شعـــــرونه

یتیم/ سپین کوچی

سپين کوچی

څوک له مور پاتې شي او څوک پاتې له پلاره یتیم
څوک بیا له دواړو شي د ژوند په ستړي لاره یتیم

مور یې حال نه وایي چې پلار دې شهید شوی زویه!
په دروازه کې شي ویده له انتظاره یتیم

ته ځوانیمرګ شوې زه دې یاد سره اوس شپې رڼوم
راسره ژاړي له ماښامه تر سهاره یتیم

په سپېرو شونډو یې خندا خوره شي څه وریاد شي؟
بېرته چې اوښکه په لېمو کې کړې ایساره یتیم

هغه به څنګ په څنګ جنت کې خوږ نبي سره وي
چې په اخلاص وپالي څوک د رب لپاره یتیم

که غواړي سخت زړګی دې نرم شي سکون نه ډک شي
په سر یې لاس تېر کړه او ښکل کړه په کراره یتیم

بېرته به ښکلی شي او بېرته به را وغوړیږي
که لږ دمه واخلي د ژوند له درانه باره یتیم

ځه کنه وایه چې په زړه به یې بیا څه تېریږي؟
چې سپېره مخ ته کله ونیسي هینداره یتیم

ستا کفالت یې په اخلاص کړی، جنت یې ځای شه
چاته چې پاتې وي کوچیه سپینه یاره یتیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احرار میدانوال

دردونکی شعر دی

ګلاجان کوچی

سپينه ياره! الله تعالی دې په دنيا او آخرت کې عزتمن لره!کوچيه يوازې شاعر نه يې، بلکې په شعر کې يو جلا نوی سبک او يوه نوې مدرسه يې، خو د اسلامي ادب د څېړونکو پام به لکه الفت او اقبال ته چې په ځنډ ورواووښت تاته هم ايله پنځوس شپېته کاله وروسته درواوړي. او يو دوه مشورې مې هم درته شته او هغه داچې يو خو ستاسې د شعر غالبه منځپانګه تراژېديک موضوعات دي پداسې حال کې چې د تراژېديکو احساساتو پالل د ذوقي ژوند د آيينې يوازې يو مخ دی، که يو څه توجه نورو انساني عواطفو او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x