولې د مذاکراتو په رابطه د طالبانو د تحریک د مشر او مرستیال تر منځ اختلاف رامنځته شوی دی.
پژواک د خپلې دې مدعا لپاره سند دا راوړی چې په قطر کې د سولې په روانو مذاکراتو کې د طالبانو هغه پلاوی او ټول هغه استازي ګډون نه لري چې د ابوظبي په مذاکراتو کې یې ګډون کړی و. پژواک لیکلي چې د قطر په مذاکراتو کې د طالبانو ځینو استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې هغوی د ابوظبي له مذاکراتو وروسته له دیپلوماتیک فعالیت څخه منع کړل شوي دي.
د پژواک د دې بې اساسه مدعا په اړه باید ووایو چې د قطر په مذاکراتو کې د طالبانو د ډیپلوماتیک پلاوي ټول اعضاء ځکه برخه نلري چې اصلا دغه مذاکرات په خپل موعد ترسره نه شول. خلیل زاد د جنورۍ په اتمه نیټه په قطر کې د مذاکراتو له غونډې پر شا شو، نو ځکه د طالبانو د هیئت ټول اعضاء هلته ونه رسیدل. وروسته چې طالبانو د مذاکراتو د پریکون ګواښ وکړ نو خلیل زاد مجبورا په نااټکله ډول قطر ته ولاړ او د مذاکراتو نوی دور په ناڅاپي ډول پيل شو، چې د طالبانو لخوا په کې یوازې د قطر د دفتر مربوط ديپلوماتان برخوال دي.
موږ نه پوهیږو د دغسې بې اساسه او دروغجنو خبرونو له خپرولو د پژواک هدف څه دی، خو په دې پوهیږو چې دغه ډول بې اساسه خبرونو دوی ته د هغو استخباراتي شبکو لخوا ورکول کیږي چې د دوی د اکمال او تمویل وظیفه په غاړه لري او د دوی کنترول مزی ورسره دی.
پژواک باید له داسې کاذبو نشراتو څخه ډډه وکړي، ځکه په دې حساس پړاو کې ددغسې شکمنو او دسیسه ګرا نشراتو زیان یوازې د هیواد ګټو او د سولې پروسې ته اوړي چې دغسې څه کول له رسنیز وظیفوی تخلف څخه پرته یو ستر ملي خیانت هم بلل کیدای شي.
غلیخیل صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی په حقایقو ولاړه معلومات مو د پژواک خبری اژانس په اړه هیوادوالو سره شریک کړی . مشت نمونه خروار. شکاره خبره ده چه نظم نوین جهانی ( یهودی استعمار ) تر مرمیو زیات له میدیا او ډالرو استفاده کوی او کوم جنګ چه میدیا کولای شی مرمی او حتی ډالری یی هم نه شی کولای. دومره خبری اژانسونه ، تلویزونونه، پاڼی او داسی نور چه امریکا د خپلو غلامانو په واک او لاس کی ورکړی روسیه او چین سره به زه وایم مقابله او مقایسه وکړی. په داسی حال کی چه د… نور لوستل »